کور / تازه خبرونه / د ملي پيوستون ۱۲پروژې ګټي اخستني ته چمتو شولې

د ملي پيوستون ۱۲پروژې ګټي اخستني ته چمتو شولې

د کليود بيارغوني او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروگرام دوولس پروژي پدي وروستيو کي گټي اخستني ته وسپارل شوي .

ددغه ولايت د ملي پيوستون پروگرام د مسوولينو دوينا له مخي پدي ټول گټو او پراختيايي پروژو کي د(٢٦٨٠) مترو په اوږدوالي په سرک باندي شگي اچول ، د ( ١٢٥) کيلو واټو په ظرفيت د اوبو دبرښنا وړه دستگاه ، دوه پل گوټي ، د(١٠٠) مترو په اوږدوالي گابيوني ديوال، د(٣٠) مترو په اوږدوالي دکرني داوبو بند ، د(٧١٠٨) مترو په اوږدوالي داوبو رسولو دشبکي غځول ، او دڅښآک داوبو (٧) څاگاني شامل دي .


يادي شوي پروژي دتخار ولايت دفرخار، رستاق، کلفگان ، ينگي قلعه، ورسج او چاه آب په ولسواليو کي د(٦،٩٦٦٠٠٠) افغانيو په لگښت د ملي پيوستون پروگرام له بودجي اوپه سلو کي لس دکليوالو ونډي په شمول بشپړي ، چي له هغه نه څه دپاسه ( ٢٠٩٨) کورني برخمني شوي .