کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د لوی پكتيا له جرګې دي ملاتړ وشي !

د لوی پكتيا له جرګې دي ملاتړ وشي !

دتاريخ په اوږدوكښي دافغانستان ټولې ستونزي دقومې جرګو له لاري په ډيرښه ډول هواري شوي اودهرډول ستونزومخه يې نيولي دزمانې له ټولوطوفانې پړاونويې هيواد روغ رمټ را ايستلي دي ، البته ترنوروقومنونو دادپښتون اولس يو غوره دودي چې لو ي خداي ج ورباندي لورلي دي ، زموږ مشرانو تل دهيواد ستونزي په ملي روحيه او پياوړي عظم په خورا زړه ورتوب هواري كړيدي ، دجرګو غوره دودونوموږ په نړيواله سويه پيژندلي او زموږ غوره والي ځرګند كړيدي ،په تير كې جرګوته هغه پاخه په قوم مين او پياوړي مشران ورپيزندل كيدل چې ترهرځه قوم ورباندي ګران واوپه دي لاره كې داولس له ازموينوبريالي راوتلي وو، دوي ته ترهرځه قومي ګټو اهميت درلود او خپله لويي اوسرلوړي يي هم دقومي ګټو په ساتلو كې ليدله ، دحالاتوپه اوښتون سره هرځه تغير وموند دخلګو په ذهنونو كې منفي بدلونونو وكولاي شول چې زموږ هرځه ته پوره زيان ورسوي دژوند له نوروبرخو كه راتيرشو نودغه دجرګو او مركو او دمشرانو خبري كه پاملرنه وكړو دجرګو اومشرانو قوم پالونكې ذهنيت هم اغيزمن شويد ي ، دوخت واكمنانو دخپلونارواګټو دساتلو او نامشروع كارونوته مشروعيت وركولو لپاره دجرګو په جوړولو كې پخوانې دودونه اودستورونه ترپښولاندي كړل چې هغه ځوك به ورته راتلل چې داولس غم ته يې ترهرځۀ لمړيتوب وركاوو تيرو جرګو وښوده چې دهيوادله بيلو بيلو سيمو هغه خلګ راټول شول چې دوي سياسي او توپكي قدرت درلودنه قومې اواولسي قوت همدا سبب دي چې موږ دهري ورځې له تيري دوسره سم له ناخواليواونويو ګواښونوسره مخامخ كيږو چې په نژدي تيركې ټولي چاري دشخصي ، تنظيمي او ګروپي ګټو دساتلو په اساس پرمخ بوتللي شوي ، ملي او اولسي ګټي له پامه ولويدي، .
نن سبا چې افغانستا ن تربل هر وخت په اساسو او ځورونكوتاريځي ستونزو كې ښكيل دي ،ژونداوهيوادمو له هره پلوه له دردونواو ځوورنوسره لاس ګريوان دي ، دهري ورځې په تيرويدو سره وضعه لا دورانيو لوري ته درومي ، وينې بهيږي ، پښتون وژنه ديو ه منظم سيميزاونړيوال پلان په اساس پرمخ بيوله كيږي ، له پښتنوځخه سيميزاونړيوال دوښمنان خپل پخواني انتقامونه اخلي ، بدبختانه چې دافغان اولس واك دهغه چالاس ته لويدلي دي چې ورته يوازې شخصي قدرت او واكمني تر هرځه ډير اهميت لري ، داولس په برخه ليك دخپلو ځاني او ګروپي ګټو لپاره لوبي كوي ، دوي دافكر كوي چې موږهرڅه كوو سم دي اولس نه پوهيږي ، ددوي دخير لپاره دي ، مګر دوي دځان له غوله ولوبل هيځ كا رنه دي كړي ، اولس اوس تربل هروخت ښه پوهيږي سترګي خلاصي دي هرځه وينې ، اودخپل برخلګ دټاكلو لپاره په كار لګيادي ،
دغربي يرغلګرو دشعارونو په اساس چې موږ افغانانوته دموكراسي راولو ، ازادي او دبشردحقوقو دساتني لپاره ورته كاروكوو دادي اوه كاله پوره شول چې داد دموكراسي اوانساني خدمتونو غاويرانوپه افغانستان واك وچلاوو، دوي ته په لمړيو كې چې افغانا ن له ژوند ه ډيرستړي او درديدلي وو هركلي ووايو اودتل په شان يې په خوږو پستو خبرو وغوليدل چې دادي نن دتيرد خوښ باوري تاوان وركوي ،
