کور / تازه خبرونه / طالبانو د دولت او بهرنيو پوځيانو پر وړاندي بريدونه زيات کړي دي

طالبانو د دولت او بهرنيو پوځيانو پر وړاندي بريدونه زيات کړي دي

په دې وروستيو کي د افغانستان په بېلابېلو سيمو کي د طالبانو لخوا پر کورنيو او بهرنيو پوځيانو د ځانمرګو بريدونو تر څنګ وسله وال بريدونه ، ريموټ کنټرول چاودني او د وزارتونو په ګډون پر بېلابېلو دولتي تاسيساتو بريدونه زيات سوي دي ،افغان دولت او بهرني ځواکونه د طالبانو لخوا يوازي د هغو بريدونو تائيد کوي چي په لويو ښارونو کي يا مشهورو کسانو ترسره کېږي ، خو د طالبانو لخوا په پرله پسې ډول د لا زياتو بريدونو خبرونه خپريږي او په هر خبر کي دولت او بهرنيو ځواکونو ته دخونړيو ځاني او زياتو مالي زيانونو ادعا کوي .


په دولتي رسنيو کي د طالبانولخوا خپرو سوو خبرپاڼو ته ځای نه ورکول کېږي ، ځيني نوري کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ کله کله د طالبانو لخوا د خپرو سوو خبرپاڼو ځانونو او اوسنۍ دموکراسۍ ته د اوړو پزه جوړوي .


د کارپوهانو په وينا طالبان ورځ تر بلي ورځي پياوړي کېږي ، دولت او بهرنۍ قواوي ددوی پر پرمختګ پرده اچوي، دولت او بهرني ځواکونه د طالبانو په پرمختګ او ځواکمن کېدو کي ونډه لري ، هر څومره چي د عامو وګړو پر وړاندي له زورزياتي ، بمباريو او د هغوی پر کلتور تيری دوام مومي هغومره نور افغانان به له بهرنيانو او افغان دولت څخه د غچ اخستلو په موخه ليکو ته ور ګډيږي .


طالبان اوس هم په خبرپاڼو کي د افغانستان اسلامي امارت ليکي او خپل مشر ته د  اميرالمومنين ملا محمد عمر مجاهد خطاب کوي ، د طالبانو ويندويان قاري يوسف احمدي او ذبيح الله مجاهد هره ورځ رسنيو د جګړې خبرونه لېږي .


د افغانستان د چارو شنونکو په وينا طالبان تل د خپلي خوا مرگ ژوبله کمه او د مقابل طرف هغه زياته ښيي ، خو که د طالبانو لخوا د ادعاو نيمايي هم ريشتيا وي نو دا په افغانستان کي د بهرنيو قواوو او افغانستان د اوسنۍ ادارې د ماتي په معنا دی .


لراوبر د طالبانو لخوا د چارشنبې 06-05-2009 د هغو خبرونو لنډيز را اخلي چي د طالبانو ويبپاڼي يا د طالبانو وياند لخوا رسنيو ته سپارل سوي دي .


طالبانوپه هلمند كي درې تنه پوليس ژوندي ونيول


طالبانو نن ( 06-05-2009)رسنيوته ويلي چي : دهلمندولايت له مرکز (لشکرګاه ښار)نه  يې درې (3)تنه پوليس دیوه موټراوددريو(3)ميلوسپکووسلوسره ديوه وسله وال بريدپه ترڅ کې ژوندي ونيول .


دراپورله مخې برامته شوي درې واړه پوليس سمدستې دطالب سرتيرولخوا يوه خوندي ځای ته ليږدول شوي اودبرخليک په اړه يي لاتراوسه فيصله نه دي شوي


بغلان : طالبانويوولسوال اودهغه درې تنه ساتونكي وژلي دي


طا لبانورسنيوته ويلي چي : نن ( 06-05-2009) دبغلان ولايت دډنډغوري ولسوالۍاوسنۍ ولسوال (محسن خان)په داسي حال کې د”نصرت “دپیل شويوعملياتوپه لړکې ديوه وسله وال بريدپه ترڅ کې وواژه, چې کله نوموړی ددې ولسوالۍد”سفيدخان کلي” په اړونده سيمه کې په يوه کرولاموټرکې سفرکاوه.


خبرزياتوي : بریدکې ولسوال دخپلودريو(3)باډيګاردانوپه شمول ځای پرځای وژل شوي اووسلې يي طالبانوترلاسه کړي دي .


كابل : ديوقوماندن په ګډون پنځه تنه پوليس ووژل شول


خبري سرچينودطالب وياند ذبيح الله / مجاهدله قوله  خبر وركړ چي نن 2009\5\6مه يې د کابل ښار د”شاه شهيد”په اړونده سیمه کې دپوليسوسيمه ييز قوماندان دپنځو(5)ساتونکوپه شمول هغه وخت وواژه چي كله ددوى يورينجرموټردريموټ كنټرول ماين په واسطه والوزل شو.


 


طالبان : په هلمند كي مو يوولس تنه داخلي اوبهرني پوځيان وژلي دي


دطالبانوويندوي قاري / يوسف احمدي دعوه وكړه چي نن 2009\5\6يې دهلمندولايت دکريشک ولسوالۍد”يخچال” په سیمه کې دکندهار-هرات پرلويه لاره ديوې  مخامخ جګړې په پايله كي دبهرنيوقواوواوداخلي عسكرو يوولس تنوعسکروته مرګ اوژوبله واړوله  .


هغه وويل :  جګړه هغه مهال رامينځته شوه چې کله مجاهدينودنصرت په نوم دپیل شويوعملياتوپه لړکې ددوى پركاروان وسله وال بريد ترسره كړ .
 
كاپيسا : دالاساى ولسوالۍ تربريد لاندي راغله


طالب وياند ذبيح الله / مجاهدنن ر( 06-05-2009) رسنيوته ويلي :دکاپيسا ولايت دالآسای ولسوالۍپرمرکز د “نصرت “دپيل شويوعملياتوپه لړکې مخامخ بريدترسره شو.


هغه زياتوي :چي په دې بريدکې يې  دنوموړي  ولسوالۍ په ودانۍكي ميشتوعسكروته  مرګ اوژوبله اړولې ده , خوددقيقې شمیرې په اړه يي لاتراوسه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي .


طالبان : زابل كي مو پنځه تنه امريكايې عسكر ووژل


دطالبانووياندقاري / يوسف احمدي ادعاكوي چې نن ( 06-05-2009) دزابل ولايت دمرکز کلات اړوندد”ديوالګ تنګي “په سيمه کې  د”نصرت” دپیل شويوعملياتوپه لړکې  پنځه(5) تنه امريکايي عسکروژلي دي .


هغه وايې  : پېښه هغه مهال رامنځته شوه چي دامريكايې قواوويوټانګ  پريوځمكني ماين وخوت چي له امله يې ټانګ په بشپړه توګه ويجاړاوپكښي سپاره عسكريې ټول ووژل شول چي سوځېدلى ټانګ يې  اوس هم په سیمه کې پروت دی