کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د عبدالله د کانديدو سره دفهيم مخالفت او د جبهې ګتي

د عبدالله د کانديدو سره دفهيم مخالفت او د جبهې ګتي

دډاکټر عبدالله له کانديدو سره دمارشال قسيم فهيم مخالفت اوترشايې دملي جبهې ګتې .

 دروسانو له يرغل څخه وروسته چې کله افغان مسلمان اوباتور اولس دښکيلاک ګرو فوځونو په وړاندې په ټينګ ايمان سره دهيواد دآزادى په خاطر په خالي لاس په مقدس جهاد پيل وکړ او يوشمير جهادي تنظيمونه دافغانستان څخه بهر جوړ اودمختلفو پرګنورهبري يي په لاس کې ونيوله .

بل آخره روسان مختوري اودسختي شرميدونکي ماتې سره مخ او دافغانستان پريښودوته اړ شول او يوڅوکاله وروسته دروسانو  لاس پوځي رژيم دمجاهدينودجهاد ددور دحکومت دداخلي اختلافاتو په وجه رانسکور شو.

څرنګه چې جهادي تنظيمونودجهاد په دوران کې هم پوره اندازه خپل منځي اختلافونه لرل دبهرنيانودلاس وهنو اوددوي ترمنځ داختلافاتو دزياتوالي په نتجه کې دجهادي ګوندونوترمنځ دقدرت اوچوکۍ ،جګړه پيل دکابل ښکلى ښار لوټې ،لوټې يوزيات شمير بي ګناه انسانان ټپيان ،معيوب او وژل شول اوګڼ شمير نور يې مهاجرتونوته اړشول .

تمه خوداوه چې دکمونيستي نظام اوځاي پرځاي به يومستحکم اسلامي نظام حاکم شي ولي برعکس ځاي يې ورور وژنې ،چورچپاول جنګونو،اوغلاګانو ونيو،اودجهاد ثمره او ديونيم ميليون شهيدانو سپيځلي آرمانونه له خاورو سره خاورې شول .

دظلمونو اوجنايتونو لړۍ  خپل وروستى پړاو ته ورسيده چې بلآخره طالبانو دهغوي په ضد پاڅون پيل اودلږ وخت په تيرويدو سره دپلازميني کابل په ګډون زيات ولايتونو ترخپلې ولکې لا ندې راوستل اودقدرت او چوکۍ پرسرجنګ کوونکي ګوندونو دپنجشير ولايت ته په شاتګ وکړ .

امريکاچې  دسپتپمبر په پېښه اوداسامه بن لادن نيول يي پلمه کړل په افغانستان يرغل پيل اودڅو ورځو پهتيريدو سره دملي جبهې په همکارۍ دطالبونظام رانسکور کړ .

دا هغه وخت وو چې دجبهې هريوګوند دپه زړه پورې چوکۍ دلاسته راوړلو هڅې کولې .

که څه هم ددوي ترمنځ پخوانى دښمني کرکې ،دښمنۍ اوکيني موجودوې وي ولې خود امريکي دنظامي ځواک اودبي دوه پنځوس ډوله جنګي الوتکو له ډاره مجبوروه چې په يوه دسترخوان سره کښيني .

دبڼ له موافقې وروسته دهيواد مهم وزارتونه او نور مهم پوستونه ددوي(دنظار شورا ) دغړو  په لاس کې ولويدل .

دهمدې قدرت څخه په استفادې سره دوي وکولاي شول چې پارلما ته هم خپل زيات استازي وليږى شي .

همداشان ددوي هريو دزيات شمير ډالروکوروو او حتى د شرکتونوخاوندان شول .

که څه هم دجمهوري رياست په تيرو ټاکنو کې هم دوي يوڅوکسانو چې ځانونه ټاکنوته کانديد کړي وو څرنګه چې شمير يي زيات وو  ويې نه شواي کولاي چې ټآکنې وګټي اوله بلې خوا ملت هم ددوي په اړه معلومات درلودل .

