کور / خبرتیا او پيغامونه / د پښتونخوا ملي عوامي ګونډ د انګلستان د څانګي خبرتيا

د پښتونخوا ملي عوامي ګونډ د انګلستان د څانګي خبرتيا

 
پښتونخوا ملی عوامی ګوند برتانیه څانګې د ګوند د برتانیه سکتر شیراعظم خان د ګوند د سکترد دندې نه او پښتونخوا ملی عوامی ګوند برتانیه څانګې د ګوند د برتانیه سکتر شیراعظم خان د ګوند د سکترد دندې نه او د ګوند د اساسي غړیتوب نه لیری کړ د ګوند د اساسي غړیتوب نه لیری کړ او د لر او بر افغان ټولو سیاسي ، غیر سیاسی او فرهنګي ټولنو او هغه افراد او اشخاص چې شیراعظم خان د ګوند د سکتر په توګه پیژني هغوي ته خبر ورکوي چې شیراعظم خان نور د ګوند هیڅ ډول مسولیت نه لري .


پښتونخوا ملي عوامي ګوند د افغانستان د راروان اولسمشرﺉ په ټولټاکنو کې د اوسني اولسمشر محترم حامدکرزي کلک ملاتړ او ملګرتیا کوي او پښتونخوا ملي عوامي ګوند باور لري چې اولسمشر حامد کرزی په داسې کړکیچنو حالاتو کې واک ترلاسه کړ چې افغانستان خپل ملي حاکمیت او د خاوری تمامیت د لاسه ورکړی و ، ملي بیرغ یې په یوه سپنه تیکه بدل شوی و، د افغانستان ټولو ادارو موجودیت نه لاره، ملي اردو، پولیس او نورې ادارې بیخی له منځه تللې وې ،ګران وطن د طالب بنیاد پرستواو د پنجاب او عرب داړه مارانو بنیادي مرکز ګرزیدلې و،په ګران او تاریخي افغانستان کې خپل منځي جګړو د خلکو تر منځ کرکې او خوابدۍ رامنځ ته کړي وې.


 محترم حامد کرزی هغه ټول خلک او حزبونه سره راغونډ کړل او سره یو یې کړل، په افغانستان کې یې تاریخي لويه جرګه وکړه او افغانستان ته یې په ډیرو بدو حالاتو کې اساسي قانون ورکړ، د افغانستان ملي بیرغ یې بیا هسک کړ، په افغانستان کې یې د ادارو د نوی سره بنیادونه واچول او ملي اردواو پولیس یې تنظیم کړل.


له دې امله پښتونخوا ملي عوامي ګوند غواړي چې دغه ټول پرمختګونه دوام ولري ددې لپاره د محترم حامد کرزی د راتلونکو پنځو کالو لپاره د افغانستان اولسمشر پاتي کیدل ډیر مهم بولي. ددې لپاره . پښتونخوا ملي عوامي ګوند د لر او بر افغان ټولو سیاسي او فرهنګي ټولنو او پوهانواو اولس ته خواست کوي چې په راتلونکو ټولټاکنو کې محترم حامد کرزي په کلکه ملاتړ او ملګرتیا وکړي.


پخواني سکتر شیراعظم خان د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ددغه تګلارې پر ضد عملیات کوي او د اولسمشرۍ د یو بل کاندید لپاره په کمپاین بوخت دی . اوس په برتانیه کې د  پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرﺉ مسولیت ملګرې فلک نیاز خان یوسفزی لري.


خپرندویه: . پښتونخوا ملي عوامي ګوند برتانیه څانګه

اړيکه :

فلک نیازخان یوسفزی سکتر       ۰۰۴۴۷۹۰۳۸۷۲۵۹۷
اشرف هوتي  سنیرمعاون سکتر     ۰۰۴۴۷۹۴۰۷۵۵۱۸۰
ولی افغان معاون سکتر               ۰۰۴۴۷۸۱۸۴۹۴۲۷۷
فایق خان یوسفزی معاون سکتر    ۰۰۴۴۷۹۴۹۵۴۵۴۵۲