کور / تازه خبرونه / كندهار: نا اعلان سوئ بېړنى حالت روان دئ

كندهار: نا اعلان سوئ بېړنى حالت روان دئ

د كندهار ښار اوسېدونكي نن او پرون پر ټولو لويو لارو ، چوكونو او كوڅو باندي هر ځاى د پوليسو، ملي امنيت او پوځيانو له تلاښيو سره مخ دي.


د كندهار ځينو ښاريانو لر او بر ويبپاڼي ته په خبرو كي له دغه حالت څخه اندېښنه څرګنده كړه او وايي د دولت او پوليسو انتظاماتو په په كتو سره هر ګړى د يوې بدي د پېښېدو اټكل كوي.


چارواكي وړمه ورځ يې په دغه ولايت كي په زياته اندازه چاودونكي مواد نيولي دي او دغه انتظامات يې د طالبانو د وروستي ګواښ په مقابل كي نيولي دي.


د كندهار د پوهني رياست تر خپل وخت يوه مياشت دمخه د زده كوونكو څخه د امتحانونو د اخيستلو پرېكړه كړې وه، چي لامل يې هم د حكومت ضد وسله والو له خوا د ځانمرګو بريدونو او ګډوډيو ګواښ په ګوته سوى وو، خو د افغانستان د پوهني وزارت دغه امتحانونه ناقانونه وبلل.