کور / تازه خبرونه / حامد کرزی ولسمشرۍ ته تر راجستر وروسته امريکا ته وخوځېدئ

حامد کرزی ولسمشرۍ ته تر راجستر وروسته امريکا ته وخوځېدئ

افغان ولسمشر حامد کرزي پرون په رسمي ډول د دريم ځل دپاره د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان راجستر کړ چي پدې سره د راجستر سويو کانديدانو شمېر دريو تنو ته رسيږي .

کرزي د خپل نويو مرستيالانو په توګه قسيم فهيم اول او کريم خليلي دوهم مرستيال معرفي کړ چي پدې ډول خليلي پر خپل ځای پاته خو ضياء مسعود ايسته غورځول سوئ  .

مخکي هم داسي ګنګوسې وې چي ښايي ولسمشرکرزی قسيم فهيم د خپل لومړي مرستيال په توګه وټاکي چي پدې اړه نوموړو د يو بل سره څو-څو ځله ليدلي-کتلي هم وو .

قسيم فهيم د حامد کرزي تر څنګ چي ولس ته يې په راتلونکي کښي د پوره خدمت کولو ډاډ ورکاوه؛ ډېر خوښ ښکارېده اود کرزي سره يې د دفاع د وزير جنرال عبدالرحيم وردګ ، د کورنيو چارو وزير او د ملي امنيت مشر امرالله صالح ترڅنګ واشنګټن ته په ګډ سفر کښي هم برخه واخستله .

کرزي پرون ولسمشرۍ ته د نوم تر راجستر وروسته د امريکا متحده ايالاتو په لوري وخوځېدئ چي په واشنګټن کښي د ډيورنډ په غاړو کښي د تاوتريخوالي د حل او د طالبانو څخه د پاکستان د اټومي وسلو د خونديتوب په اړونده جوړېدونکي درې اړخيزه غونډه کښي برخه واخلي چېرته چي د پاکستان ولسمشر آصف زرداري هم بلل سوئ دئ .