کور / تازه خبرونه / هرات: بهرنيو ځواكونو يوه نجلۍ وويشته

هرات: بهرنيو ځواكونو يوه نجلۍ وويشته


د هرات چارواكي وايي اېټالوي پوځيانو پرون په دغه ولايت كي پرون پر يوه ملكي موټر ټكان وكړل، چي يوه ۱۱ كلنه نجلۍ يې ووژل او دوې نوري مېرمني يې ټپياني كړې.
د آزادۍ راډيو د اېټالوي پوځ د وياند په حواله خبر وركړ، چي پوځيانو موټر ته د درېدلو ږغ كړى وو، خو چلوونكي پروا نه وه په كړې چي وروسته دوى په نښه كړ.
خو د ياد سوي موټر چلوونكي د اېټالوي پوځيانو ادعا رد كړه او وايي دوى ته هيچا د درېدلو نه دي ويلي، دوى هغه وخت خبر سول، چي ډزي ورباندي وسوې.
د افغانستان په بېلابېلو سيمو كي د بهرنيو ځواكونو له خوا پر سړك د خلګو ويشتل له ډېرو انتقادونو سره سره په وروستيو كلونو كي ډېر سوي دي، چي هر ځل حكومت او بهرني پوځيان په دې اړه د پلټنو په بهانه ځان خلاصوي.