کور / طنز / هغه چاته پمپر ورجوړ کړی چي دانش یې ډیر وي

هغه چاته پمپر ورجوړ کړی چي دانش یې ډیر وي

يو کميس او دوه پرتوګونه

يوه انډيوال مي کيسه راته کوله چي خياط ته مي د کاليو لپاره ټوکر ورکړ، کله چي ورغلم ويل ټوکر دي کم سو، بيا مي يو متر نور ټوکر وروړ، دوې ورځي وروسته چي مي کالي ځني راواخيستل، ګورم چي دوه پرتوګونه يې راجوړ کړي دي، ما ويل دا څه په وکړم؟ ويل خير دئ يو وخت به دي په ښه درسي، نو درباري خياطانو يارانو خپلو لوړ پوړو چارواکو ته دوه پرتوګونه ورجوړ کړئ، دوی خو اکثريت يا (ټاميان) او يا (قُميان) دي، کورونه یې دلته نسته، اوږده سفرونه کوي، کله لار اوږده وي او کله کله سياسي مرداری هم کوي، که يې يو پرتوګ ناولی کړ په بکس کي به بل پرتوګ تيار ورسره وي، و هغه چا ته خو بيخي پمپر ورجوړ کړئ چي (دانش) يې ډېر وي!؟

عبدالنافع همت