کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

.
نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د میې د میاشتې ۶ نیټه.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د افغان پاکستاني او امریکايي مشرانو درې اړخیزې ناستې ته په اشارې چې نن په واشنګټن کې پرانستلې کیږي دا پوښتنه کړې چې دا ناسته د ثبات لپاره ده او که د مخه ښې لپاره.
ورځباڼې پخپله یوه بله تبصره کې د امریکا د لوې درستیز مایک مولن په حواله لیکلي دي چې افغانستان د هغوې اصلي لومړيتوب دې.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د هغه په حواله لیکلي دي چې په پاکستان او افغانستان کې د طالبانو پرمختګ مخ په زیاتیدونکې ګواښ دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په راتلونکو انتخاباتو او د هغې په وړاندې په شتو امنیتي ستونزو تبصره کړې او هغه يې له یو بل سره تړلي بللې دي.
د انیس دولتي ورځپاڼې بیا د افغان پاکستاني او امریکايي مشرانو د درې اړخیزې ناستې په اړه د افغان کارپوهانو نظرونه راټول کړي او د هغوې په حواله يې لیکلي دي چې دا خبرې کیداې شي برخه لیک ټاکونکې وي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په وروستیو سیلابونو او زلزله کې د زیانمن شویو خلکو په حالت تبصره کړې او دوې ته يې د زیاتې پاملرنې او مرستې غوښتنه کړې ده.
ورځپاڼې په یو مطلب کې د هلمند د امنیتي حالاتو په اړه ددغه ولایت د والي په حواله لیکلي دي چې امنیت د ټینګیدو په حال کې دې.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې په فراه ولایت کې د پوځي عملیاتو په مهال د عامه خلکو مرګ ژوبلې ته په اشارې د فراه د ولایتي شورا په نقل لیکلي دي چې نړیوال ځواکونه تل له یوې سیمې نه د طالبانو د ویستلو لپاره له هوايي ځواک نه کار اخلي چې په پایله کې عامه وګړي وژل کیږي.
دې ورځپاڼې هم د امریکا د لوې درستیز د څرګندونو ځینې برخې راغستي چې ویلي دي اوس يې وخت دې چې په افغانستان کې د ستراتیژیکو اهدافو په برخه کې هڅې متمرکزې شي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په راتلونکو انتخاباتو کې د پي آر ټي یا د ولایتي بیارغونې د ډلو په رول تبصره کړې او پوښتلي دي چې دوې په رښتیا هم د انتخاباتو شفافیت ته ګواښ دې او که څنګه؟
د افغانستان ټایمیز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې د راتلونکو انتخاباتو په شفاف او عادلانه توګه د ترسره کولو په مسلې تبصره کړې. او لیکلي دي چې خلک باید په پراخه توګه په انتخاباتو کې ګډون وکړي.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي چې چارواکي باید د خلکو د ګډون لپاره امکانات برابر کړي ځکه د ورخپاڼې په وینا د طالبانو د کنټرول لاندې سیمو کې د انتخاباتو ترسره کول نا ممکنه دي.
ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د زیاتولو مسله راغستې او پوښتلي دي چې ایا له دې سره به تاوتریخوالې زیات شي؟
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان او پاکستان کې د وسلوالو فعالیتونو ته په اشارې د لویدیځ د یوې ورځپاڼې په حواله لیکلي دي چې د دواړو هیوادونو مشران کمزوري دي او د خپلو هیوادونو په چارو بشپړ کنټرول نلري.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په ځینو دولتي چارواکو دا انتقاد کړې چې پخپلو چارو کې ناغیړي کوي او دا پخپله د قانون خلاف ورزي ده.
ورځپاڼې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د خبریالانو د کار په وړاندې شتو ستونزو ته په اشارې لیکلي دي چې پدې سیمو کې د خبریالانو فعالیتونه محدودیږي.
د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خبرې کړیدي.
هیواد پخپله سرمقاله کې د افغانستان پاکستان او امریکا ترمنځ درې اړخیزې غونډې ته په اشارې چې په سپینه ماڼۍ کې جوړیږي لیکلي دي چې ترورزم سیمه او نړۍ ګواښوي او پکار ده چې د هغې په وړاندې د مقابلې لپاره یوه موثره ستراتیژي جوړه شي.
خو اصلاح بیا د واشنګټن له غونډې نه د افغانانو ځینې هیلې منعکس کړي او لیکلي دي چې خلک غواړي د سولې بهیر ګړندې شي.
د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا په تیرو اوو کلونو کې په سیمه او له هغې نه لرې د ترورزم فعالیتونه څیړلي او لیکلي دي پداسې حال کې چې یو زیات شمیر هیوادونه د ترورزم له طاعون نه زوریږي. خو بیا هم ددې ستونزې د هواري لپاره کومه لار نده موندل شوې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د بشر د حقوقو د تیریو موضوع څیړلې او پدې ترڅ کې د بشر د حقوقو ددفاع په ادارو هم انتقاد کړې دې.