اسلام د ژوند او سلوكو لاره ده
بسم الله الرحمن الرحيم
له خارجي منابعو څخه پښتو ژباړه : حاجي نوراحمد ((قران مل))
د انساني ژوندانه طرز او د هغه سرته رسول يوه اعتقادي مفكوره ده چي د كائناتو په جهان كي د هغوي وړتيا ، مقام او منزلت د يوه كره جريان په توګه ښكاره دى دا څرګندتيا په ثبوت رسوي چي د عملي ژوندانه په ترسره كيدو سره ټول تنطيمات داسلام د سپيڅلي دين د اصولو زيږنده دي . چي د همدې نظريې په ياد كي نيولو سره د ژوندانه لپاره يوه جلوه داره ، ځلا لرونكې سرچينه ده . همدا سرچينه ده چي د يوه اخلاقي نظام لپاره بنسټ جوړوي . او همدا بنسټ د يوه بن بس په توګه يو غالب او پياوړي قوت په وجود راوړي . چي د همدې اخلاق نظام په نفاذ او پلي كولو سره د انساني ژوندانه د تنظيم مرستيال بلل كيږي. يعني د يوه سياسي نظام او د هغه د بيلابيلو ادارو ، ټولنيز نظم د هغه اساسي ارږښتونه ، اقتصادي پياوړتيا او انسجام ، د بيلابيلو فلسفو تفكيك ، د حكومت چلولو سيسټم د هغه مقدرات او لوايح پكښي شامل دي.
موږ پردي خبره پروه باور لرو چي د بشري ژوندانه د تر سره كيدو ، د يو روان راتلونكي د جوړيدو لپاره به يوازنۍ لار د اسلام د دين منل او پر ځاي عملي كول وي.
د ژوندانه دا ټول اسلوب په بشپړ او مرتب ډول په هغو ارږښتونو كښي شامل دي چي د بشري ژوندانه په مختلفو اړخونو كښي انسانانو ته د ډاډ او باور لار وړاندي كوي او ددې تر څنګ پر هغو اړتيا راڅرخي چي عالم بشريت ورته اړتيا لري د اسلام دين يوازي يوه وجداني عقيده نه ده چي د ژوندانه دنورواړخونو سره دي اړيكي ونلري . د ساري په ډول .
فرضاً كه موږ له خپل ځانه سره دا عقيده يو ګړى ولرو چي كوم الهي دين يوازي يوه وجداني عقيده د ه خو بيا هم ددې اسلام دين لپاره داسي كيدلاي چي موږ دي پرې باوري و اوسو چي دادين يوازي د عًبادتونو لپاره دى چي د هغوى د سرته رسيدو لپاره يو مؤمن په انفرادي يا ټولنيز ډوله پرځاي كړي او پر هماغه ځاي د سرته رسيدو وياړ په برخه سي . دادين يوازي د يوه نمايشي عمل لپاره نه دي جوړ . بلكه دادين ددې دنيا تر ژوندانه برسيره د آخرت لپاره هم يوه منظمه لار و جنت ته د دخول په موخه پرانيزي سره تردې چي د فردي او ټولنيزو عباداتو تر څنګ نوري رواه لاري هم سته چي د جنت ور انسانانو لپاره پرانيزي.ولي بيابه يې هم سرچينه دهغه دين څخه وي كوم چي دانسانيت دنېكمرغۍ لپاره را نازل سويدي
موږ ته ښائي چي دا ټكي هر وخت په يادښت كښي ولرو چي دا دين پدې تپ او تلاښ كښي چي موږ يې يوازي يوه وجداني عقيده وبولو او د هغې په لټه كښي سو دبرياليتوب تر درشله به مو ورنه سوي كوم چي دعباد اتو او د بشري ژوندانه لاري يې سره بيلي وي.
