کور / طنز / خوب مي ليده، ته وا ښه…

خوب مي ليده، ته وا ښه…

تېره شپه مي ارګ په خوب ليده، ته وا ښه! نو داسي غوري وې:

الف: وا هلکه د جينيوا کنفرانس هم رانژدې سوی دئ، خو زه اندېښنه لرم

ب: نو په دې کي د اندېښنې څه خبره ده، نوي دريشۍ مو رانيولي دي

الف: خدای دي ووهه دریشۍ نه يادم، وام په تش لاس به څنګه ورځو، بايد څه لاس ته راوړني خو ولرو

ب: ټول افغانستان مو لوټ کړ، نوري لاس ته راوړني لا څنګه وي؟

الف: اوففف خدای دي په سترګو ړوند که هغه خو زما او ستا شخصي لاس ته راوړني دي، بايد د ملت او وطن لپاره هم یو څه خو ولرو، نړۍ وال پوښتنه راڅخه کوي

ب: ښه دا خبره ده، رښتيا هم بايد يوه د اوړو پزه خو ولرو

الف: يا د اوړو يا د خوشيو پزه، اوس خو بيخي پزه نه لرو، ښه اوس يو کار وکه!

ب: څه کار؟

الف: څو نفره پخواني چارواکي څارنوالۍ ته معرفي که، د څو زرواکو پر کورونو چاپې ووهه، خو ګوره چي خفه يې نه کې، ورته ووايه چي دا تش يو سامانه او نمايش دئ، څه موده وروسته يې زه بيرته يو ښه غوښن ځای مقرروم

ب: ستا خبره سمه ده، خو ځيني زورواکان زموږ له دې ټوکو سره نابلده دي، څارنوالۍ ته نه راسره ځي، ځيني يې بيخي جنګ راسره کوي، ما ويل هغه د (آلا دریش) کيسه ځني جوړه نه سي

الف: کيسه خو له لويه سره د (آلا دریش) ده، که رښتيا وي که درواغ، مطلب د لاس ته راوړنو يو لیست جوړ که چي زه يې د جينيوا په کنفرانس کي ولولم

ب: پر غبرګو سترګو دا کار به وکم، که نور څه نه وي د څو نفرو د ممنوع الخروج اعلان خو ډېر اسانه دئ

الف: دخول او خروج ستا کار دئ، خو د کنفرانس تر وخته پوري له (فروج) سره لږ خيال کوه، په کنفرانس کي به مو په شرمونو وشرموې، تر کنفرانس وروسته ستا کار دئ، بدبخته ته خو سم ملا لنډی يې.