کور / تازه خبرونه / فاروق وردګ ،کندهارکې ازموينه قانوني بڼه نلري

فاروق وردګ ،کندهارکې ازموينه قانوني بڼه نلري

دپوهنې وزيرډاکترفاروق وردګ خبرورکړچې دوزارت له پرېکړي پرته دښوونځيوله زده کونکوڅخه ازموينه واخيستل سي هيڅ قانوني بڼه نلري .
کندهاردهيوادپه ګرم سيروسيموکې ګڼل کيږي چې کلنى ازموينې يې  دجوزا دمياشتې په پنځلسمه نېټه پلېږي .
خوپدې ولايت کې دنږدې ټولوښوونځيوزده کونکوته ويل سوي چې غوايي پر١٣نېټه يعني نن (يکشنبه )به ورڅخه ازموينه اخيستل پيلېږي .
زده کونکې وايې چې دازموينې لپاره هيڅ ډول چمتوالى نلري خودپوهنې درياست له لوري ورته په ناببره توګه ويل سوي چې دازموينې لړى پلېږي .
دکندهارداحمدشاه بابا،ظاهرشاهي ،ميرويس نيکه ،سيدجمالدين افغان ،زرغونې آنااوځينونورولېسوزده کونکې اوکورنۍ يې اندېښمن دي چې دقانوني ټاکلې مودې څخه به مخکې ازموينه اخيستل دزده کونکوپر وړتيا يوناوړه اغېزوکړي .
که څه هم ددې کارداصلي علت په اړه دکندهاردپوهنې درياست چارواکوپه رسمي ډول څه ندي ويلي خوزده کونکې وايې چې دلېسو د مديريتونو له لوري ورته ويل سوي چې په سيمه کې دروانوناامنيوله کبله ترټاکلې مودې مخکې ازموينه اخيستل کيږي .
پخپله پدې برخه کې دکندهاردپوهنې درياست چارواکوخپل دريځ ندي په ډاګه کړي خوزده کونکې وايې چې دوى ته نن يکشنبه دغوايې ١٣ دازموينې نېټه اعلان سوې .
زياته هڅه مووکړل چې پدې باب دپوهنې درياست دچارواکونظرواخلوخوڅوک جواب ويلوته چمتونه سول .
دپوهنې وزيرډاکترفاروق وردګ لراوبرته  وويل چې دوى دغسي هيڅ تصميم تراوسه  ندي نيولى خودوزيرانوشوراته يې داجنډاپه سرکې دغه موضوع ټاکلې اوياده سوې  شوراکې به پدې باب پريکړه کيږي.
وردګ زياته کړل چې (په کندهارکې دوزرات له پريکړي پرته دښوونځيوله زده کونکوڅخه هرډول ازموينه اخيستل قانوني بڼه نلري) .