يادبشري ژوندانه د نظام اساسات ، د فعلي ژوند ډولونه ، او يا د اسلامي نظام له اړخو څخه بي تعلقه وي داسي نه ده . د برياليتوب لپاره انسانانوته د جنت زيرۍ هغه وخت وركولاي سو كله چي موږ وكولاي و د اسلامي شعايرو او عباداتو د بيانولو تر څنګ په معاصره ټولنه كي د يو عملي ژوندانه مثال د اسلامي قوانينو په هر اړخيزو اړخونو كښي رښتوني مشاهده او بيائي ټولنو ته وړاندي كړو. دا دين هغه دين نه دى چي قولاً يې خلګ وائي خو عملي برنامه ور سره نوي.كيداي سي ډير خلګ د همدې نظريې پيرو و اوسي خو اسلام هيڅكله داسي دين نسي كيدلاي . موږ درك كړي چي د وجداني عقيدې په چاپير كښي دي محدوده جلوه و ځلوي . او په ژوندانه كښي د داسي تپ او تلاښ په لټه كي سي چي ځانته يوه واقعي بڼه ولري چي د بشر د خلاصون په موخه له بيلابيلو سنجشونو او د يوه رښتوني حقيقت كوښښ وكړي نه يې دى كړي. چي دا خپله د انساني فطرت او حقيقي اسلام منافي بلل كيږي.
د اسلام سپڅلي دين خپل ځانته داسي ځانګړني لري چي يهوديت او عيسويت دواړه ورته عاجز دي . لهذا موږ ويلاي سو دواړه دينونه چي د وجد اني عقيدې په كړۍ كښي محدود دي چاره نلري چي دادين دي د وجداني عقيدې په ښكيل كښي په ځان كي مدغم او يا هم منلي وبولي . اود ژوندانه د چارچوبه په پراخ ميدان كښي ځيني متاثر سي . او د يوه ريښـتوني دين د عقيدې ، نظريې او عملي برنامې د تطبيق څخه دواړه ياد سوي دينونه برخودار وي . او د بشري ژوندانه د مستحكم نظام لپاره دي اساسات ولري . لهذا د بشري ژوندانه د ستونزو د هوارولو تر څنګ په عبادتي اړخ كښي اسلام دلمړنيو ګامونو د پورته كولو لپاره لمړنى اساسي دين دى چي دې كړنو ته ثابت قدمه پاته كيږي. همدغه قرباني لرونكي هدفمند دين دى چي د خپلو اصولو د تعميل په پايله كښي هر وخت پيروز دى . او كومه ماته نه مني.
كمال اتاترك ددې له منځه وړني لپاره تر ډيره لوړ ځايه ورسيد د تركيې اسلامي خلافت چي په هغه وخت كښي د استعمار ګرانو تر بريد لاندي وو د اتاترك لخوا د هغه د سكولر ريفورم په پايله كښي د همدې استكباري صف په سركي قرار پيدا كړ او تركيه يې د پياوړي قدرت په توګه مطرح كړه . دين يې له حكومت څخه بيل كړ . اروپائي قوانين يې د استفادې وړ و ګرځول او د اسلام پراخ بنسټه دين يې په يوه محدوده كړۍ كښي را ايسار كړ. او هغه يې د اسماني قانون په پرتله يو شخصي دين و باله .
پسله هغه قاطعانه برياليتوبونو چي كمال اتاترك د خپلو كوښښونو په پايله كښي په وجود راوړي ؤ هغه تپ او تلاښونه چي د سبا لپاره هم دا هڅي د اسلام د ريښود بيخه ايستلو لپاره ثابتي كړي . نه يوازي تركيه بلكه ټول اسلامي هيوادونه په بشپړ ډول له ديني اساساتو خلاص كړي . او له دې لاري يې وكولاي سول چي اسلام د يو اسماني دين په توګه نه بلكه د عام ذهنيت لپاره د يوې ساده مفكوري په توګه تثبيت كړي او له هغه منزلته يې را وغورځوي كوم چي پخپل اساسي موقف كـښي قرار لري.
ارزښتونه ، مفاهيم ،ډسپلين او نظام يې بي ارزښته ګډوډ سي . خلګو ته يې عملاً وړاندي كول چي دائي د يوه رښتوني عقيدوي جريان د سقوط په موخه تيروتنه كول .