په تيرو ټاكنو كې هيوادوالوپه پراخه پيمانه ګډون كړاو دخپلو هيلودغوړيدلو په تمه وچې نن ياسبا به پوره شي نه داچې پوره نه شوي بلكې پر هغو ذهنونويې تياري خوري شوي چې دهيلو دغوړولولپاره يې كارول ، اولس له هرډول ستونزوسره مخامخ شو ،
لنډه داچې په اوو كلونوكې موږته بي له درد غم ويرانې وژولو ،شړلو تړلو او بندي كولو، لوټولو ،پرعزت تيري كولو ،لوږو تندو اوخپلو او لادونو پلورلو نورهيڅ رانه كړل شول ، داټول يوازي اويوازي درايووركولواودانتخابي اولسمشر دجوړيدو له امله وشول ، اولس نورله رايو ښه خوندونه ليدو كه همداسي جريان روان وو نو درايو وركول دځان وژوني اوپه لوي لا س ذلالت ته ځان تسليمول دي ،تاسوهغو څولوړمنزله بلډينګونواو په ښاركې لوكسو هوتلونواوموتروته مه ګوري چې شتون لري دادهيوادولوپه وينو ابادشوي دي ، دادځوكسانو دي چې دافغانانو په وينويې تجارت وكړ، كه لوړمنزلونه ليدل كيږئ نوترځنګ يې ديوه بې وزله پلارستړي او پريشانه ځيره هم وګوري چې خپل نازولي اولاد پلوري ، دواړه سره پرتله كړئ ،
داووكلونوورسته دادي دتيروواكمنانو جيبونه ډك شول ارمانونه يې پوره شول ، په بهر كې دنوي روښانه عياش ژوندلپاره هرډول تياري ونيولي ،خوپه هغه غاړه نه باسې لايې زړونه نه دي ساړه شوي . اوس دادي يو ځل بيا غواړي داولس په سترګو كي خاوي ورواچوي او دټاكنو ترسيور ي لاندي پښتون وژني،افغان شرمونې او ذلالت كولو ، او ناوراكارونو اوكړنوته مشروعيت وركړي .
مخكې مې وويل چې اولس اوس بيداره شويد ي ،او موږ جرګي لرو ،
داچې اوس دپكتيا لويه جرګه راوړاندي شويد ه چې دكانديدانوترمنځ يوتفاهم پيداكړي او يو تكړه كانديده په ټولوسره غوره كړي داډير نيك او ښه كاردى چې داولس هيلي يې لږ وغوړولي ،
 ددولتي حاكميت پرسرباندي يو ملي قومي سوټي بايد پروت وي چې دراكنترول او مهار كولو لپاره يې مهار په لاس كي وي ، ځكه موږ لاتراوسه هغې مرحلي ته نه يو رسيدلي چې دونه پا ك وجدانونه ولرو چې ترهرځه خداي راتيروي اوپاك كاروكړاوپه صداقت سره خپلي دندي ترسره كړو، دبلي خوا نړيوال امپرياليزم ښكيل كړوهغه مو خدمت او صداقت ته نه پريږدي .له دي ټولوچالونوسره مخامخ يو
 دلوي پكيتا دمشرانو دجرګي دجوړي له امله دغزنې دولايت دګيلان مقر ناوي او اب بڼد قومونه دزړه له كومې مباره كې وړاندي كوي ،او خپل پوره ملاتړ درسره اعلانوي ، او تاسوته په دي لاره كې برياوي له لوي خداى ج غواړي ، اوسنې دموكراسي موږته هغه ځه نه راكوي چې موږيې غواړو بلكي زموږ غوښتني په افغاني دموكراسي كې پرتې دي چې داجرګې او ننواتې اونورغوره دودنه دي ،موږ بايد خپل افغاني دودونه عصري او پلې كړو ،چې زموږدټولنې ټولي غوښتني پوره كونكې دي ،
= تاسو مشرانو ته موداوړانديز دي چې يوازي دخداى لپاره په افغانې مينه او احساس خپلومنډوته دوام وركړي ، داسې يو قومې بي لوري او خپلواك ځواك رامنځ ته كړي چې دواكمنانوپرسره تازغونه غوندي پروت وي ، داځواك ملي وي افغانې وي ، او پياوړي وي ،
– تاسو دته دهيلوسترګي دراوړي ، تاسوهرځه كولاي شئ ، ستاسو ترشا ټول اولس ولاړدي ، ستاسو ځخه دملت اوافغان اولس داڅو غوښتني دي هيله ده په نظركې ونيسيږئ . ترڅو وكولاي شئ دټول ملت استازيتوب وكوي اوټو ل قومونه درسره ملګري شي :
= ستاسو جرګه داسې خپلوكه وي چې دهيچاتراغيزي لاندي نه وي .
