کور / شعر / شعر او ادب

شعر او ادب







توره اوښکه


عادل اڅکزی / چمن






 

 
استعداده ؛ ستا د قتل بازار تود دی
په دې سيمه کي دکرکي روزګار تود دی
زوړ محل چي مي اباد کړلو په مينه
د وحشت باندي پر څه اوس يلغار تود دی
ذايقه او مېکده به څنګه ورکړي
چي په وينه د ساقي يې خمار تود دی
د قربت  د لاري  ور  يې  ورتړمه
د چا زړۀ چي تل  د بل په ازار تود دی
د سړې افسانې وخت لمن کړه ټوله
حقيقت دی راختلی کردار تود دی
څه دي خيال دی د ړندو سترګو موريده؟
د تنکي پير په حلقه نن دربار تود دی
ستا د هجر تر بې شمېره ماښامونو
د وصال ښکلی منظر او سهار تود دی
له ذاهد څخه په پټه دا پوښتمه
پايزېبي شرنګ او که پړی د دار تود دی
د زخمونو خلې مي وازي ستا ثنا ته
دي نيولي په دې نيت چي انکار تود دی
د ضمير پر سپينه پاڼه سور تحرير مي
ازانګې پاشي غوږ و ته کشتيار تود دی
طرفدار چي د يوې خبري زه سوم
ځکه يؤ ياد مي پر زړۀ د نګار تود دی
نه دي عقل نه دي نکل ته محتاج يم
تش د ميني و نظر ته مي څار تود دی
دا سيالي نه ده عادله ؛ بدبختي ده
چي په وير کي دخپل ورور دي سيتار تود دی


 


غزل  


خان محمد ( سيـند)


ګراني مانكريزه كړه لاسونوكي مي ساته
ژاوله مي كړه چيچه مي غا ښونوكي مي ساته


ځان مي ستا غمونوكي تور كاڼي درنجو كړلو
اوړه مي كړه دسترګو په كونجونو كي مي ساته


زه خو دي ياري كي ليوني شوم ګراني ته وايه
حل مي كړه سوال يم جوابونو كي مي ساته


دلته خو دچم ملك په مينه قدغن ايښي
خيال ساته جانانه په رمزونو كي مي ساته


ژونده ځان سره به دي سپرلي غوندي ښايسته كړمه
پام دغو ګاګيرو اجلونوكي مي ساته


رنګ خو مي نا ترسو دوطن په رنگ پري نه ښودو
اي دقام كاتبه كتابونو كي مي ساته


مامي دمقتول بدن كسات ارام ته نه پريږدي
يو سرګردان روح يم په يادونو كي مې ساته



 


 


 


 لالهاند


حكيم رحمتي ګيلانوال


دا خوره وره په ټول عالم باندي تياره ده
كه يوازي زما په سر باندي سپره ده
دغه سوي اسوېلي دي چي د زړونو پورته كېږي
چي نن ترې جوړه د خزان سېلۍ سپېره ده
په دې لاره چي تېريږي لږ دمه شي
زما له ځوانو هيلو دلته جوړه هديره ده
پورته له هر ځايه ټوله شپه مو مشالونه
خوار وطن مو ګرځېدلى يوه لمبه ده
څيري ګرېوان هره كوڅه كي لالهانده
د حكيم د هيلو پاڼه نن په خاورو كي پرته ده


 


هغه څه شول


داکتر عبدالوحید احدی


چی خبري دقرآن او دحدیث جهادي لويی څیري وي هغه څه شول
چی همیشه به پورته کړي دتکبیر لوړي ناري وي هغه څه شول


چی دجهاد په پاکه لاره شهادت يی لوړ مرام و
سره خیرسان يی و شړلي پورته شوي قا فلي وي هغه څه شول


اسلا مي نظام ددوی آرمان و دراتلو به يی وعدي وی
رهبران یی ځان بلل ښکلي ږیري جګي شملي وي هغه څه شول


پري ویا لړي هر مسلمان و امت ټو ل ددوی په هیله
نران هرڅه ته تیارو ښځو وقف کړي خپلي کڼی وي هغه څه شول


اسلامي خلافت به راژوندی کیږي د هرچا وه دغه هیله
خو افسوزنن ګونګی دی هغه ژبي چو پي شوي پرونی خولي وي هغه څه شول


چی ناري به د تکبیر وي نن لاسونه وهل کیږي
دریشی دی په تن شوي نیکتايی په غاړو که پرتي وي هغه څه شول


نن هر څه دی بدل شوی پرونی خبري نشته
نه لنګی شته نه پکول چټ شوي هغه ږیري چی اوږدي وي هغه څه شول


په مخونه به له ورایه د تقوی ډیوه وه بله
نن راوتلي شنه مخونه په شان جوړي قیا في دفرانسي وي هغه ځه شول


په اوږدو ګیرو ببرو څڼو به پراته ګردونه دسنګر وه
دننګ ملا به تړل شوی پورته شوي به لستوڼي او پایڅي وي هغه څه شول


قو ماندانان خو دجهاد و داصحا بو به کیسي وي
اولادونه دهغوی نن ژباړونکي د اتلاف او امریکي وه هغه څه شول


احدی هر چا چی تغیرکړي خپله لاره خپله ژبه
ذلت يی دی په برخه له هرلوري ورته جوړي پلمي وي هغه څه شول


 13-02-88