کور / هراړخیز / جګړه نور بس ده موږه سوله غواړو !

جګړه نور بس ده موږه سوله غواړو !

فلسطينۍ او اسراييلۍ ( نوا ) او ( ميراولي ) دوه هغه ډېرمينه وال لرونکې سندرغاړې دي چې د ((بايد چې بله لار هم شتون ولري)) سندرې په ويلو يې ډېرى فلسطنيان او اسراييليان له جنګ جګړو څخه لاس په سر کېدو او سولې کولو ته رابللي دي.

پر سولې مېنې دا دوه هنرپالې سندرغاړې وايي د سندرو په ويلو منځنى ختيز له شخړو لاس اخيستو ته هڅوي.

دا دواړه سندرغاړې بلبلانې له شپږو کلونو راهيسې له يو بل سره همکاري لري او پر درېيو ((عربي،عبري او انګليسي)) ژبو جوړه شوې ((بايد چې بله لار هم شتون ولري)) سندره يې چې د دغو هنرپاليو په غبرګو غږونو ويل شوې تر ټولو مشهوره سندره ده.

اخينوم څوک ده؟

آخینوآم  نینی (سمت چپ) و میرا آواد همکاری با یکدیگر را از شش سال پیش شروع کرده‌ا‌ندهغه پر نولس سوه نهه شپېتم زېږديز کال په يمن کې دغه هېواد ته د يوې ورغلې اسراييلي کورنۍ په انګړ کې زېږيدلې، په نيويارک کې لويه شوې،په اوولس کلنۍ کې بيا اسراييلو ته تللې او اوس په دې موخه د موسيقۍ يوه ښوونځي کې زده کړې کوي چې په خبره يې د سوله پالو سندرو په ويلو پر سوله ضدو او جګړه پالو زړونو سوله واکمنه او د انسانانو د مرګ ژوبلې د پاى ته رسولو هڅه کې برخه واخلي.


ميرا هم وپېژنـئ!

دې فلسطينۍ جنګ ځپلې او پر سولې مېنې سندربولې د اسراييلو شمال کې پر نولس سوه پينځه اويايم زېږديز کال د يوه فلسطيني پلار او بلغارستانۍ مور په کاله کې دې جنګ ښکېلې نړۍ ته په لومړي ځل سر ښکاره کړ او بيا يې د موسيقۍ په يوه عالي لېسه کې زده کړې وکړې.

ميرا نه يوازې دا چې د زړه له درده د سندرو په ويلو خلک سولې ته رابولي بلکې په عربي ژبه په ياده برخه کې د شعرونو په ليکلو خپله يوه بله انساني ژمنه هم پر ځاى کوي.

دې انسان مېنې سندربولې سره له دې چې د سولې بيرغ په پورته کولو د لروبرې نړۍ د يو کېدو ارمان کړى خو له دې هڅې سره، سره اسراييلي راډيو ګانو په دې پلمه د هغې د سندرو د ثبت لپاره خپلو سټډيوګانو ته نه ده پريښې چې ګوندې غږ يې هنر او سندرې يې مانا نه لري!

هغې له خپلې ارمان ملګرې اسراييلۍ سندربولې سره د (( موږ ه کولاى شو چې څه غواړو تر لاسه يې کړو )) يوې بلې سندرې په نغږولو ډېرې برياوې ترلاسه او د ډېر زيات شهرت لرونکې شوه.

ويل کېږي چې اوس مهال به په ټوله عربي او ځانګړې ډول فلسطيني ټولنه کې داسې څوک نه وي چې د دې سندرې دې وانه وري، ونه وايي او خوند ترې وانخلي.