کور / شعر / شمس :شعرونه كه شعارونه

شمس :شعرونه كه شعارونه

شعارونه
له څوكالونوراهيسې په هېوادكې په پښتوژبه دشعرپه برخه كې شعار،ورو،ورو ځاى پيداكوي او،اوسمهال خوبيخي ډېرشوى او ان داسې شاعرانوچې موږ پوره حساب ورباندې كاوۀ هم شعارته مخه كړې .


استادلال پاچا ازمون چې خوست ته د(چنار) كالنۍ دوديزې مشاعرې لپاره راغلى ؤهغې وويل ((شعارله ننګرهاره رواج شو . . .))
 په هرصورت ،كه شعارله هرځايه پيل شوي وي ،خواوس يې په ډېروپښتني سيمويورواج غوندې موندلى دى ،دلته په خوست كې دترسره شويومشاعروجريان اورم نويوه برخه شعارخوهرومورپكې وي  .
هرشاعرچې شعارليكي نودنظم بڼه وركوي ،اوبيايې دومره اوږدوليكي چې پنځه شپږ پاڼې ورباندې ډكې كړي ،كه وګورو نوددغوشعارونوموضوع په ټوليزډول سره ورته وي .
حقيقت هم دادى چې شعاردشعرپه پرتله ډېرتشويق كيږي اوپه درنو- اوږدوچكچكوسره بدرګه كيږي ،پدې كې شك نشته چې افغانان په هېڅ صورت سره ظالمان اويرغلګرنه خوښوي ،نودالامل دى چې دوى شعارډېربدرګه كوي ،خوله بله پلوه كه وګورو شعارهنرته يوه لويه ضربه رسوي اوپدې لاره كې به دخوستيانوپه اصطلاح چې هم به غام ( غم) كوواوهم پام .
داهم څرګنده ده چې په يوه مشاعره كې له شاعرانوڅخه عام وګړي ډېرتشريف لري ،نوعام وګړې دشعرپه پرتله دشعارپه ژبه ښه پوهېږي،هغه هم زموږپه ډېره كۍ نالوستې ټولنه كې ،ځكه چې دشعارژبه دشعرپه پرتله ساده اوسليسه وي ،همدالامل دى چې شعارپه ډېرلوړشان سره بدرګه كيږي ،كه چېرې اوسمهال تاسوپه مشاعروكې ګډون كړى وي اوبيايوڅوك دشعارپه وېيلوپيل وكړي نودېته به موپام شوى وي چې دبياووايه نارې ،دچكچكوپړكول اوشپيلي په څومره زورسره وهل كيږي ،شاعرخونوطبعاً ورسره غوړيږي اوپدې سره دمشاعرې محفل ګرم ساتي .
لدې سره سره په شعارونوكې داسې څه ډېروي چې اوريدونكي ورڅخه خونداخلي ،موږبه كوښښ وكړوچې يوه داسې في البديهه بېلګه وړاندې كړوچې كه په بشپړه توګه نه وي ،مګر يوڅه ناڅه ديادوشووشعارونوځاى ونيسي ،دبېلګې په ډول ،پدې شعارونوكې ويل كيږي چې :
ستاتېرې نام اوښته دې سروخوري
اوخريېلې خوله دې هم خاورې شه
چې ته خالونه دجانان ستايې
ولې دننګ خبرې نشى ليكى
ځان ته پښتون وايي اوبريت تاووې
بس تو لعنت شه په تاباندې چې ژوندى ګرځې
له ټولومخكې ګړندى ګرځې
په خپلوخپلوكې پردى ګرځې
هسې په شكل كې سړى ګرځې
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
كله چې اوريدونكي داغونډلې واوري چې (ستاتېرې نام اوښته دې سروخوري ** اوخرېيلې خولۀ دې هم خاورې شه ) نوپدې ځاى كې دچكچكواوشپېليوزورشي ،داسې يوهاى هوئ جوړشي چې په دووغوږونوڅه نه اوريدل كيږي اوشعاريوونكى هم ترهغه وخته پورې چې دتشويق نارې كراريږي چپ پاتې كيږي ،كله چې نارې يوڅه ارامې شي نوشعاريوونكى بيا ورته له سره شي اوهمغه غونډلې بياتكراركړي ،داځكه چې دخلكوغوښتنه وي (بياووايه ،بياووايه ) . . .
ګرانو! كه رښتياووايم داسې شعارډوله نظمونه اوريدل كيږي چې لدې هم زيږه توري پكې چې مايې يوه بې البديهه بېلګه وړاندې كړه  اوحتى شاعرته پكې ويل كيږي چې (داسې شاعران دې خداى په ځمكه ډوب كړي ) اويادېته ورته توري اوياهم نورې ښېراوې ،طعنې اولعنت ويلوته پكې ځاى وركړل شوى وي  .
ګرانو! موږكولى شوچې په داسې يوشعركې غليم وغاندوچې شعريت هم پكې وي،خلك ورته شعرهم ووايي اوخپلې موخې ته موځان هم رسولى وي ،خوخبره پدې كې ده چې دداسې يوشعرليكل چې هغه دې شعريت هم ولري هرهرڅوك نشي ليكلى اوكه بيايې ليكلى شي هغه يووخت اويوالهام ته اړتيالري ،داچې موږبيړه كوو نوداسې يوڅه ليكوچې خلك ورته وخاندې ،چكچكې ورته ډېرې وپړكوي او ډېربدرګه شي . . .
داليكنه پدې موخه هم نده شوې چې يوڅوك ترې دامانا واخلي چې ګني دغليم ،بلواګرواويرغلګروغندنه دې نه كيږي اويادې دهغې مخنيواى وشي ،مګركه دغه غندنه په شعاركې نه په شعركې وشي نوډېره به خوندوره وي اويوه تل پاتې يادونه به وي،ځكه كه چېرې همدغه شعاري ليكنه دكاغذې مخې ته راشي اوچاپ شي نوهغه زور،هغه خونداوجوش پكې نه پاتې كيږي چې په مشاعروكې يې لري  اوكه بياهم دچا زړه ورڅخه نه صبريږي اوغواړي چې شعارو وړاندې كړي نوكه لږترلږه ورسره ووايي چې ستاسوپام يوشعارته راګرځوم،ياغواړم شعاروړاندې كړم نوښه به وي .


