کور / تازه خبرونه / په کندهار کي دسړک غاړي بم ۱۳ ملکيان شهیدان کړل

په کندهار کي دسړک غاړي بم ۱۳ ملکيان شهیدان کړل

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي د ملکي خلکو پر موټر د ماین چاودنه شوې .
په سپین بولدک کي یوه امنیتي سرچینه وایي د پټان خیلو په سیمه کي د ملکي وکړو پر ټونس موټر د ماین چاودنه شوې چي 13 تنه پکي وژل شوي دي .
خو د کندهار د ولایتي شورا غړی نعمت الله شیردلی وایي دغه چاودنه د کاریز او پټان خیلو سیمو تر منځ پر لاره د ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې ده چي د یوې کورنۍ 9 تنه غړي پکي وژل شوي دي .
ولایتي مسولین پیښه تاییدوي خو د مرګ ژوبلي جزیات یې لا له رسنیو سره ندي شریک کړي .

 

تصویرونه – د کندهار امنیې قومنداني