کور / هراړخیز / ایارښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟(۲۴)

ایارښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟(۲۴)

د حكومت په جوړښت کښي د وزيرانو اهميت


  دهیواد د نظم په جوړولو کې  وزيران لكه د انساني جسم د غړو په څير اهميت لري  لكه څنګه چې انساني جسم د غړو پرته كار نه شي كولاې ~ په همدى ډول د حكومت مشر هم د وزيرانو او انصارو د كومك پرته د حكومت نظم و نسق پر مخ نه شي بوتلاې .


   عبدالله بن المقفع چې په 143هجرى قمرى  یا 142هجرى قمرى کې  په قتل رسيدلې كه څه هم په د ينى فكر کې  تر يوى اندازى پورى مشكوك و خو د سیاست او وزارت په موضوعاتو ئى د پوهى او حكمت نه ډکې جملى لیکلي دى – نوموړي د وزارت د اهميت په هكله ليکې  چې :


  (لا يستطاع السلطان الا بالوزراء و الاعوان ولا ننقع الوزراء الا بالموده و النصيحه )


  [ د وزراء او اعوانو پرته د حكومت نظم و نسق پرمخ  نه شي تلاې او وزيران د مننى او خير غوښتنى پرته حكمران ته هيڅ گټه نه شي رسولاې1].


  په بل ځاې کې ليکې  چې[ د حكمران سره يو ځاې ناسته د غونډې ښاسيت او د رعيت ژبه وى . ]


  ابن الربيع چې په 272 هجرى قمرى كال ئې د( سلوك المالك فى تدبير المالك) تر عنوان لاندې يو كتاب لیکلي . په دى كتاب کې  هغه د وزارت د موضوع په هكله لیکلي چې : [كه چيرى څوك د وزارت څخه بى پرواه واى نود هرچا د مخه به ترې سیدنا محمد صلى الله عليه وسلم اوسیدنا موسى عليه السلام بى نیازه او بى پرواه شوې واى] – وزير د خليفه په كارکې شريك وى د حكومت د نظم تدبيرونه جوړوى او هغه په خپله وينا او عمل کې  دښه تدبیر  خاوند وي ] 2.


  علامه ماوردى او قاضى ابويعلى رحمة الله عليهم دواړو په يو ډول الفاظو کې لیکلي دى چې[ كله چې د نبوى فريضى په اداء كولو کې وزير نيول روا دى ، نو په امامت او خلافت کې خو بالكل روا دى ]، خلیفه د امت چارى په ځانکړې  توګه د نائب پرته سرته نه شي رسولاې، ځانته د كار كولو په نسبت د كار شريك يو كس د وزير په توګه جوړول ډیر ګټه ور دى چې د دى په كومك سره به د احكامو نفاذ په ښه توګه صورت نيسى. د خليفه  اوږې  به سپكې وي ، وزارت د غلطيو څخه د لري والي له پاره ډیره ښه ذريعه ده 3.


  مشهور مورخ محمد بن على ابن طباطبى رحمة الله عليه چې په 709 هجرى قمرى کې وفات شوى او د ابن الطقطقى په نوم ئى شهرت مندلى و. وزير ته د اړتیا په هكله فرمايى : [وزير د حكمران او رعيت ترمنځ واسطه وى نو دى ته اړتیا ده چې د هغه يو اړخ داسى وى چې د حكمرانانو سره مناسبت ولري او بل اړخ ئې د رعيت سره، ترڅو هغه په مقبوليت ، امانت او محبت کې د دواړو اړخو سره په ښه طريقه كار وکړې 4.


  علامه ابن خلدون رحمة الله عليه چې په 808 هجرى قمرى كال کې مړشوى دى لیکلي چې : (الوازره هى ام الخطط السلطانيه و الرتب الملوكيه )


  [ وزارت د حكومت په ټولو څانګو او منصبونو کې مركزى مقام لري ] 5.


  د تفويض وزارت او د تنفيذ وزارت


  ماوردى او ابويعلى رحمة الله عليهما وزارت په دوه برخو ويشلي دى او دواړه ئى روا ګڼلى :


  (دتفویض وزارت او د تنفیذ وزارت )


  (فاما وزاره التفويض فهو ان يستو زر الامام من يفوض اليه تدبير الامور برائه او امضاها على اجتهاده)


    [ د تفويض د وزارت [صدارت عظمى ] څخه مقصد دا دى چې امام دى هغه سړي خپل وزير وټاکې ، چې هغه ته د ټولو چارو او د نظم او نسق پوره واك ورکړل شوى وى. نوموړي د خپل راى او اجتهاد په اساس  څه مناسب تدابير نيولاې شي او هغه  تدابير نافذ ولاې هم شي].


  د تفويض د وزير په واك کې، د احكامو جارى كول ، د ښكته مامورينو ټاكل ، محكمى جوړول ، عسکرې تنظيم راوستل او د هغوى وسله والول ، او د هغوى مشرى په غاړه اخستل، د هغوى د ډلې څخه یو کس دهغوې د قوماندان په صفت ټاكل ،د انتظامى امورو په هكله پريکړې كول شامل دى خو په دى ټولو كارونوکې خليفه د وروستۍ پريکړې واك لري ، هغه د تفويض وزير عزل كولاې شي او جارى کړل شوى احكام  ئى منسوخ كو لاې شي. 