پدې اړه  دشاعرانواودشعرمينه والونظرونه :


پدې اړه مې وغوښتل چې دهېواددنوميالي شاعرښاغلي پيرمحمدكاروان نظرهم واخلم ،نودتليفون له لارې مې ورسره اړيكې ټېنګې كړې اوددۀ هغه نظرمې له ځانه سره ثبت كړچې دشعارپه اړه يې څرګندكړ،بايديادونه وكړم چې كومه خبره كاروان صيب په ځنډكړې اوياهم كومه سكته پكې راغلې دهغې اېډېټ پكې شوى ،ځكه چې دتليفون خبرې وې خامخابه يوڅۀ سكته اوكله ناكله يوڅه ځنډ رامنځته كيږي ، ماهمدغه ځنډ،سكته اوكومې خبرې چې بيابياتكرارشوي وي دهغې اېډيت كړى نور،نوددۀ نظركټ مټ راخيستل شوى  .
دنوموړي نظرداسې دى  :
شعارپه مستقيم ډول ويل كيږي ،دبېلګې په ډول موږوايوچې له موراوپلارسره احسان كول په موږ لازم دى ،دايوشعاردى ،كه په تصويركې نغښتي وي اومورداسې ترسيم شي چې په موسكامې چاى ورته كېښوداويامې دهغې پښې ونيوې اودېته ورته داهنري برخه ده چې په عمل كې غيرمستقيم ښودل شوي .
دبېلګې په ډول دوطن ساتل فرض دي ،دايوشعاردى اوكه ووايوچې خپل لاسونه مې دسرك په جوړولوكې تڼاكې كړل ياهغه كلى چې شډل دى مكتب نلري ، اوخلك لګيادي كاركوي خوښ دي دماشومانوكتابونه په څنګ كې دې اوپناګاه نلري . . . كه دغه ډول پرداخت وركړل شي نودا هنردى .
اوكه چېرې بياوعظ ،نصحيت اومستقيمې خبرې وي ،دانوبياكوم تاثيرنلري اوهنري كيف نلري ،خسته كنې وي .
موږچې په ډرامه كې   يوپيغام وركووو نوددووكركټرونوپه منځ كې داسې يو يوټكر راولوچې اوريدونكي اولوستونكي ته په زړه پورې وي .
كه يوه پېښه وي ،دبېلګې په ډول يوه ښځه ده په كوركې هېڅ لوښې نه مينځي ،بل څوك وايي چې لدې مينځې څخه مرض رامنځته كيږي نوداشعاردى خوكه چېرې ددې ښځې كوچنى زوى ناروغ وي ،تكليف پرې تېر شي ،بياډاكټرته ورسول شي اوډاكټرورته ووايي چې دېته بايدپاك خواړه وركړل شي ،له خوراك څخه مخكې اوپه اخېركې يې لاسونه ومينځل شي دابيايوهنرپيداكوي ځكه چې يوه پېښه پكې پيداشوه اودغه پېښه داوريدونكي په ذهن كې كېني ،او ډرامتيك ارزښت لري .
هنري اوغير مستقيمې خبرې داسې مثال لري لكه مڼه چې څوك خوري خونداولذت لري ،په اوله درجه كې هرسړى ميوه دخونداولذت لپاره خوري ،دې ته يې نه ګوري چې پدې مڼه كې څومره كلوري دوېټامينوپكې ده ،مګر دا وېټامينونه پخپله په مڼه كې پټ دي ، اوكه چېرې وچ وېټامين شي نويومريض يې له مجبوريت څخه خوري دانوشعاردى اولذت پكې نشته .
