کور / شعر / غزل

غزل

 


د کاروان صيب د يوې غزلې نه په الهام


 


 


 


سندره شه راواچوه ټيکۍ په ترنم کې


ای خير دی لږ مې ياد کړه  ليونۍ په ترنم کې


 


غزل ټپې سروکي له چمبې سره ښه وايي


د ټولو جونو ميره دا جينۍ  په ترنم کې


 


که ته  يې چرته نوم په ترنم کې زمزمه کړې


جانان به دې هم ستايي د شپيلۍ په ترنم کې


 


خوږې خوږې خبرې وي، نرۍ نرۍ ژړاشي


يو څوک وهي په  نيمه شپه سلګۍ په ترنم کې


 


چې کله د ګودر يا د تنور په غاړه کيني
اتله يادوي دې  جينکۍ په ترنم کې