کور / تازه خبرونه / یو کس خپله ښځه له پنځم پوړه راوغورځوله

یو کس خپله ښځه له پنځم پوړه راوغورځوله

پرون ماځیګر ۲۰ سپټمبر۲۰۲۰ د کابل په پنځمه حوزه کي د سیلؤ مخامخ بلاکونو څخه یوه کس خپله میرمن له پنځم پوړ څخه لاندي راوغورځوله.

راغورځول سوې مېرمن مړه سوې ده او مجرم کس چي مېړه یې وو په تښته بریالی سوی دی.

عیني شاهدان وايي ددوی دواړو تازه واده سوی وو.

پولیس د مجرم په لټه کي دي او دپېښي پلټنه کوي.

په افغانستان او پښتونخوا کي د کورني تاوتریخوالي قضیې نسبتاً ډیري سوي دي خو په دې وروستیو کي د جګړو د ډیرېدو، کورونا له امله اقتصادي حالت خرابېدو او پر راتلونکي دخلکو بې باورۍ دا حادثې نوري هم ډیري کړي دي.