شعار هنرله منځه وړي ،دشعراولنۍ مقصدخونددى ،كوم شى چې لذت ونلري له هغې سره خلك علاقه هم نه ښيي ،شعارلذت نلري ،په لذت كې په خپله يوپيغام نغښتى وي ،دشعارتاوان دادى چې هنرله منځه وړي ،عادي خبرې دي دخلكواعتمادپرې نه وي اولذت پكې نه وي .
خلك په اوله درجه كې هرڅه دلذت لپاره خوښوي او دادبياتواولنۍ مقصدلذت دى ،اوپيغام پكې نغښتى دى ،شعارخوندله منځه وړي اولذت چې له منځه لاړشي هغې كارته دسړي زړه نه ورټوټيږي
مثلاً لؤ كول ديوسړي لپاره خسته كون دى اويوه لوبه څومره خوندلري اوموږخوندترې اخلو
مهمه خبره دلذت اوخوندده،چې خونديې لاړشي نوبياهېڅ نه پاتې كيږي ،اوشعارخوندله منځه وړي .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پدې اړه په خوست ولايت كې ځوان شاعرميوندفدا خپل نظرداسې وړاندې كوي :
شعارهغه وچه ژبه ده چې غندنې اوستاينې پكې په لوڅ ډول وړاندې كيږي كله كله غندنه په كنځاووهم بدرګه كيږي ،افرا ط اوتفريط پكې له حده زياتيږي ،شعريت پكې خپل مفهوم له لاسه ،يوازې يومنظوم نثرپاتې كيږي چې دېته موږشعرنشووېلى ځكه چې الفت وايي :
((شعرديوې پښتنې پېغلې په څېردى ،پښتنه پېغله چې څومره په پرده كې وي اوڅومره حياوكړي همدومره ښكلي اودرانه ښكاري اوڅومره چې لوڅه وي همدومره بده اوسپكه مالوميږي ))
دابۀ ومنوچې شعارويوونكي صفت كوي ،په مشاعروكې ښه بدرګه كيږي ،چكچكې ،بياووايه ،بياووايه ښه پرېمانه وي ،خوپايښت يې په صفركې ضرب دى اودكاغذپرمخ يې توري احمقانه ښكاري اوبل شعارويوونكي په اوس وخت كې پخپلوشعارونوكې سياسي څيړنې كوي پداسې حال كې چې خپل سياسي شعوريې په نشت حساب وي .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
همدارازپه خوست كې ځوان شاعرمحمداور خاورين پدې اړه وايي چې :
خوستى صيب په زغرده وېلى شم چې شعارمې په شعركې نه خوښيږي اوبياپه ځانګړي ډول اوسني شعاري شعرونه چې له كنځلوډك وي ،خداى شته چې ادب ته ډېره صدمه رسوي .
كه چېرې موږدهېوادسترشاعرسلمان لايق ته ځيرشوچې دچونغرترانې يې دفطرت شهكاردي نوبې له شكه چې ځينوانقلابي شعارونويې شعري تخيل ته سخت زيان رسولى دى .
خوستى صيب دميوندپه ډګركې دملالۍ له حماسي ټپوسترګې نشوپټولى چې په لوى لاس يې دښكېلاك لښكرته ماتې وركړې وه مګر ځينې شاعران خونېغ په نېغه دشعارپه بڼه په شعركې كنځلې كوي زماپه اندته واپښتوژبه اوادب راتلونكي ته يوازې يوازې دكنځلوژبه معرفي كوي .
زمايوه څلوريزه ده :
چېرته داب ملګروچېرته سياست ملګرو
دمحبت په رنګينوكې اوښان مه څروى
دلته ښكلامطح اومينه كړي پرزړونوحكومت
دژوندتنكيوګلدروكې اوښان مه څروى