اوس مهال چې يوځل بيا انتخابات رانيږدي شوي دي داخو ملي جبهې ته معلومه ده چې وايې ((آزموده را آزمودن خطا است . ))

نويي  دخپلو خارجي بادارانو په خوښه او لارښوونه يوبل تخنيک په کار اچولى هغه داچې مارشال فهيم دعبډالله له کانديدو سره مخالفت وښود ترڅو له يوې خوا په راتلوونکي حکومت کې دګټونکي کانديد سره ښه ونډه ترلاسه کړي اوهم ملت او بهرنيانوته داوښيې چې که فهيم له عبدالله سره مخالفت نه واي کړي زموږ رايې زياتيدلې اودانتخابات موګټل .

اوهمداشان ددې کار څخه يې يوبل هدف دجبهي په وړاندې دمخالفينودپلانونو څخه باخبري ده ترڅو وکولاي شي معلومات ترلاسه کړي چې نور ګوندونه څه کوي اودوي بايد دهغوي په وړاندې کومه لاره خپله کړي .

داڅرګندحقيقت دي چې دوخت په تيرديدو سره حقيقتونه ښکاره اوڅيرې پيژندل کيږي افغان مسلمان اومجاهد اولس دامهال ددوي په رابطه پوره معلومات لري اوهيڅ وخت به بيا پرې اعتماد او اعتبار پرې ونه کړي .

تبصره نسته

  1. دا چې كرزي خپل مرستيالان فهيم او خليلي وټاكل، ډير سپك كار يې وكړ. انشاالله دا كار به ددې لامل شي چې خلك پدې پوه شي چې كرزي هغه احمق چې و، هغه اوس هم دى . پدې كار سره د ملي جبهې او وحدت ګوند ګټې دوه بر ابرشوې دي . پدې مانا چې كه چيرې ډاكټر عبدالله يې وګټې هم د ملي جبهې غړى دى، كه كرزى يې هم وګټي ، لومړى مرستيال يې د ملي جبهې غړى دى. دغه راز د وحدت ګوند څخه ..

  2. د ګوربت وال صيب پښتني خبري د قدر وړ دي .
    خو د افغانستان حالات لکه څنګه چي دي هماغسي بايد ورته و کتل شي . کرزۍ تر شا څوک نلري چي توره په ووهي او دغه دولتي جنګسالاران په ايسته کړي . هغه د ملاعمر غوندي طالب هم نه دی . دا نور پښتانه کانديدان يې هم نلري . خو فهيم، عبدالله، مخقق، خليلي، د دوستم ډلي چي کوم دي نو هغوی د يوه سره هم مسلح دي، او هم دهغوی تر شا ولاړ دي ، همدارنګه د دغو اشخاصو ترشا خارجي ګاونډي هيوادونه هم ولاړ دي د ځان په ګټه يې استعمالوي او هغوی ته د يوې احتمالي را تلونکي ضربې په توګه د خپلو خلکو په سترګه ورته ګوري . د بلي خوا موږ ټوله شاهدان يو چي ددغه ډلو سره لا دپخوا نه امريکا هم د پښتنو د ځپلو دپاره د القاعدې او طالب په نامه د په لسهاوه ميليونه ډالرو معاملې ور سره درلودلې او د خپلو اجيرانو په توګه يې په ظاهره د طالبانو د ځپلو د پاره کار واخيست، خو هغوی د ايران او روس په خوښه د پښتنو د امحا د پاره ګټه ترېنه پورته کړه . امريکايان اوس هم هغوی ته خپله قومانده په ډالرو را نيسي او نه غواړي په شمال کي ځانته درد سر پيدا کړي سره ددې چي په دې پوهيږي چي د هغوی کونه د ايران او روسييې سره هم ګرو ده .!

    خو پښتانه په داسي موقعيت کي نه دي او کرزی هم د دولت په د ننه کي په داسي موقيت کي نه دی، دهغه سره مقاومت کيږي، مثلا که همدا کرزی نه وي، او غني احمدزی راشي که جلالي را شي او که بل هر پښتون څوک وي د همدې ډاکو ګانو سره به همدغه سياسي معاملې دوام ولري تر څو پښتانه د خپل ملي او تاريخي رسالت د تحقق د پاره داسي يو موقعيت تر لاسه کړي چي د يوه ملي رهبر تر شا و دريږي او يو واحد سوک شي . تر هغه به امريکا هم ددې خاوري په جوړښت باندي لږ شاني و پوهيږي ! او دغه غله، وطنپلوره ډاره ماران او دوه مخي جنګ سالاران به پر خپل ځای باندي کښېنول شي .!

