ګډه اعلامیه: افغانستان،پاکستان او امریکا د ګډ دښمن سره مخ دي

52 | مې 7th, 2009


 د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې اغلې هیلري کلنټن ویلي دی چې افغانستان،پاکستان او امریکا د ګډ دشمن سره لاس او ګریوان دي


د حامد کرزي او اصف علي زرداري سره د ملاقات روسته یوې خبري غونډې ته د خبرو په مهال نوموړۍ زیاته کړه چې افغانستان او پاکستان کې د ثبات راوستل د هغې ځایې د حکومتونو سربیره د امریکا ذمه واري هم ده ځکه چې ددواړو هیوادونو امن د امریکا دپاره د ارزښت وړ دی ـ


هیلري د خپلو خبرو په اوږدو کې وویل چې ددرې واړو هیوادونو ترمینځ ننۍ غونډه کې په دې موضوع خبرې وشوي چې څنګه باید دغه ټول هیوادونه سره په ګډه کار وکړي ـ


په دې موقع ښاغلي حامد کرزي وویل چې دا د یوه ښه موقع ده چې د امریکا په څېر هیواد کې په پاکستان او افغانستان کې د ترهګرۍ د ختمولو په باب له خبرې کیږي ـ نوموړي زیاته کړه چې دترهګرۍ خلاف جګړه کې د اولسي خلقو د مرګ ژوبلې د ختمیدو دپاره باید په ګډه کار وکړل شي ـ حامد کرزي دا هم وویل چې که چېرې پاکستان په افغانستان باور وکړي نو موږ پخپله خپل حالات سمولی شوـ


ښاغلي زرداري د ولسمشر اوبامه په دې مننه وکړه چې د درې واړو جمهوري ملکونو دپاره یې د یو تاریخی کانفرنس تابیا کړی ده ـ زرداري وویل چې مونږ په دې خبره هم د امریکا مننه کوو چې دوي په پاکستان کې د جمهوري دولت د ثبات دپاره زموږ سره مرسته کوي ـ نوموړي زیاته کړه چې امریکا،پاکستان او افغانستان د ترهګرۍ ښکاردي ـ ترهګري د جمهوریت دپاره سرطان دی او ددې سرطان علاج خامخا پکار دی ـ


په دې ملاقات کښي د پاکستان او افغانستان ترمینځ په خپل منیځي روابطو او د سېمې په ستونزو خبرې اترې وشوې ـ

Copyright Larawbar 2007-2024