کور / هراړخیز / د كمپيوټر مينه والو ته زېرى

د كمپيوټر مينه والو ته زېرى

مايكروسافټ يو ځل بيا د كمپيوټر په نړۍ كښي يو بل په زړه پوري ګام واخيست. مايكروسافټ هر وخت هڅه كوي چي د كمپيوټر په نړۍ كښي نوري برياوي تر لاسه كړي او د كمپيوټر په برخه كښي نور پرمختګ وكړي. مايكروسافټ درې كاله وړاندي د ويسټا په نامه هم يوه وينډوز جوړه كړه چي په ماركېټ كښي له ډېرو نيوكو سره مخامخ او د كمپيوټر په كارولو كښي يې خلكو ته ستونزي پيدا كولې او يا بې د پرزو ضرورت كمپيوټر ته پيدا كړ.


خو له دې واري داسي نه ده. مايكروسافټ كمپني وايي له دې واري به داسي نه وي لكه څنګه چي وينډوز ويسټا وه په دې نوي ورژن(Windows 7) كښي له ډېره احتياطه كار اخستل شوى دى. په برطانيه كښي د مايكروسافټ كمپني ډايريكټر جان كرن بي بي سي ته وويل د وېنډوز وېسټا په شروع كولو كښي ځينو خلكو ته مشكلات پيدا شوو خو له دې واري له داسي مشكلاتو څخه د خوندي پاتي كېدو په لاره كښي ډېري هڅي سوې دي.


جان كرن وويل له ماضي څخه موږ سبق اخستى دى له خپلو ملګرو سره مو په ګډه يو داسي سافټ وېر(Windows 7) جوړ كړى دى چي له زړو ټولو سافټ ويرونه سره مطابقت كوي.د بي بي سي وېب پاڼي له كوله چي ويندوز ۷ به د مئي په پنځمه ماركيټ ته وړاندي شي.


خو له بلي خوا د كمپيوټر ماهيرينو د وينډوز ۷ د ازمويني په مهال وويل چي وينډوز ۷ له وينډوز وېسټا څخه په رفتار كښي تيزه ده.