خوستى صيب تاسوپوهيږى چې يوښه شعرهغه دى چې ښكلا،عواطف،تصويراوتخيل پكې وي ،نوزماپه اندپه شعركې ښكلابايدمطرح شي اومينه په زړونوحكومت وكړي اوپه شعركې بايدشعريت موجودوي ،نه شعاراوكنځلې .
يوروڼ مثال يې دجهادي دورې ترانې دي چې مجاهيدن يې سنګرته بلل اګرچې دوخت ښه وسيله وه خواوس مړې دي څوك يې نه اوري .
ــــــــــــــــــــــــــــ
دحسيب الله شينوارى نظر
شعر خوند کوي خو که ډیر شي بیا یې ګټه نه شته
ګوره دا خبره لږه خطرنا که هم ده ځکه شاعران لږ ډير احساساتي وي هسې نه چې پرې خراب مې کړې،ګوره داسې خبره ده چې شعر د یوې ژبې د ژوندي پاتې کیدو یو عامل کیدای شي خو په هغه صورت کې چې دهغې ژبې نثر دومره پیاوړی وي چې دهغې ژبې ټول ویونکي د هغې شعر په مانا وپوهیږي


بله خبره داده چې شعر چا ته ساینس نه ورښایي که چا ما تا داسې کوم شعر وښود چې په هغې کې د اټوم بم فارموله بیان شوي وي نو سمه ده،شعر یوازې ټولنیزې موضوعاګانې بیانولی شي


شاعرانو زموږ په ټولنه کې دومره ډیر شوي چې حد یې نه شته،ګوره که ته شاعر یې نو خپه نه شي ګرانه ښه
انجینیر هم شاعر دی ډاکټر هم شاعر دی سیاستوال هم شاعر دی او ادیب خو چې شاعر نه وي هغه خو څوک ادیب نه ګڼي ،زه د پښتوادبیاتو د څانګې نه فارغ یم چې څوک رانه پوښتنه وکړي چې له کومې څانګې فارغ یې نو چې ورته ووایم چې له ادبیاتو ،سم دلاسه راته وایي چې ښه نو شعر خو به  وایې
حال داچې زه شعر نه شم ویلای چې ورته ووایم چې نه والله، نو سمدلاسه راته وایې چې څنګه د ادبیاتو پوهنځې نه فارغ یې لکه چې سمه دې نه دی لوستلی،حال داد چې که دځان ستاینه رانه شي زه داول ټولګې څخه تر اخیر ې ټولګي پورې په لومړۍ درجه فارغ شوم
زموږ په شاعرانو کې یو خبره داده چې ډير ځان ستایونکي دي
شعار ډیرې دسیاستوالو له خولې راوزي ،او داسې یوه خبره پکې کوې چې خلک په احساساتو راولي
زه خو په همدې نظر یم چې شاعر ته دشعار ویل نه دي پکار،شاعر باید لومړی په موضوع خلک پوه کړي اوبیا دهغې دحل لاره کې بیانولی شي بیا ن یې کړي،نه دا چې خبره معلومه نه وي او لر او برې چغې وي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اېمل وردګ پدې اړه خپل نظرداسې څرګندوي :
که چېرې سیاسي شعار وي نو ارومرو په شعر باندې اغېز کوي،سیاسي شعار، شاعر پر همهغې کړۍ پورې تړي چې شعار یې ورته جوړ کړی دی .
لکه تاسې به قهار عاصي لیدلی وي چې د داړه مارانو په وخت کې د تلویزیون د غره پر سر باندې ولاړ دی او د دهشکې فیرونه کوي،د هغې دې عمل له هغې شاعر نه یو منفور شخصیت جوړ کړ لکه د تېر وخت شاعران چې د پاچایانو مدهه به یې کوله او چا به چې نه کوله هغه به لکه مرزا غالب وو خو اوس د مرزا غالب قدر پر نورو زیات دی،سیاسي شعار ته باید به شعر کې ځای ورنکړل شي
زه ډېر معلومات نلرم که څه مې غلط ویلي وي نو ومېبښې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دشعرمينه وال : دولت خان جوهرنظر :
ډېرلوڅ شعارونه خوندنه راكوي ،خوچې يوڅۀ اوصولوته برابر وي نوبياښه دي .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زماخبرې :
دا ليكنه ددې لپاره شوې چې هنرته موتاوان ونه رسيږي اوراتلونكي نسلونه اوتنكي شاعران موپه شعارپسې لاړنشي ،ځكه شعارچې څومره ډېريږي هغومره يوټولنيز اغيزغورځوي چې بياورڅخه تنكي ځوانان په هېڅ شكل ځانونه نشي ژغورلى .
مګركولى شوله حالاتوسره دسمون لپاره شعروليكواوپه شعرحالات وڅيړو،دبېلګې په ډول زه خپل يوڅوبيتونه راوړم له حالاتوسره سمون خوري .



