کور / تازه خبرونه / هلمند : ښځو ته د کمپوټر او انټر نيټ د زدکړي کورس جوړ سو

هلمند : ښځو ته د کمپوټر او انټر نيټ د زدکړي کورس جوړ سو

دهلمند دښځو چارو درياست له لوري په دي ولايت کي دښځو له پاره ديوه مسلکي کورس بنښټ کښيښودل سو
دهلمند دښځو چارو درياست په پخواني دفتر کي ديو زيات شمير ښځو له پاره دزده کړي دغه کورس چي ګڼي نجوني او ښځينه يي دپرانستني پرمهال خوشاله وي په دي ولايت کي دښځو له پاره دمسلکي زده کړو ترڅنګ دانګليسي ژبي زده کړه انټرنيټ،او کمپيوټر ورښودل کيږي .
دهلمند دښځو چارو ريسه وايي دداډول کورس دپرانستني له پاره لا وړاندي اړتيا وه چي دفوزيه علومي په خبره ددې خبر تر اوريدو وروسته يوه لوې ډلي نجونو په کورس کي دشموليت په خاطر دنوم ليکني پروسي ته مراجعه کړي ده
علومي وايي په دي کور س کي هغه نجونو ته لويه ونډه ورکول کيږي چي دکورنيو او نور مشکلاتو پربنياد يي ښوونځۍ پرنيمه لاره پريښې وي وزيه علومي وايي که چيري دادول نجوني ورته مراجعه وکړي نو داخله يي ضرور ورکوي،علومي داهم وويله چي ددې کورس ښوونکي ټول ښځينه دي او هر ډول دوديز انډولو نه په کي مراعت کيږي
ددې ښوونيز کورس دپرانستني پرمهال زياتي زده کوونکي چي اکثرويي دلوړ عمر خاونداني وي خوښي ښودله او له هلمندې دولتي چارواکو نه يي ددوامداره مرستي غوښتنه کوله
داښونيز مرکز په داسي حال کي دهلمند په مرکزلښکرګاه کي دښځو له پاره پرانستل کيږي چي په دي وروستيو کي دهلمند دښځو چارو درياست او اړوند ښځينه وو مسلکي او دکار کولو فعاليتونه زيات سوي دي دګرشک ولسوالي په ټولينزه شورا کي ددوه څلويښت تنو نارينه وو سره دري ښځنيه او ددې پراخ کورس پرانستنه داسي ښيي چي که چيري دهلمندې ښځو دلاسي کارونو لپاره بازار پيداسي او دکار او زده کړي زمينه ورته برابره سي نو ښځي يي په تر لاسه کولو کي در يغ نه کوي