ددې ټولو هڅو سره چي د اسلام په وړاندي د اتاترك ريښه وه د اسلام د ړنګيدو پرته بل څه وه او يا پرته له دې چي د اسلامي نهضت د غړو د ټكولو او وهلو په پروسه لاس پوري كړي نو بل څه وه؟
تا سو و ګورئ د نړۍ په ګوټ ګوټ كښي جګړيز ، متخاصم او بي رحمه قوتونه چي د اسلامي نهضت د غړو د ټكولو په لټه كښي وي د نوموړي اسلامي نهضت له غړو څخه د ويري پرته به بل څه وي؟ چي دوي يې كوي . هغه نهضت چي د نړۍ پر مخ د يوې داسي لاري پرانستل پر كار اچوي څو له همدې لاري و كولاي سي د رښتونو حقايقو په بربنډولو سره د كائناتو د پيژندني ، د حقايقو په وړاندي كولو د انساني ژوندانه اساسات په منظمه او سپېڅلي توګه پلي كړي جلو ګيري يې كړيده. ولي موږ پوهيږو چي دا دين يو حقيقت دي همدا كافي ده چي د همدې دين ريښې دومره ژوري تللي چي همدا كوښښونه او ضربې ئې هيڅكله په پرې كولو نسي توانېدلاى.
هيڅكله هم ددين په تعميل كي حقيقت نسي زغملاي كوم چي د بشري ژوندانه لاره يې تعينه كړيده . د اسلامي دين پاسبانان دې ته متوجه دي چي په زيات سرعت سره د خطر دا زنګ احساس كړي . او د انساني ژوندانه لپاره د نجات يوه داسي لار ولټوي تر څو د اسلامي دين پيروان بيرته د(( السته)) لوري ته مخه كړي او هغه اسلوب پرځان عملي كړي كوم چي د سپيڅلي قران په ليكلو كښي يې انسان د نيوي او اخروي روښانه ژوند په كولو سره ګمارل سوي دي.
پريشانه زړونه ، ناقراري خبرې په ستومانه حال كښي د نجات لاري ته نجات وركوونكي هڅي لټوي ، ناري وهي همدا پيغام عامه ذهنيت ته وركوي او ورته وائي
چي اي انسانانو بيله دغه اسلامه بله داسي لار او دين په معاصر وخت كښي نه دى موجود چي تاسو ته د رفا او خلاصون لاره پيدا كړي . بل داسي نسي مشاهده كيدلاي او نه هم كوم قانع كوونكي منطق له ځانه سره لري.
هغه اړتياوي او ارزښتونه چي موږ ددې او دې لاري څخه د انساني ژوندانه د نجات لپاره په يوه رښتوني احساس وينو متيقين يو چي دا يو رښتوني حقيقت او روښانه راتلونكي لري. هغه كړنه او عمل چي ددې دين لپاره يو ښه راتلونكي ټاكي ، د دعوت او بلني لار پرانيزي و لوكه دښمن ئې هم وي كه وغواړي او كه ونه غواړي چي پدې سپېڅلې لار كښي يو لاروي سي بيا ئې د مشكلاتو لپاره ډيري ښې لاري وروښوي او هيڅكله د دې لاري له اسلوبو څخه بلي لاري او عقيدې ته ميلان نسي كولاي ددې امكان سته چي بشريت په شرق او غرب دواړو كښي د ګمراهيو په لور مخه كړيوي او له بيلابيلو تجريبو په پايله كښي بې سروسامانه د بې چوپانه رمې په شان ګرځي را ګرځي او په يو نواخته ډول سرګردان وي خو موږ دا اطمنان وركوو چي د سرګردانۍ دا تجريبې به ختمي سي . په پوره توثق سره ويلاي سو چي اسلام په پاي كښي بياهم پيروز او بريالى دى.