  3. رشتیاخبره ده چی کرزی صاحب شه کار ندی کړی چی فهیم بی سواده یی دځان مرستیال معرفی کړیدی پدی اساس دکرزی دناکامی چانس نور هم زیات شو همدا اوس چی زه اورم په خوست کی له خلکو څخه ۵۰٪ خلک د کرزی خلاف نظرونه لری دا امکان شته چی نور یی هم مخلافت وکړی بل دا چی فهیم خپلی جبهی ته وفادار پاتی نشو نو کرزی ته به کله وفادار پاتی شی داڅرګند حقیقت دی چی دا نااهله شخص هرڅوک شه پیژنی چی د افغانانو په وینو یی بلډینګونه جوړ کړیدی اوهغه حلیلی چی د هرات ولی په تبدلی کی یی دکرزی مخلافت کولو نن بیا هم هماغه شحص مرستیال نیسی چی پشتویی هم نده یاده کرزی صاحب دا خو چندان سیاست ندی چی ته یی کاره وی هرڅوک پدی پوهیږی چی ته هم د معافیه په ډاله کی ګډون لری چی دا یو څرګند حقیقت دی چی اوس هم شه ثابت شولو

  4. رشتیاخبره ده چی کرزی صاحب شه کار ندی کړی چی فهیم بی سواده یی دځان مرستیال معرفی کړیدی پدی اساس دکرزی دناکامی چانس نور هم زیات شو همدا اوس چی زه اورم په خوست کی له خلکو څخه ۵۰٪ خلک د کرزی خلاف نظرونه لری دا امکان شته چی نور یی هم مخلافت وکړی بل دا چی فهیم خپلی جبهی ته وفادار پاتی نشو نو کرزی ته به کله وفادار پاتی شی داڅرګند حقیقت دی چی دا نااهله شخص هرڅوک شه پیژنی چی د افغانانو په وینو یی بلډینګونه جوړ کړیدی اوهغه حلیلی چی د هرات ولی په تبدلی کی یی دکرزی مخلافت کولو نن بیا هم هماغه شحص مرستیال نیسی چی پشتویی هم نده یاده کرزی صاحب دا خو چندان سیاست ندی چی ته یی کاره وی هرڅوک پدی پوهیږی چی ته هم د معافیه په ډاله کی ګډون لری چی دا یو څرګند حقیقت دی چی اوس هم شه ثابت شولو

  5. سلامونه!
    یاره نوراني صیب داسې ښکاري چې ته هم د خپل وطنوال (کرزي) ملاتړ کوې او داسې کوښښ دې کړی چې داسې وښيې چې ګواکي کرزی کلامت ندی او پښتانه دده ملاتړ ونکړ دده ملاتړ نکوي . پداسې حال کښې چې همدا پښتانه وو چې کرزی یې واک ته ورسولو او د همدې پښتنو په مټ او زور دی نن په ارګ کښې ناست دی ! خو په خواشینۍ سره چې همدې ناځوانه او ډارن کرزي خپلو پښتنو ته شا کړه او د همدې غلو او داړه مارانو لمن یې له ډاره ونیوله او دا ځل به وګورې چې که په نوم پښتون وي نو د کرزی مخ ته به ورتو کوي او یو ریښتیني پښتون ته به خپله رایه کاروي نو په آخر کښې یو ځل بیا لعنت په کرزي او سل لعنته د هغه په ملګرو هم!

  6. زيږ پښتون صيب زما د خبرو مقصد په هيڅ صورت سره د کرزي نه ملاتړ ندی . تاسو زما هغه ليکنه يوځل بيا ولولی ، ما په هغه کي د عمومي وضعي د مشکلاتو په هکله وضاحت ورکړی دی ښايي سم به نه وي خو دا زما شخصی نظر دی .

