کور / شعر / دوطن یاد

دوطن یاد

ښای چې وطن یاد به دې هیڅ چیرې پرې نږدي په کراره
هرخای له به راوړي درته خوشبوي دخپلې خاوره
خوشبو مې د وطن د خاورې نشته بل دیار کې
دا ګل نه پیدا کیږي هیڅ د بل وطن ګلزار کې
حرم دباغ خوشبو دی نور خوشبو ورته بې کاره
وطن یاد به دې هیڅ چیرې پرې نږدي په کراره
د هرچا قیمت قدر وي د خپل وطن په درکې
عزت او نوم که غواړي څوک هغه دی وطن سر کې
هر چا ته به کشمیر وي خو زما جنت دی یاره
وطن یاد به دې هیڅ چیرې پرې نږدي په کراره
خوشبو مې د وطن هر وخت ځان خواته راکاږي
هر څو چې هیرومه یې زړه هومره پسې ژاړي
وطن نوم چې څوک واخلي طاهري زړه کړي دره زاره
وطن یاد به دې هیڅ چیرې پرې نږدي په کراره