د اسلام د رښتوني تثبيت لپاره همدا ټولي تجريبې په يوه سرناخلاصه دايره كي ځاي پرځاي راڅرخي او ځانته د وتلو بله لاره نلري . د تجريبو د استحصال او دوام لپاره همدا جوړه كړل سوې دايره (كړۍ) عبارت له هغه تخيل څخه دي چي د بشري ژوندانه او بشري تجريبو څخه هغه پايله اخلي كوم چي ناپوهي ، نفسي غوښتني او خوار ځواكي او بشري اړتياوو په تر سره كيدو سره له همدې دايرې څخه ځان خلاصوي . د تخيل په غرض ولاړي دغه ټولي كړني موږ ته دا تجريبه را كوي چي د يو بل حقيقت پر لوري مخه كړو او هغه پوره ، محكم بيلابيل اصول انسان پالونكي او بشر پالونكي اصول زده كړو كوم چي : د جهالت ، نيمګړتيا ، څوارځواكۍ ، نفسي غوښتنو په عوض يې علم ، كمال ، قدرت او حكمت وي اساسي بنياد يې همدا اصول دي انسانان د خداي د بندګۍ او امر وړني و دايرې ته را ښكيل كړي او د الله ((وحده لاشريك له)) لاره ونيسي.
ددې پاكي او مقدسي لاري نښاني هغه ممتاز صفتونه دي چي د ژوندانه پراسلوبوسربيره انسانان ديوه نظام په سيوري كښي رهبري كوي چي ټول انسانان بايدديو معبود بندګي وكړي . ددې لاري پيروان به تل د خداي د لوئي ، پالني او حاكميت او يوازي والي د زړه په سترګو محسوس او مني نه يوازي د الله د يوازي والي په منلو سره خيالات ، تصورات ، ارزښتونه ، نظمونه ، قوانين ، ملكيتونه ، اخلاق ، او اداب حاصلوي . حال داچي په نورو غيري اسلامي نظامونو كښي لا دينه خلګ د لوي خداي د بندګۍ پرته و ځانته د نورو دينونو خدايانو ، اربابانو بيلابيلي بندګۍ كوي او د خداي لاره ئې پريښي وي . هغوې خپل معبودان بولي خيالونه او تصورات يې هم په هغوي پوري تړلي وي . د هغوي د قوانينو او اصولو پر لور يې مخه كړيوي همدغه كسان خپل اربابان پخپله جوړه وي او خپل ځانته پخپله د غلامۍ كړۍ اچوي او خپل واك د بي وسه اربابانو په واك كي وركوي او د هغوي په بندګي ((العياذ بالله)) معتقد دي.
موږ ټول هغه اصول او قوانين چي بنده د بنده غلام كوي د يوه جاهل نظام په توګه پيژنو و لوكه ددې نظامونو شكلونه په هر ډول كي چي وي او په هره ټولنه كي ،چي په هر وخت كي حاكم وي.
دا نظامونه پر هغو اساساتو ولاړ دي چي د تر سره كيدو او بشر ته د خلاصون په موخه ددې مځكي د كرې په يوه برخه كښي بې د اسلام له نظامه بله لاره نسته . كوم چي ديګانه الوهئيت د خداي تر اوامرو لاندي د بندګۍ لاره غوره كوي . بنده ګان د بندګانو د بندګۍ له منګولو را باسي ، د بنده ګانو جوړ كړل سوي شرير عبوديت او د بندګۍ شرير ربوبيت ختموي او د يوه واحد لاشريك ذات نظام پر مځكه حاكم كوي . نو پردې اساس ويلاي سو چي عبوديت يوازي او يوازي پدې ليدونكو او نا ليدونكو كائناتو كښي پراخ يوازي د الله جل جلاله لپاره دى چي پخپل ذات او صفاتو كښي سارى نلري .
ال عمران
يعني دغه كافران د الله [ج] د دين څخه پرته د نورو دينونو په ديوالونو كښي را ايسار دي حال داچي د مځكو او اسمانونو او سيدونكي پخپله خوښه او يانه خوښه د خداي د خداي په فرمان د يوه الله لور ته رجوع كوي.
