کور / تازه خبرونه / د ملي پيوستون (٢٣) پروژې ګټي اخستني ته وسپارل شوې

د ملي پيوستون (٢٣) پروژې ګټي اخستني ته وسپارل شوې

د کليو دبيارغوني او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروگرام(٢٣) پروژي پدي وروستيو کي تخارولايت کي گټي اخستني ته وسپارل شوي .

ددغه ولايت دملي پيوستون پروگرام دمسوولينو دوينا له مخي پدي پروژو کي د (٢١٥٠٠) مترو په اوږدړالي يه سرک باندي شگي اچول ، د(١٨٢) کيلواتو په ‌ظرفيت داوبود برښنا وړه دستگاه،(٣١) پل اوپل گوټي ،د (٢٣٨) مترو په اوږدوالي استنادي ديوالونه د(٧٣١) مترو پع اوږدوالي دڅښاک دپاکو اوبودشبکي غځول او دښځو لپاره دغالي اوبدلو،خياطي اودسواد زده کړي دکورسونو دايريدل شامل دي .

يادي شوي پروژي دتخار ولايت درستاق ،کلفگان ،بنگي ،ينگي قلعه ،چال، ورسج،درقد او دتخار ولايت په مرکز د(٢٩،٢٤٩٠٠٠) افغانيو په لگښت دملي پروگرام له بودجي او په سلو کي لس دکليوالو ونډي په شمول بشپړي ، چي له هغه نه څه د پاسه (٥١١٨) کورني برخمني شوي .