کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

.
.
نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د میې د میاشتې ۴ نیټه.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د امریکا ددفاع د وزیر په حواله لیکلي دي چې افغانستان ته د نورو امریکايي سرتیرو استول راتلونکې کال ته وځنډیدل.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د رابرټ ګیټس په حواله لیکلي دي ښه به دا وي چې امریکا خپل ځواک د افغان ځواکونو او پولیسو روزلو ته ځانګړې کړي او زیات شمیر روزونکي افغانستان ته واستوي.
ورځپاڼې د همدې مخ په یو غټ سرلیک کې لیکلي دي چې د افغانانو برخه لیک باید پخپله افغانان وټاکي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ په موضوع تبصره کړې او په ټولنه کې د هغې پیاوړې کول غوښتې دي.
د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د شهیدانو او معلولینو د درناوۍ د ورځې په پلمه هڅه کړې چې ددوې روان حالت وڅیړي او ددوې په وړاندې د حکومت او ټولنې مسؤلیتونه په ډاګه کړي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان د روانو پیښو په اړه د نړیوالې ټولنې چلند ته په اشارې دا پوښتنه کړې چې ایا نړیواله ټولنه خو بیا ناکامې تجربې نه تکراروي.
ورځپاڼې په افغانستان کې د بهرینو کلتوري یرغلونو په وړاندې د جدي مبارزې غوښتنه هم کړې او لیکلي دي چې خلک باید دا یرغلونه شنډ کړي.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپل یو څیړنیز مطلب کې بیا هم د پاکستان په روانو حالاتو تبصره کړې او لیکلي دي چې پاکستان د تجزیه کیدو په لور روان دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان په جنوب کې د ښوونځیو په بیا پرانستلو کې د دینې عالمانو هڅې څیړلي او په افغان ټولنه کې يې د هغوې رول مهم بللې دې.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي چې د کوکنارو کښت او د اپیمو تولید په اسلام کې منع دي او دینې عالمانو ته پکار ده چې خلک له دې نه منع کړي.
ورځپاڼې د رسنیو او د بیان د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت یو کارټون هم خپور کړې چې پکې له رسنیو نه د بهرني ذهنیت د بریښودلو غوښتنه شوې.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو نږدې کیدو ته په اشارې لیکلي دي چې معامله ګر کاندیدان یوازې د بیسو او څوکۍ د ترلاسه کولو په فکر کې دي.
ورځپاڼې د واشنګټن پوسټ په نامه د یوې امریکايي ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې ولس مشر کرزې په خلکو کې کوم ځانګړې محبوبیت نلري.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د پاکستان په روانو پیښو تبصره کړې او هغو مانورونو ته يې هم اشاره کړې چې پاکستان يې د لویدیځ په وړاندې ترسره کوي.
د اصلاح او انیس دولتي ورخپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
انیس هم پخپله سرمقاله کې د رسنیو او د بیان د ازادۍ موضوع راغستې او په تیرو اوو کلونو کې په افغانستان کې د هغې وده څیړلې ده.
خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې د سوالګرۍ د مخنیوي لپاره د حکومت وروستۍ پریکړې ته په اشارې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې هم په یو مطلب کې د راتلونکو انتخاباتو په وړاندې شته ستونزې څیړلي او لیکلي دي چې د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمسیون مشرې سیما ثمر په انتخاباتو کې د درغلیو په امکان اندیښنه څرګنده کړې.
ورځپاڼې په عینې حال کې په یو جلا مطلب کې لیکلي دي چې ولس مشر کرزې خپل رقیبان غافلګیره کوي.
دې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ په موضوع تبصره کړې او هغه عوامل يې څیړلي چې په هیواد کې د بیان او د رسنیو د ازادۍ په وړاندې خنډونه جوړوي.