د اسلام د مقدس دين اساسات او مقدرات د نړۍ له كوم تاريخي دوران څخه سرچينه نه اخلي ځكه چي دا نظام هيڅكله د يوه محلي نظام زيږنده نه دى مربوط په كومه ټولنه پوري نه دي ، محدوده په يوه نظام يا نژاد پوري نه دي ، بلكه دا دين دائمي دين او ددايمي اصولو او مقرراتو لرونكي دي ، چي خداي د انساني ژوندانه د سالميت لپاره غوره كړيدي. ترڅو د بشر پر پوره ژوندانه د راوڅرخي كوم چي په هغه كښي د الله خوښي نغښتي ده .دادين يو داسي اساسي نظام تشكيلوي چي ټاكلي منظم تعينات په كښي ښكاره دي. كوم چي الله يې غواړي . او انسان يې په پلي كولو سره د عزت ، وقار ، خيررسان سړي په توګه را څرګنده وي.
د ژوندانه دا اساسات پر حقيقت ولاړ دي .خداي پيداكړ جهان چي انسان يې په وړاندي ورته پيدا كړي دي . دانسانانولپاره د فطري قوانينو يوه دايمي پروسه ده چه ښه والي يې په تخليق او كائناتو كښي حكم فرما دي . چي د نن او سبا لپاره به لا حكمران وي . انسان چي ددې فطري قانون په لړ كښي په ځينو مواردو كي د ستونزو او كړاوونو سره لاس او ګريوان دى خپله د انسان تخطي له همدې قانون څخه ده او لكه څه ډول چي ښايي په هماغه ډول يې د جهان د فطري قانون تابعداري نه ده كړې.
انسانان بايد ددې فطري قانون ټول مواد پروخت او زمان پر خپل ځان تطبيق كړي يعني د يوه مسلمان په توګه بايد د خداي پر مځكه د بندګۍ لاره ځانته غوره كړي. تر څو ټول هغه جوړ كړل سوي موازن چي ددې فطري قانون په لړ كي قرار لري پلي سي ددې پلي كېدو لپاره د انسان عيار تيا او ساتنه يوه حتمي خبره ده دا كړنه چي په انسانانو كي د ګمراهيو په لار كښي ورك دي يو ښه بشارت به ورلره وركړي . جاهليت چي زموږ دين قطعاً له هغه سره اړيكي نلري . د همدې جهالت د ريښو د ايستلو د پاره اساسات جوړ كړيدي يوازي ددې لپاره چي انسان يوازي د واحد او لا شريك ذات بندګۍ وكړي نويې د انسانانو لپاره د فطري قانون په رڼا كښي د اسلام د مقدس دين تګلاره غوره كړيده.
ټول هغو خلګو چي د خداي د دين په وړاندي يې د مقاطعې لاره نيولي پر ځان د يوه حاكم حكم په توګه ومني . چي هغه د طبيعت قوانين او د هغوي د فطرتي جوړښت سره سم ځانونه جوړ كړي. او دا بايد درك كړي چي د طبيعت ضد قوانين ، د فطرت ضد قوانين باالاخره پخپله له فطرته سره سر نخوري او په ټكر كښي ور سره موښلي. ددې تصادم د ټكر پايلي ښائي ډيري خطرناكي وي چي انسانان به يې پخپله وويني.
موږ ته دا حقيقت دا ډاډ راكوي چي كه خلګ په اساني سره د خداي و لورته مخه كړي بيله شكه ، بيله فريبه دغه دين په راتلونكي كښي د انسانانو لپاره ديوه سر لوړي را تلونكي منتج وي.
همدا ډول موږ يقين لرو چي دا دين هغه دين دى چه په كره ډول د انساني ژوندانه اساساتو ته يو واقعي رنګ وركوي چي په عملي كولو سره يې انسان ته د ټولو رښتنو شئونو تضمين وركوي . ټول كوښښونه چي ددې لاري لپاره پركار وړله كيږي او ددې تګلاري پيروان د انحراف پر تور ورسوي له ماتي سره مخامخ كوي او فرصت نه وركوي چي د صليب پروسې دي برلاسي سي . ځكه نو انسانان بايد ددې دين په عملي كولو سره بي تفاوته پاته نسي.