ســتـــادشـــونــډونــازبــڅــري بـــه زاړۀ شـــي
امــيــدونــه بـــه مــې كــلــه پـــرې مـــاړۀ شـــي
داســې تــوغ دســولــې چــېرې اوچت مه شه
پـښـتـانــۀ چــې پـخـپـل كـوركـې وداړۀ شـي
چــې پـه كـوم ځــاى اوربـلـيـږي هـغه سوزي
شـمس چې سـوزي كـله زړه دچاخواړۀ شي


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
راځــي كــارغــان سُـــردغـــزل مـــې پــــه چــغــاروژنــي
پـــه شـــاعــرزړه كــې مــې نــغــمـۀ ،نـغـمۀ بــهـاروژنــي


پرموږيې نه لوريـږي شـونـډې دښـكلاچــې ګــل شــي
رقــيــب تــورمــخــئ دښـــايـسـت دخـــنــداوار وژنــي


خـــلــكـــولــه كـــوره دشـــپــې مـــه وځــۍ بــلاګــډه ده
لـــوى ،واړۀ ،ښـــځـــې اونـــروژنـــي واړه ښــاروژنــي


چــې يــې دزهــرودجــام وس نــه وي شـنـبـړې راكـوي
پــــدې بــــانـــــه مـــــودغــــزل تـــــږى خـــمـــاروژنــــي
شــغــلــې دشــمــس تــرې دبــمــونــوپــه غــبــار پټوي
سـپوږمۍ مـړې اوښكـې تويوي ظالم ترې ياروژني
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دى راغلى تورښامارغزل مووژني
مستي وژني اوسرشارغزل مووژني
نه خونخواربولي ځان نه هم دمرګ ګواښ كړي
زه يې وينم چې ستار،غزل مووژني
شمسه داظالم دنورپه غشووله
څومره دنګ لكه چنارغزل مووژني
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


 


 


چا راغاړې كړى لكه هار،لكه لونګ
نوم دترهګرنوم داشرارلـكه لـونګ  ؟


((دادوخت ګېدړې موتېرباسي په لكۍ))۱
موږته يې خوشبوكړيدى دارلكه لونګ


وخت مجبوره كړي يو،كه خپله يوړاندۀ ؟
څومره په ښكاره راكوي خارلكه لونګ


چېرې هم مين ښه ورځ ليدلي له رقيبه ؟
ګرځوي تهمت په اوږوبارلكه لونګ


ورځ به وي چې شمس يې دشغلوپه تارپېيي
كـلـى درقــيــب ،درقــيــب ښــارلــكـه لــونـګ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
لــكــه فــصــل چــې ږلــۍ وي څــنـګ وهـلى
داســې زمـاښـاراوجـوس دى جـنـګ وهـلـى
پـښـتـون داسـې پــرون نــه وولـكــه نــن چــې
اور پرې بل دى اودئ ناست دى څنګ وهلى
لــكـه تــنــدرچــې شـمـس ونيسي اې شمسه
داڅـه چـل دى ؟نــن دې داســې رنـګ وهـلـى
ــــــــــــــــــــــــ


