ورځپاڼو ته کتنه

34 | مې 5th, 2009


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په واشنګټن کې د افغانستان پاکستان او امریکا ترمنځ په درې اړخیزې غونډې تبصره کړې او هغه يې په سیمه کې د شتو ستونزو د حل لپاره وروستې فرصت بللې دې.

ورځپاڼې دامریکا او حزب اسلامي ترمنځ د خبرو مسله هم راغستې او لیکلي دي چې پدې خبرو کې چې د هالبروک په حضور کې په دوبۍ کې کیږي دواړه خواوې د راتلونکو انتخاباتو په شفافیت او د بهرنیو ځواکونو د حضور په څرنګوالي خبرې کیږي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د انتخاباتو په اړه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یو څیړنیز مطلب په حواله لیکلي دي چې ولس مشر کرزې په راتلونکو انتخاباتو کې د خپلو رقیبانو په پرتله چې له ښه انسجام نه بې برخې دي د بري زیات چانس لري.


د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په واشنګټن کې د افغانستان پاکستان او امریکا ترمنځ درې اړخیزې غونډې ته په اشارې لیکلي دي چې ولس مشر کرزې به له خپل پاکستاني سیال سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ موافقه لاسلیک کړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم په همدې غونډې تبصره کړې خو ددې غونډې په درشل کې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر پدې څرګندونو کلک انتقاد کړې چې ویلي پاکستاني طالبانو ته وسلې له افغانستان نه راځي.

ورځپاڼې په دوام کې د رحمان ملک دا څرګندونې د نړیوالو د غولولو لپاره یوه ناکامه هڅه بللې ځکه د ورځپاڼې په وینا ټولو ته ښه روښانه ده چې وسلې له کومه ځایه چیرته ځي.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې هم په یو مطلب کې په واشنګټن کې د افغانستان پاکستان او امریکا د مشرانو ترمنخ په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره د ولس مشر کرزي په سفر تبصره کړې خو پوښتلې دي چې ښاغلې کرزې به له څه ډول بریا سره راستون شي.

ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې دا خبر ورکړې چې د رسنیو نوې قانون د دریم ځل لپاره ملي شورا ته استول کیږي.

په ورځپاڼه کې د رسنیو د ازادۍ د اونۍ په اړه هم یو مطلب خپور شوې او لیکل شویدي چې د رسنیو د ازادۍ په اونۍ کې د هشت صبح ورځپاڼه دوه ځلې ګواښول شوې.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم خپل زیاتره مطالب رالتونکو انتخاباتو او د کاندیدانو ترمنځ روانو سیالیو ته ځانګړې کړي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې د کاندید په سر په ملي جبهه کې رامنځ ته شویو اختلافاتو ته په اشارې ددې جبهې د غړو په حواله لیکلي دي چې کرزې ددې جبهې په پاشلو کې پاتې راغلې.

ورځپاڼې د خپل دوهم مخ په یو څیړنیز مطلب کې د افغانستان د راروانو انتخاباتو په اړه د امریکا د دریځ د پلټلو هڅه کړې او لیکلي دي چې ایا واشنګټن به له ولس مشر کرزي نه ملاتړ وکړي.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په وروستیو حالاتو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې بیا په واشنګټن کې د افغان پاکستاني او امریکايي مشرانو له درې اړخیزې غونډې نه د خلکو په هیلو او توقعاتو رڼا اچولې ده.

خو اصلاح بیا د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر څرګندونو ته په اشارې لیکلي دي چې پاکستاني ملکان د خپل بام واورې د افغانستان په بام اچوي.


د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په سیمه کې روانه جګړه د پښتنو د ماضي او راتلونکې په خلاف جنګ بللې دې.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام د طالبانو لخوا د پښتنو د مشرانو وژل ، د ښوونځیو سوزول ، د رحمان بابا د مقبرې الوزول او د پښتنو د پرمختګ په وړاندې د نورو لارو بندول هغه هڅې بللې چې په سیمه کې د پښتنو د کلتور تاریخ او د راتلونکې د له منځه وړلو په هدف روانې دي.

Copyright Larawbar 2007-2024