   د تفويض وزير د خپلو پریکړو او د مامورينو د ټاكلو څخه خليفه با خبره ساتى،او په هر كار کې به د هغى څخه منظورى اخلى ~ ترڅو چې دى په عملى تو ګه مطلق العنان و نه ګرځي، خليفه به د خپل وزير د تدبيرونو او پریکړو پوره نګرانى كوى او د هغه سهي او قانونى پريکړې به د اجراء  وړ بولي او غير قانونى پريکړې به ئې منسوخوي6 .


  جلاالدين سيوطى رحمة الله عليه چې په 911 هجرى قمرى كال وفات شوى دى د تفويض د وزير د اختیاراتو په هكله داسى تشريحات ورکړې دى :” په حقيقت کې  وزير د خليفه هغه نائب وى چې  د هيواد ټولى چارى ورته سپارل شوى وي ، د قاضیانو او والیانو مقررول د عسكرو منظمول، تنخواه ګانو او وظيفو وركول، تنخوا ګانو کې كموالي او ډیر والي، رتبه لوړول یا رتبه ټيټول ، پريکړې كول یا د پريکړې منسوخول، د چا سره اړيکې ټينګول یا غوڅول او په خزانه کې  واك كول او دهغى خرڅول دهمدې وزير له مسئوليتونو او اختیاراتو څخه دى ” 7.


  نن ورځ د تفويض وزیر ته صدر اعظم وائى او د تفويض د وزارت ذكرشوي جوړ ښت ته پارلماني جوړښت وائى .په پارلماني نظام کې  صدر اعظم د ریاست د مشر لخوا ټاكل کیږي خو هغه بايد د پارلمان اود شورى مجلس له خوا نه د اعتماد راى واخلي چې د اكثريت د اعتماد د لاس ته راوړلو پرته هغه د خليفه یا د حكومت د مشر لخوا عزل كيداى شي ، صدر اعظم په عملى تو ګه د انتظامى امورو مشري په غاړه لري او  د خپل ځان له پاره د ضرورت په اندازه كابينه جوړو لاې شي ترڅو د هغوي په كومك د ملت چارى پر مخ بوزى – دى ډول نظام ته ماوردى ، ابویعلى او ابن خلدون رحمة الله عليهم د تفويض د وزارت نوم ورکړې دى. 
 
 
 


  دصدر اعظم ټاكل:


  د عباسى دورى په ملوكيت کې به صدر اعظم د پادشاه لخوا ټاكل كيده د ابوالعباس سفاح او منصور په حكومتونو کې  صدر اعظم خپلواکې او د ډیر قوت خاوند نه و .


  ابن طباطبائى لیکلي دى چې خپله د منصور دبدبه دومره ډیره وه چې د هغه په مقابل کې د وزيرانو د بدبه ډیره كمه پاتى شوي وه ځکه په خپله وزيران به د هغه څخه هر وخت په لړزان او ويره کې وو 8.


  د وزارت ظالمانه تگلاره د هارون الرشيد په حكومت کې شروع شوه – ابو عبدالله محمد بن عيددوس الجهشیارى رحمة الله عليه چې په 311 هجرى قمرى كال وفات شوي دى په خپل كتاب (الوزراء و الكتاب) کې ليکې  چې : [كله چې  هارون الرشيد د حكومت مسئوليت په غاړه واخست نو يحى بن خالد بن برمك ئى دربار ته راوغوښت [ چې پلار به ئى ورته وايه] او ورته ئى وويل اى پلارجانه : تا د خپل نيك تدبير په اساس زه دى منصب ته راورسولم ~ له دى امله ما د خپل رعيت ټولى چارى تا ته در وسپارلى ~ (قلد تك امرالرعيه …) [ زه به ستا په هيڅ معامله او کړو باندې غور او فكر هم و نه کړ م ] او په دى ډول ټول دفترونه د ابن خالد په لاس کې  ورواچول شول .


  ابن خلدون لیکلي چې :[د عباسیانو د ظالم حكومت مركز کې به كله صدر اعظم بدل شواو كله به پادشاه، د ځواك له پاره هلى ځلى كيدى او د واك او اختیاراتو مركز به بدليده را بدلیده 9.]


   په اسلامي حكومت کې به خليفه د ورځنې عامو كارونو د پریکړو څخه پرته ، په ټولو مهمو چارو کې د شورى د پريکړې پابند وي . څرنګه چې د وزيرانو او نورو مهمو منصبونو له پاره د اهل كسانو ټاكل د مهمو امورو څخه دى  نو په دى خاطر د “امرهم شورى بينهم ” د شرعي قاعدى لاندې خليفه مكلف دى چې د صدر اعظم او د وزيرانو د ټاکنې او یا د كابينى د انحلال دمنظورۍ له پاره د شورى غونډې ته مراجعه وکړي او دهمدې غونډې څخه دپریکړې د اخستلو پابند وى، او وزارت د پريښولو له پاره هم باید د شورى د غونډې پریکړه اساسى شرط وي. څرنګه چې  صدر اعظم په عملى تو ګه حكمران دى نو بايد د اسلامي ټولنى له خوا منتخب او د هغى اعتمادئى تر لاسه کړې وي. غير معتمد وګړي ته د حكومت وركول شرعاًَ روانه دى. لكه څنګه چې د ” الشورى ” په څیړنه کې د هغه د دلا ئلو یادونه شوي ده . 


