توکل په خدای

سعيد لودين | مې 5th, 2009


نن يې له سره پېلوم توکل په خدای
يولېونی غزل ليکم توکل په خدای
نن بيا له سره مينېږم نوي مينه کوم
بېرته ځواني راګرځوم توکل په خدای
نورنودچاخبره نه منم بس خپله کوم
زياتي دخپل زړګي منم توکل په خدای
شېخه!پدې نصيحتونودې غوږنه ګروم
جانان په زړه کې اوسوم توکل په خدای
مازدېګري کې مرور لالي ته کورته ورځم
 ورځيني غېږه تاووم توکل په خدای
 دبنګوبوټوپه بنديزهډوپروانلرم
سږ يې په خپل پټي کرم توکل په خدای
فطرته !تاته دې ډالۍ وي زما ټول شعرونه
بس بندګي هڅه کوم توکل په خدای

Copyright Larawbar 2007-2024