هـرڅــو،كــه پــه ظــلـم سـره دنګه شي
وبـه غـورځـې بـيـابـه كسرا ړنګه شي
شــرم دابــېــنــنــګـه غــاصـب نـلــري
پـرېـږده چـې لانـوره هـم بېننګه شي
بــيـابه هـم اوازدانـسـانــيـــت وشــي
بـتـكــده بــه ړنـګـه اوبـدرنـګـه شـي
زه چـــې دمـــلالـــې ټـــپــې وايـــمـــه
رنـګ درقـيب وتښتي بېرنګه شي
ــــــــــــــــــــــــــــــ
 صــهبـاوژنــي،ســاقي وژنـي ،ساغروژني
دعـــشـق تـــږي رانـــه هــم پـــه ګــودروژنـي
اې رحــمـانـــه چــې سـتـاشـعرتـه نـڅـيدلې
رقــيـــب هـــا دبـګــرام تــركــې مـګـروژنــي
جـنګ يـې مـوږباندې پيرزودى سټوي مو
كـــابـــل وژنـــي ،پـــېـــښوراوخـيــبـروژنــي
لــه تــوردېــؤســره دسـروسـكـوولـيــنــده ده
ښـــاپـــېــرۍ دپـــريـــســتــان لــروبـــروژنـــي
چـــازمـــوږلـــه غـــزلـــتــوريــوبــم جـوړكـړى
چـــاودوي يـــې رانـــه ښــكــلــى هــنـروژنــي
زورور دى اوپــــه لــــوړيــې اوبــــه خـــيـــږي
سخت هنردى ،ورور په ورور په ډګروژني
شـمـسه چـېـرې بــه پـټــېـږې پــه اسـمان كې
شيـطان وايـي چـې دى شـمـس وقمـروژنـي
ــــــــــــــــــــــــــ
وخــتـه ! لــوى خــطـر تـه دې سـپارلـى يـــم
ســــوزمــه مــجــمـرتـــه دې ســـپـارلــى يـــم
اوس مــې ورور وژنـې تـه پـه بـل پـلـوري
داســې ســـوداګـرتـــه دې ســپــارلــى يــم
كــړې يـې جـــادوده پـــرمــا، ځـــان وژنــم
ښــه سـتـرجــادوګـرتــه دې سـپـارلــى يـم
ــــــــــــــــــــــ
ښـكـاره غـندي رقـيب ،يـاريـې دى پـټ ځكه
پــــه ســروزرو بـــاراوښـــان ورســــره ډېـــردي
شـاشـجاع غـونـدې بـه لوڅ شي په تاريخ كې
كــــه نــــازونــــه دجــــانــــان ورســــره ډېــــردي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


ګرانويوازې دغه بيتونه اوشعرونه ندي ،دوطن په غم اودردموږټولوپښتني شاعرانو بلاډېرژړلي دي اولاژاړو،هېڅ داسې يوشعربه نه وي چې په هغه كې موږ يرغلګر،په خپله اصلي نامه ،درقيب په نامه ،دشيطان ،جادوګر،ظالم ،زروراودېته ورته نومونوباندې نه وي يادكړى ،خولدې يادونې سره سره  دشعرڅرنګوالى اوشعريت هم په پام كې نيول شوى  .
پورتني يوڅوبيتونه مې هم ددې لپاره راوړل چې ددې ليكنې دكوم لوستونكي په زړه كې څه شك اوګمان راپيدانشي ،كه څه هم زماخبره سپينه ده چې زه دغليم ،يرغلګرواوبلواګرودغندنې ،اوترټنې مخنيواى نه كوم ،زه يوازې غواړم چې شعرته دشعرپه سترګه وكتل شي اونوموړي فكرونه هنرته دهنرپه ډول ورګډشي ،نه دې شعار په ډول .
اودېته موهم پام وي چې سياست په سياسي چارولاروسره ترسره كيږي اوكه چېرې يې يوڅوك په شعركې كوي نوبيادې دومره هنري توان په ځان كي پيداكړي چې دهنرپه بڼه يې وړاندې كړي .
په پاى كې وايم چې كه بياهم تاسوراته پدې اړه قناعت بښوونكي دلايل وړاندې كړى چې نن سبادشعرپه پرتله شعارته ډېره اړتياده ،نوبيايې موږهم په ليكلوپيل كوو،پدې اصطلاح چې (تېره غوره نه كوم)  شل داسې شعارونه خوبه دورځې درته وليكم ، چې په چكچكومولاسونه ورته وخوږيږي اوله خنداموبډوډي ورته ونيسى  .


يادونه : ماكوښښ وكړچې پدې اړه ديوڅوتنوښځينه شاعرانواومينه والونظرونه هم واخلم ترڅودليكنې انډول يوڅه برابرشي ، ما دوى ته دنظرداراليږلوايميلونه هم وليږل خوچې په ورځ كې ددوى نظرونه راونه ورسيدل ښايي په دومره كم وخت كې دوى خپل ايميلونه ،نه وي كتلي ،نوماهم صبرونكړاودا ،اخيستل شوي نظرونه مې لدې امله بس وبلل چې دليكنې داوږدوالي مخه ونيول شي .
                     ډېره مننه
                        شمس