کور / تازه خبرونه / ډېرئ کورنۍ بر افغانستان ته کډوالي شوې

ډېرئ کورنۍ بر افغانستان ته کډوالي شوې

خوست ولايت ته تيره ورځ دکورمې ايجنسی د بګزيو سمي څخه د٢٠٠ کورنۍ د جنګ جګړو له امله راکډه شويدي
د عليشېرو ولسوال مجيب الرحمن لراوبر پاڼې ته د تيلفون پر کرښه  وويل چې ياد شوي کډوال تېره ورځ دافغانستان پولې ته څېرمه  د کورمې اېجنسۍ له بګزيو سيمې څخه راغلي چي دا مهال په عليشرو ولسوالۍ کي دځای خلکو سره ميشت دي
ولسوال مجيب وويل چې دغه کورنۍ په کورمه ايجنسي کې د بنکښ قوم سره تړاو لري چې په سيمه کي د خپل منځي شيعه ،سني مذهبي ډلو ترمنځ د  جنګ جګړو او له بله پلوه د ځای طالبانو او پاکستان حکومت ترمنځ د وسلوالو نيښتو له امله دسرونو د خونديتوب له پاره را کډه شوي
ولسوال زياته کړه دولت په پام کې لري چې دغو مهاجرو کورنيو سره د اړتيا وړ توکو مرسته وکړي ترڅو په لومړي سرکې  ددوي لومړني اړتياوې ورحل شي
ولسوال وايي چي د لرافغانستان څخه راکډه شوي کسانو کې سړي نشته يوازې ښځې او ماشومان دي
 خوست والي ارسلاجمال د راکډه شويو کسانو خبره ومنله او ترڅنګ يي وويل چي ددوي سره به د پام وړ مرسته وکړي او په نړيواله ټولنه يي هم غږ وکړ چې د يادو کسانو مرستي ته په بيړه رودانګي
په کورمې ايجنسي کې د کلونو راهيسي د شيعه ،سني مذهبي ډلو ترمنځ جنګ جګړی شوي چې تير مياشت هم د يونښتي په پايله کې ترسلو زيات  ملکي وګړي  او پنځلس دولتي  سرتيري  وژل شوي وو
 خو يو وار بيا هم دتېرو دريو ورځو راهيسې د کورمې ايجنسۍ په پاړه چنار او سدې ښارونو کې نښتې پيل شوې، چې تر دې دمه  پکې له لسو څخه زيات کسان وژل شوي دي
ياد شوې ٢٠٠  کورنۍ په داسی حال کې خوست ولايت ته راځي چي دا مهال د لر افغانستان په شمالي پښتونخوا کې شيعه ، سني مذهبي ډلو ترمنځ مرګوني جګړه روانه ده او له بله پلوه په سوات کې ځاي طالبانود يو شمير سيمو واک په خپل لاس کې اخستي دی  .