کور / تازه خبرونه / خپلواكي سرچينې: په فراه کی ۱۲۶ ملکیان وژل سوي دي

خپلواكي سرچينې: په فراه کی ۱۲۶ ملکیان وژل سوي دي


د نړيوال سره صليب كمېټې په فراه كي د امريكايي الوتكو په بمباريو كي د ۱۲۶ ملكي كسانو مړينه تائېد كړه.
د سره صليب د كمېټې يو هيئت چي پرون يې سيمه له نيژدې كتلې تائېد كړه چي امريكايانو طالبان نه، بلكي ملكي كسان چي ډېرى يې ښځي او كوچنيان دي په بمباريو كي وژلي دي.
امريكايانو او افغان حكومت په دې اړه د پلټونو د پيلېدو خبر وركړى، خو وايي د ملكي كسانو د مړيو دقيق شمېر نه دئ ورته معلوم.
د بالابلوك ولسوالۍ اوسېدونكي وايي امريكايانو په دې بمباريو كي درې كلي له بېخه نړولي دي.
د كلي هغه كسان چي له دې بمباريو ژوندي پاته سوي وايي امريكايي پوځيانو تر بمباريو وروسته په تلاښي كي په سپيو كليوال هم داړلي دي.
بلي خواته د ايتلافي ځواكونو وياند پر طالبانو تور لګولى چي د ملكي كسانو څخه د سپر په توګه كار اخلي، خو د بالابلوك ولسوالي اوسېدونكي وايي طالبان نه د دوى كلي ته ورغلي او نه هم په دې بريد كي وژل سوي دي.
د فراه چارواكي وايي څو ساعته دمخه يې بمبار سوي سيمي ته څرمه له طالبانو سره سخته جګړه كړې وه، چي ۲۵ طالبان يې پكښي وژلي وو.
د افغانستان جمهور رئيس چي په امريكا كي دئ، تر اوسه يې لا د فراه د بېګناه ملكي كسانو د مړېني په باب څه نه دي ويلي.