کور / طنز / سم رښتیا

سم رښتیا

د بي بي آغا د یو ې شخصي رادیو یو روغ مامورچې له کبره به لکه کولنګي چرګ پر دیوال د ګوتو په سرو کرار کرا ر او په پام رهي و چې خدای نه کړه دیوال ونه نړېږي.
د هغه اېنکو یوازې ځان او خپله ډله لیدله د خپلو ټولو کلیوالو سره يې مرکې وکړی له نیکه مرغه ان د کلی ډم يې لا د هنربند په نامه معرفی کړ نن يي له ځانه سره یوه مرکه چمتو کړې ده
سلام تاسو ته نن خپل ځان درپیژنم
زه هغه هنربند یم چې که له خاورو سره مرکه وکړم سبا هغه سره زر کیږی که مې د چپراسي سره مرکه کړې څو ورځي وروسته هغه پاچا، وزیر، سفیر اویا رییس شوی دی.
یانی داچې زه شخصیوتونه جوړوم؟
بلې همداسې ده
نن مې له ځانه سره مرکه ده سبا بیا وګوری زما څخه څه لویه بلا جوړیږی
 
زه باید د خپلو زده کړو په هکله څه ووایم زه یو هنربند یم چې خصوصي زده مې کړې خو په انګریزي ښه پوهیږم
هر څوک که غواړې ماته د کومي دولتي څوکۍ وړاندیز وکړی لطفا دی تیلفون راوکړی
درنګ درنګ
– هلو
زه غواړم تا خپل شاګرد کړم
ډیر ښه ستاسو دنده
سیاسي مداري
مننه
درنګ درنګ
– هلو
– زه غواړم تا د اوبو او سیلابو وزیر کړم
– سمه ده خو تاسو څوک یاست؟
– زه نوی کاندید یم زما سر ه څومرکې وکړه چې زه وټاکل شوم تابه د اوبو او سیلابو وزیر کړم
– تاسو څه کاره یاست؟
– زه یوسم رښتیا ویونکی خرکار یم
– خرکاری لوی کمال دی صیب ( په خندا)
-دلا څه کوئ زه ان بې پالانه پر خره سپریدلی شم!
– :ډیر اعلی صیب(په خندا)!
– مو ږ په تاسو غوندې خلکو ویاړو
ـ زما تر اوسه نه په یادیږي داسئ ښه او پوه خلکو تر اوسه ځان کاندید کړی وی چې خر کاری یې زده وي
– دا باید ووایم چې په الوتکه کې کمر بند شته مګرخر کمر بند نه لري نو پر هغه سپریدل څومره مشکل کار دی
– رښتیا،موږ باید په داسی پوه خلکو لکه خر کارانو ، سګوانانو…ویاړ وکړو دا زموږ شتمنی ده ؛ تاسو طنزی ادا می ډیره خوښه شوه
– ماته خجالت مه راکوی
– صیب! ډیر ټوکی یاست ګردې مې له خندا وچولې ستا سو کار ي اجندا څه شي ده
زه لکه نور کاندیدان په ګوتو سره، زر غونه نه جوړوم؛ دبوسو لاندې اوبه نه تیرول.سم رښتیا وایم
اهل کا رته کار نه سپارم ، د مجرمانو مخه نه نیسم، رشوت ، اختلاص نه بندم،په هیواد کې نفاق ته لمن وهم، هیواد په څو هیوادو پلورم،جیبونه ډکوم، نفاق ته وده ورکوم ، غلو ته د سخاوت بوریا د ازاد بازاز په نامه غوړوم، د قاچاقبرانو لپا ره نشه يی توکي رسمي کوم، بهرنیانو ته څه نه وایم هر څه چې کوی…
 
 
رښتیا چې ښه اجندا ده زه به په پرله پسې ډول دا اجندا څو شپې خپره کړم ( په خندا)
ډیر ښه وزیر صیب!
مننه جمهور صیب
ولس پوه شوچې هغه د نورو له اسمانه رالویدلو کاندیدانو څخّه ښه رښتیا ویونکی سړی دی
د هغه انتخابی نښان هم خروو
هغه جمهور شو
هغه رښتیا هم لکه چې ویلې یې وه هغه کارونه وکړه
بله دوره يي بیا په هم هغه اجندا ځان کاندید کړ
دا چې هغه سم رښتیا ویونوکی وو بیا ولس پر هغه اعتبار وکړ او هغه يې ددویمي دوري لپاره وټاکی.
ځکه ولس له درواغجنو کاندیدانو څخه ستومانه شوی وو
دسم رښتیا ویلو ملاتړ يي کوی