هيلاري كلنټن: د ملكي كسانو پر مړينه خواشينې!؟ يم

34 | مې 7th, 2009



د امريكا د بهرنيو چارو وزيري پرون د افغانستان د فراه ولايت پر ملكي قتل عام باندي خواشينې څرګنده كړه.
آغلي كلينټن بېله دې چي د امريكايي پوځيانو نوم واخلي او يا د پېښي په باب ډېره وږغېږي، فقط د فراه په ولايت كي د بېګناه كسانو پر وژني د خواشينۍ اظهار څرګند كړى دئ.
د فراه ولايت په بالابلوك ولسوالي كي درې شپې وړاندي امريكايي پوځيانو هوايي عمليات كړي چي د سره صليپ د نړيوالي كمېټې د رسمي شمېرنو له مخي ۱۲۶ ملكي وګړي پكښي وژل سوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024