کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ضيا مسعود د سياسي فاتحې اعلان

د ضيا مسعود د سياسي فاتحې اعلان

وروسته له هغه چې ولسمشر حامد کرزي د ټولټاکنو په کميسيون کې د ولسمشرۍ لپاره ځان په رسمي توګه راجستر کړ، مارشال فهيم او کريم خليلي يې خپل مرستيالان وټاکل نو ورسره سم د ملي جبهې دمشربرهاند الدين رباني  دزوم اودولسمشر کرزي اوسني لومړى مرستيال احمد ضيامسعود  د قدرت د فاتحې اعلان  وشو .

ضيا مسعود چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې د ولسمشر حامدکرزي د لومړي  مرستيال  په توګه  دنده ترسره کوي او ډير ځله خو يې له موټي نه پورته  لوونه وکړل او آن تردې چې کله به يې دولسمشر کرزي په مقابل کې  و درېد او پرهغه به يې داسې نيوکې  کولې چې تابه ويل دکرزي په مخالف لوري کې يې مورچل نيولى ،په داسې حال کې چې له څلورو  کالو راهيسې د کرزي سره په يوه دستر خوا ن ډوډۍ خوړله اوټولو چارو کې شريکان وو ،

 ضيا مسعود داسې يوه پلان جوړکړي وو ترڅو په هر حال په واک  کې پاتې شي له يوې خوايې هلته په ملي جبهه کې له خپل خسر(رباني )  سره اړيکې ټينګې کړې وې اوله بلې خوايې دکرزي د لومړي مرستيال  په چوکۍ څه چې کرزي به بهرته تلو دجمهوري رياست د څوکۍ سرپرست به هم وو .

هغه که څه هم د قدرت او چوکۍ تجربه يې نه لرله، خو له  قدرت سره يي ډيره علاقه درلوده او دا فکر يې کاوه چې که جبهه  په راتلوونکي کې دقدرت واګې په لاس کې واخلي نو هلته ورته څوکۍ رسيږي اوکه ولسمشر حامدکرزي بريالى شي نو  د  لته خوهماغه لومړى مرستيالتوب خو يي خپل بللى وو .

خو کله چې ولسمشرحامدکرزي د غويي په ١٤مه دولسمشرۍ دټاکنو خپلواک کمسيون ته لاړاوهلته يي ددغه جبهي اواودنظار شورا مخکښ اوحامدکرزي له لنډمهال او انتقالي دوره کې ددفاع وزير مارشال محمد قسيم فهيم دملي جبهې څخه جلا او د خپل لومړي مرستيال په توګه يي اعلان کړ نوپه اصل کې يې احمدضيا مسعود   سياستمداري  اوخپله لورينه وښودله .

ولسمشر حامد کرزي ددې ترڅنګ چې داحمد ضيامسعود سياست مداري يي دجبهې سره يوځاي  کړه دهغه ترڅنګ يي يوبل مخور او ولسمشرۍ ته خپلواک کانديدګل آغا شيرزي  چې ترډيره بريده دغرب ملاتړيې هم له ځان سره لرله  د ګل خانې ماڼۍ ته وروغوښت اوله ځان سره يي  ملګرى کړ اود جمهوري رياست څوکۍ ته له نوماندنۍ څخه يې دځان په ګټه پښيمانه کړ  .

ولسمشر حامد کرزي د راتلوونکي ولسمشرۍ  ټاکنو ته د کانديدانو له ډلې څخه تر ډېره  بريده د ګل اغا شېرزي  له کانديدۍ نه په وېره کې وو ځکه له يوې خوا دغرب ملاتړ لري اوله بلې خوا په خپله دنده کې ترډيره بريده دخلکو ملاتړ خپل کړي وو  .

  خو کله يي چې دواړه مرستيالان د ملي جبهې غړي  هريواحمد ضيا مسعود او سيدحسين انوري خپل مرستيالانو وټاکل اوله څو شيبو وروسته يي دولسمشر حامدکرزي  په ګټه تير شواوپه ټاکنو کې يې دولسمشرۍ څخه خپل ملاتړ اعلان کړاوملي جبهې ته يي يوخطرناک ګذار اوداسې درس ورکړ چې په ترډيره وخته به بيا له داسې چاسره ائتلاف ونه کړي .


Ibrahimi.jornalist@gmail.com