کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د میې د میاشتې ۷ نیټه.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې دوام او د فراه ولایت د بالا بلوک په ولسوالۍ کې وروستۍ پیښې ته په اشارې لیکلي دي چې د ملکي خلکو مرګ ژوبله د ترورستانو دریځ پیاوړې کوي.
ورځپاڼې په عینې حال کې دا خبر هم ورکړې دې چې ولس مشر کرزي د بالابلوک د پیښې په فوري توګه د څیړلو امر کړې دې.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په ټولنه کې د افغان میرمنو په رول تبصره کړې او پدې ترڅ کې د ولس مشر کرزي د دوهم مرستیال په حواله لیکلي دي چې میرمنې هغه امتیارات چې باید ولري نلري.
د هیواد دولتي ورځپاڼې هم د عامه خلکو د مرګ ژوبلې مسله راغستې او پدې ترڅ کې په فراه ولایت کې د لسګونو ملکي وګړو په مرګ ژوبلې تمرکز کړې او هغه يې یوه غمیزه بللې ده.
ورځپاڼې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د دریدو مسله هم څیړلې او لیکلي دي چې د کاندیدانو شمیر اوولسو ته ورسید.
ورځپاڼې په واشنګټن کې د ولس مشر کرزيد څرګندونو دا برخه راغستې چې د ترورزم په خلاف د روانې مبارزې او د خلکو د ملاتړ د جلبولو په اړه يې کړیدي.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په فراه ولایت کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په سر د ولسي جرګې د غړو غبرګون راغستې او د هغوې په حواله يې لیکلي دي چې په افغانستان کې دې د بهرنیو ځواکونو حضور قانوني شي څو د هغوې فعالیتونه اصولي بڼه غوره کړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم په همدې مسلې تبصره کړې او لیکلي دي چې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې عاملین باید محاکمه شي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په امریکا د افغان ولس مشر حامد کرزي په حواله لیکلي دي چې د طالبانو د بیا ظهور اصلي علت دادې چې په پاکستان کې د هغوې د مرکزونو په خلاف جدي مبارزه نه کیږي.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې د افغانستان د روان جنګ کنټرول ستونزمن شوې دې.
ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې د افغانستان جنګ یو داسې کشمکش دې چې د واشنګټن لپاره يې کنټرول ګران دې.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په حواله لیکلي دي چې په پاکستان باندې باید زیات فشار راوستلې شي څو د تند لارو پر ضد دقیقه مبارزه پیل کړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د عامه خلکو په مرګ ژوبلې پخپله تبصره کې لیکلي دي چې ولس تر کومه وخته قرباني ورکړي.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې په واشنګټن کې د ولس مشر کرزي په وینا تبصره کړې او د هغه په حواله يې لیکلي دي چې افغانان نه غواړي د نورو د اوږو بوج شي بلکه غواړي خود کفا شي.
خو اصلاخ بیا په افغانستان کې د پوهنې او لوړو زده کړو د پیاوړې کولو په مسلې تبصره کړې او په کابل کې د الاظهر انسټیټوټ پرانستلو ته په اشارې لیکلي دي چې پدې برخه کې باید زیاتې هڅې وشي.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د ولس مشر کرزي په حواله لیکلي دي چې په پاکستان کې د طالبانو پرمختګ په افغانستان کې هم امنیت ګواښوي.
ورځپاڼې د ولس مشر کرزي د مرستیال په تګه د مارشال فهیم د ټاکلو په اړه د پورته شویو پوښتنو په ځواب کې د ښاغلي کرزي په حواله لیکلي دي چې فهیم په افغانستان کې د ثبات او ملي یوالې فکتور دې.
دې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د عامه خلکو په مرګ ژوبلې تبصره کړې او لیکلي دي چې ددې حالت دوام به بهرنیو ځواکونو ته ناسمې پایلې له ځانه سره ولري.