کور / تازه خبرونه / د اېران اټومي پروګرام ټولي دنيا ته خطر دئ

د اېران اټومي پروګرام ټولي دنيا ته خطر دئ


د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزير اويګدور ليبرمن وايي اېران د منځني ختيځ دپاره تر ټولو غټ خطر دئ او د دې دنيا اټومي پروګرام خو د ټولي نړۍ سلامتيا ته ګواښ دئ.
د اېران اټومي پروګرام چي د اېران اړيكي يې له اروپا او امريكا سره خرابي كړي دي، اسرائيل يې په اړه سختي اندېښنې لري، او په وروستيو مياشتو كي خو داسي خبرونه هم خپاره سول، چي ګني اسرائيل د اېران پر اټومي مركزونو هوايي حملې كوي.
ليبرمن وويل په منځني ختيځ كي اقتصادي پرمختګونه او سياسي استحكام يې د حكومت لومړيتوبونه دي.
ليبرمن د فلسطين د يوه خپلواك هيواد له جوړېدو او فلسطينيانو سره سخت مخالف كس ګڼل كېږي، چي د اېټاليا د خارجه چارو وزير فرانكوفرټيني ورته د فلسطينيانو په باب د سختو الفاظو د نه كارولو او په نرمه لهجه د خبرو كولو توصيه وكړه.
اېټالوي وزير ځكه هغه ته دا توصيه كړې، چي ليبرمن پروسږكال د مصر د جمهور رئيس په باب په يوه غونډه كي وويل، كه حسني مبارك له اسرائيلو څخه ليدنه نه كوي، نو جهنم ته تلل غواړي.