کور / تازه خبرونه / ننګرهار: چارواکو ژورناليستان زندۍ کړل

ننګرهار: چارواکو ژورناليستان زندۍ کړل

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي ټولو دولتي ادارو ته مکتوبونه استولي چې دده تر لاس لاندې چارواکي نه شي کولای په خپل سر له رسنيو سره مرکې وکړي او يا د خپلې ادارې په اړه معلومات ورکړي. د ځايي چارواکو دې فرمان يو شمېر خبريالان اندېښمن کړي او ګيلې کوي چې دوی ته چارواکي په خپل وخت معلومات نه ورکوي چې د ې کار ورته يو ډول سرخوږی پيد ا کړی او خپلو رسنيو ته په ټاکلي وخت خبر نه شي ورکولای.. تر دې مخکې هم د  ننګرهار والي ښاغلي شيرزي همدا ډول يو مکتوب دولتي ادارو ته استولی و او ورته ويلي وو چې دوی بايد په خپل سر رسنيو سره مرکې ونکړي، خو د ځينو خبريالانو په بيا بیا غوښتنه والي ځايي چارواکو ته بېرته د مرکو کولو اجازه ورکړه. دا وار بيا خبريالانو والي ته خپله اندېښنه په ډاګه کړه، خو نوموړي لا تردا مهاله د ژورناليستانو په خبرو غوږ نه دی ګرولی. د افغانستان اساسي قانون څلور دېرشمه وايي (( هر افغان حق لري چې د خپل فکر، وينا، ليکنې، انځور، او يا نورو وسيلو له لارې، په دې اساسي قانون کې دراغلو حکمونو په رعايت څرګند کړي. هر افغان حق لري د قانون له حکمونو سره سم مطالب بې  له دې چې هغه مخکې له مخکې دولتي مقاماتو ته وښيي، خپاره او نشر کړي))خو  دلته اوس پوښتنه دا پيدا کېږي چې يا خو د ننګرهار چارواکي له سره اساسي قانون نه پېژني او يا يې په خپله په لوی لاس تر پښو لاندې کوي.