د افغان کرکټ لوبډلي په وياړ ځانګړې خپرونه 
هغه ورځي مي د پرون په څير ياد دي چي د پاکستان کرکټ لوبډلي د برياليتوبونو پر وخت به مي د لاسونو ورغوي په چکچکو سره کړي وو .
د اوس څخه څه باندي ١٠يا ١٢ کاله مخکي هغه مهال چي موږ د پاکستان په کراچي ښار کي اوسيدو کوم وخت چي د پاکستان کرکټ لوبډله د دوهم ځل لپاره د نړيوال جام په سياليو کي لوبېدله نو د ګڼو پاکستانيانو په څير به زما څخه هم کار روزګار پاته وو او په يو هوټل کي به مي د تلويزون پر پرده د کرکټ لوبه څارله ، که به پاکستاني لوبغاړو د مقابل لورى کوم لوبغاړى و سوځاوه او يا به يې ٦ يا ٤ ووهله په هوټل کي به يو شور جوړ سو ټولو به زما په شمول لاسونه و پړکول . زما داحرکات سمبوليک نه وو د زړه له تله د پاکستان په برياليتوبونو خوښيدم او په ناکامۍ يې ډير زيات زوريدم ښايي علت به يې دا وو چي پاکستان زموږ د هيواد ګاونډى دى يا دا چي مسلمان هيواد دى او يا دا چي موږ پکي اوسو . خو ددې سره سره به مي بيا هم زړه خوړى په هوټل کي به مي شا وخوا وکتل ټول به پنجابيان ، سنديان او نور پاکستاني توکمنونه را غونډ وو يوازي زه پکي افغانى وم ځان به بد را ته و ايسيده او په سوچ کي به ډوب سوم ( کاشکي افغانستان هم داسي يو لوبډله لرلاى يا کوم وخت به افغانستان داسي لوبډله ولري چي په خپل هيواد کي خپلي لوبډلي ته د خپلو افغانانو په منځ کي لاسونه په چکچکو سره کړم ) د ځان سره به مي سوچ کاوه که هم دا نن په افغانستان کي د کرکټ لوبډله جوړه هم سي نو کيداى سي چي په ٢٠ کلونو کي دې مقام ته را ورسيږي . دې حالت به د نااميدۍ سره مخ کړم .
دا خو د انسان خپل سوچ او فکر دى خو مهربان خداى يې چاته له هغې لاري ورکوي چي فکر هم نه کوي هم داسي وسول زما د فکر خلاف د ٢٠ کلونو پر ځاى افغان لوډلي يوازي په يوه کال کي هغه ځاى ته ځان ورساوه چي ما غونډي ډيرو ته يوازي خوب ښکاريدى خو ما دتله لکه څنګه چي ښايدله لاسونه سره نه کړه علت يې دا وو چي دلته خلک د دې هر څه په ارزښت نه پوهيدل او نه يې هم سر ورباندي ګرځوي ما غوندي کسانو ته به يې د ليونو ګمان کاوه او ويل به يې چي په هيڅ باندي خوشحالي کوي خو ماته اوس هم دا هر څه خوب ښکاري ګمان مي نه راځي چي دا هر څه دي حقيقت ولري .
دلته خو د افغانانو لوبه پر تلويزون نه ښوول کيده يوازي اى سي سي ( د کرکټ نړيوالي شوار ) او يو شمير نورو پښتو ويبپاڼو دا هر څه په مخامخ ډول خپرول چي ټول په ليکلي ډول وو ، ټوله ورځ به مي لوبه څارله چي کله به افغانانو لوبه و ګټله بيا به نو په منډه ولاړم په ملګرو به مي په ډيرو تودو احساساتو زيرى وکړ خو هغوى به يوازي د ( امممم ) په ويلو سره دا هر څه پاى ته و رسول او زما پر احساساتو به يې اوبه توى کړې .
دې حالت ته په کتو سره مي و پتېيله چي يوه داسي خپرونه جوړه کړم چي په هغه کي د افغان لوبډلي برياليتوبونه ، کرکټ لوبه او ارزښت يې و څېړل سي تر څو يو شمير کسان چي د درک خاوندان دي دا هر څه واخستلاى سي او د هغوى په واسطه بيا نور کسان دې بهير ته رامات سي .
نو مي د خپل وس او توان پر اندازه يو ساعته ځانګړې خپرونه جوړه کړه چي د هلمند په سيمه ايزه راډيو بْست کي درې ځلي خپره سوه او اوريدونکو زياته خوښه کړه . يوازي د هلمند اوسيدونکي نه بلکي په ټول افغانستان کي اوس هم زيات شمير کسان دې لوبي او د افغانانو برياليتوبونو ته هيڅ ارزښت نه ورکوي فکر مي وکړ چي دا خپرونه په انټرنيټ کي هم پر ليکه سي تر څو نه يوازي په افغانستان کي بلکه د نړۍ په هره څنډه کي د افغانانو د پوښتنو غوټي ورپرانيزي .
د لر او بر ويبپاڼي له ادارې څخه مننه کوم چي زما غوښتنه يې په ورين تندي و منه او دې خپروني ته يې په خپله پاڼه کي ځاى ورکړ .
د افغان کرکټ لوبډلي په وياړ دا يو ساعته په زړه پوري او ځانګړې خپرونه د ښاغلي احمد شاه پاڅون په زيار چمتو سوې ده چي د لاندي پيوندونو په کليک کولو سره اوريدلائ سئ !
| Afghan cricket team program part 1 | 30:08 | 32 kbps | 24 kHz | 7.24 Mb |
| Afghan cricket team program part 2 | 31:40 | 32 kbps | 24 kHz | 7.60 Mb |
