کور / تازه خبرونه / اشرف غني احمدزى نن خپل نوم د ولسمشرۍ د څوکۍ د پاره ثبتوي

اشرف غني احمدزى نن خپل نوم د ولسمشرۍ د څوکۍ د پاره ثبتوي

ډاکټر اشرف غنی له خپلو مرستيالانو سره د ۱۳۸۸ام کال د جمهوري رياست د انتخاباتو لپاره خپله کانديداتوري ثبتوي.
اشرف غني له خپلو مرستيالانو سره يو ځای د جمهوري رياست د انتخاباتو لپاره په رسمي بڼه د خپلې کانديدۍ د ثبت په موخه د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ته ورځي.
اشرف غني او مرستيال به يې د خپلې نوم ليکنې په تعقيب ولس ته د يوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې پيغام وړاندې کوي، چې د رښتيني ولسي او اغېزمن دولت د جوړولو، د متحرک اقتصاد او کاري زمينو د ايجاد او دده لس-کلنې او شل-کلنې ستراتيژۍ او پلان پر بېلابېلو اړخونو به راڅرخېږي.


د اشرف غني مطبوعاتي دفتره له خوا په رارسېدلې يوه خبر پاڼه کې
د ټولو رسنيو ټولو او ژورنالستانو ته په دغه کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکول شوې ده


وخت او نېټه: د سهار  11:00يا 11:30 بجې، د غويي ۱۷مه، ۱۳۸۸
ځای: د انتخاباتو خپلواک کمېسيون، پکتياکوټ، د څرخي پله سړک، کابل