  د صدر اعظم صفات:


  (ويعتبر فى تقليد هذه الوزارء شروط الامامه)


   [ د صدر اعظمى یا ( د تفويض دوزارت ) د منصب له پاره همغه شرائط دى چې د امامت او خلافت له پاره  پخوا  یاد کړل شوي  دي10].   يعنى( ايمان ، علم،تقوي په معامله پو هيدل ، جسمى قوت ) .د دى شرائطو موجوديت په صدر اعظم کې ، همداسى اړین دى لكه څنګه چې  د خليفه له پاره اړین و ځکه چې صدر اعظم په عملى ډول د مملكت چارى په غاړه لري .


  علامه ماوردى رحمة الله عليه د صدر اعظم ددې صفتونو په هكله داسى تشريحات ورکوي :


   (د تفويض وزیر  یا [ صدارعظم ] په اخلاقى  توګه باید پاك او سپيڅلى وي او د تدبير له پلوه ئى كار پوخ وي. تجربى او روزنى هغه مهذب کړې وي ، د حكومت د اسرارو امين وي ، د مسائلو د حل له پاره ملا تړلي ولا ړ وي ،د پراخى حوصلى او علم وذهانت خاوندوي ، د يو حكمران په څير رعب ولري ، او د پو هانو په څير سنجيده وي ْ د علماؤ په څير تواضع  او د فقهاو په څير پوهه ولري، نيکې  پيژندونکې او صابر وي ، سمدستى لږې  گټى ته په را تلونکې  ستر تاوان ترجيح نه ورکوي ، او د خپلې خوږې وینا او بیان په اساس د خلكو زړونه لاس ته راوړې شي 11 ].


  ابن طباطبائى رحمة الله عليه ليکې چې :


  (دیانت لرل، ريښتونى ، پوخ كاره ، پوهه ، ويښ فكره او سیاسي پوهه د صدراعظمى لازمى عناصر دى د صدر اعظم له پاره ، نرمى ، وقار ، متانت ، حريت ، حلم، پراخه حوصله ، ميړنىتوب ، زړورتوب … دا ټول صفتونه اړین دي 12 .


  علامه ماوردى رحمة الله عليه د «اّداب الوزير »په نوم يو كتاب لیکلي دى  او د دى كتاب په شروع کې  هغه يوه اوږده سريزه لیکلي ده،  د هغى سريزى لنډيز په دى تو ګه دى : [اى وزيره !: ته حاكم هم ئى او محكوم هم ” سائس و مسوس ” د رعيت سیاست ستا په لاس کې  دى خو په خپله ستا سیاست دهيواد د مشر په لاس کې  دى ، د دى له پاره دى ته اړيتا ده چې ستا د فكر يوه خوا د هغه رعيت دګټو او رفاه په لور وي چې ته پرى حكمرانى کوي او بله خوا د هغه حكمران په لور وي چې  د هغه پيرو ى په تا فرض دي. د هيواد نظم او نسق ستا په لاس کې دى او د هر قسم خرابۍ مسئوليت ستا په غاړه دى. ددى له امله ته د وينا د ژبى په ځاې د عمل د ژبى څخه كار واخله .]


  [اى وزيره ! تا ته د دى هيواد نظم او نسق درسپارل شوي چې بيناد يى داسلام سپڅلى دين دى ، ددغه سپڅلى دين قائد وګرځه او حق خپل لار ښود وګرځوه نو هر قوي شخص به ستا تر مخ كمزورى شي ، او هر سخت كار به درته اسانه شي، د اسلام د دين انصار او كومكونکې موجود دى … د دى انصارو زړونه لاس ته راوړل ستا له پاره يو توخه ده ، د ځیني پوهانو څخه پو ښتل شوي چې د دفاع له پاره كوم ډول لښكر په كار دى ؟هغوي ځواب ورکړ ی چې  دين . بله پوښتنه ئى ورڅخه و کړه چې د ټولو څخه ډیر قوي فوج كوم يو دې؟ پوهانو ځواب ورکړ عدل او انصاف .


  حكمرانى په حقيقت کې دين ته وركول شوي نو دا دين خپل كومكونکې و ګرځوه ، نو د خلكو زړونه به ستا په مقابل کې  نرمى اختیار کړې ، د مملكت استحكام د دين دجارى كولو پورى تړلى دې. د عدل مثال د يوي شنى ميوه لرونکې ونى په څير دى خو ظلم هغه و نه ده چې د هغى بيخ او جرړى پرى کړل شوي دى ] 13.


  نور په پنځه ویشتمه برخه کې ولولئ…..