    زه به درته په ډاګه ووايم چي زه اوو ښايي د افغانستان اکثره پښتانه هماغومره چي د کرزي نه شکوه لرو او نامرده يې بولو نو د طالبانو غوندي د ژوند شېوه هم نه غواړو او دهغوی دغه ناسولټه وهابيت د خپل پلار او نيکه پر حنيفي مذهب باندي نه ورکوو حتی د هغه نه کرکه لرو . هغوی د وحشي درنده ګانو په څېر د ښځو، علم او پوه انسانانو سره عمل کوي .

    د افغانستان د بوحران په باره کي دلته يوه بله ليکنه د انجينر زکريا پوپل په نامه هم يو چاخپره کړېده خو د پاڼي چلوونکي په هغه کي د تبصرو برخه بنده کړېده . خو دا چي ستا زيږ پښتون شکوه رفه شي ، چي ما د کرزي ملاتړ نه دی کړی، نو ما هغه ته دغه لاندي څه ليکلي وه چي دلته يې راوړم :

    ګوره انجي نر پوپل صيبه ، پوپل زي توب دي را شرو او په خپلو خبرو غواړي د هغه پوپل زيانو کنداريانو چي د کرزيانو په کورنۍ پوري تړلي دي د هغوی پر تورو کارنامو او لاسپوڅي توب او دهغوی پر مطلقه بي کفايتۍ باندي پای پاکه تله تېره کړې او غواړې پر هغو باندي په خپلو غوړو خو اغوا کوونکي خبرو سره پرده و غوړوې . تا که د خپلي ليکني په لومړي سر کي کرزی د کارمل او يا شاشجاع سره پرتله کړی وای چي څرنګه امريکايانو دغه خپل نوکر په ارزګان کي د طيارې نه را تاکړ او بيايي کابل ته د شمالي والانو په تنکيو تنکيو ويلو د پښتنو په قتل عام سره د افغانستان تازه دمه ګوډاګۍ کړ، او را وروسته بيا هغه ناکجاوي چي دغه ملاچرګک د پښتنو سره وکړې هغه مو هم بې پرې او بېطرفانه را سپړلي وای نو موږ به هم درته ويلي چي يره پوپله انجي نره په رشتيا چي سياسي انجي نري دي هم بده نده ! خو زموږ خلک پوهيږي په دې نه راضي کيږي او نه په خطاوزي . دا خبره چي څه سوي دي نو دا کرزي نه بلکه پنټاګون، ناټو او سي آی اې کړي دي هر څه چي وه خو تر خير يې اوس موږ وينو چير شر زيات وو .

  7. د زيږ پښتون د خبرو په تاييد بايد ووايم چې كرزي پښتنو ته هيڅ خدمت ونه كړ پداسې حال كې چې ۹۵ فيصده رايي يې د پښتنو ترلاسه كړى وې. خداى دې وكړي چې يو بل پياوړى پښتون نوماند را ښكاره شي چې ټول هغه ته رايه وركړو.

  8. كرزي ناځوان يوازې د خوست په ولايت كې په ۱۰۰ كې ۹۸ راي ګټلې وي. آيا كرزى پدې پوهيږى چې د پنچشيرانو او هزاره ګانو په سيمو كې به يوه رايه هم ترلاسه نكړي؟؟؟؟؟؟ چې داسې (غ و ل ) يې وخوړل .

  9. کرزی لکه بدنامه بوش هغه نه يو ملي سړی دی او نه هم يو سياسي شخصيت . بس د بوش او رمسفيلډ د مزدورۍ په استعماري بازيو کي يې د ګوډاګيتوب باز يې پر سر کښېنوست او د يوه پښتون په نامه يې را مخته کړ چي خپل پښتانه په ووهي . ښاغلي زکريا پوپل چي معلوم نده هغه څوک ده موږ ته د ملي ګټو توضيح راکوي او توصيه راته کوي چي همدغه ملي ګټي به بيا په دغه لومپن او پښتون دښمنه کرزي ساتو کنه نو دا وطن پوه شه او خپله يې راتلونکې !

  10. wala karzai saib kho dir sh saraye da dir mehrabana kho yawa khabara da hagha da da chi karzai saib bayad dasi ghla zan sang ta wana nesi zaka chi ahmad zya massoud warsara sa wakral chi was ye da bal ghal fahim zan sara newalaye da di fahim chi las band shi khpala karai saib ba ham pa ba khars kri