دردونو مړه کړم

سعيد لودين | مې 5th, 2009


خدایه درد نه می نورخلاص کړي دردونومړه کړم
ولله زخمونه می په زړه دی دي زخمونو مړه کړم
دغه نظر دی په خپل واک کړه چی راونه ګوری
ستادمړو سترګو دنظر اشارتونو مړه کړم 
هرګړي می دازړګي بس فریادونه کوي
فریادمی نه اوری هیڅوک دغي ظلمونومړه کړم
یوه ګړي راباندی سم قیامت شی تانه بغیر
محشرشي تانه غیرژوندون زه محشرونومړه کړم
لکه انځوریی اوس خبري راته نه کوي ته
دغي نیمګړي پاتي شوو ارمانونو مړه کړم
نصیبه ته چي خراب چاته ګیله مه کوه
اشناله تانه پاتي شوو دی یادونو مړه کړم 
په مامسکین باندی لږرحم وکړه زاربه دی شم
ندی وفا ندی جفا شته امیدونو مړه کړم
بس دی مطفی پرهردی مه تازه کوه ګوره چی
ستا دی سوز نه ډک دغم نه ډک شعرونومړه کړم

Copyright Larawbar 2007-2024