= په جرګه كې ټول هغه مشران چې ريښتني او صادقان وي راټول شي .
= تاسو بي دملت له غوښتنو او دي ستونزوته دپاي دټكي دايښودلو بل هيځ ارمان ونه لري اوددي لوي ارما ن پرسره له هيچاسره معامله او مصلحت ونه كړي .
= موږ معاملواو نامشروع مصلحتونو تباكړي وي نورتاسو له دي ناوړوفعلونو ځانونه وژغورئ.
= ستاسو جرګه ملي سراسري قومې جرګه شي چې دټول هيواد استازي پكي ګډون وكړي دااستازي بايد داولس له خوا وټاكل شي نه د واكمنانوله خوا نه دپيسو له لاري نه دزورله لاري ،
= ستاسو جرګه له هرډول امتيازه پرته پرقومې ګټوودريږي ځكه تاريخ داښودلي ده چې د افغانان امتيازاتوته واڼې وځې.
= په اوسنيو ټاكنو كې ډير محتاط اوسې چې څوك موتيرنه باسې ،يوداسې كانديدغوره كړي چې ملي افغاني احساس او فكر ولري اودهغه ځواك تاسو واه اوسې نه ډلي ټپلي او بهرنيان ، خيردي دبهيرنيانوهم دونه غوښتني ومنې چې زموږ ګټي پكې لاهونه شي ،
= موږ په ټوله معنې غلامان يو هيواد اواولس مو په فكر ي او ذهنې ډول تجزيه شوي دي
يوازې جغرافيه وي تجزيه يې پاته ده ، وګوري پښتانه څو برخو ويشل شويدي . يوه برخه يې دملايانواو طالبانو اواسلام تر نامه لاندي دپاكستان ځارګر ي ډلي دځان كړيده — دوهمه ډله يې ددموكراسي اوروڼ اندو په نامه غرب غلامه كړي ده عام اولس رڼي سترګي حيران پاته دي چې په چاپسي ولاړ شي او ځۀ وكړي ، دريمه ډله ملي افغاني مفكورو درلودونكې دي لكه اولس خولي يې تړلي دزړه وينې خوري نورځه نه شي كولاي ، له صحني وتلي دي .
==== زموږ په تا جكانو وروڼوكي ايرانيانو او روسي لاس اچولي دهغو غلامي كوي
 == هزاره ګان وروڼۀ مودايران غلامې كوي چې دوي وايې موږ شعيه ګان يو يو ه مرجع موشته ، البته ټول تاجكان نه يادوم ټول هزاره ګان نه يادوم ټول پښتانه نه يادوم داتول هغه يادوم چې اوس يې خبره چليږي اوواكمنان دي ، == عام اولس كه په هر مليت پوري اړه لري ترپښولاندي دي ، او تل په يوه نه په بل ډول ځوريږي دهيواد په جنوب كې پښتانه په بمونو الوځول كيږي وژل كيږي په سرپل اوتخاركي موازبك اوتا جك وروڼه په جنسې تجاوزونو،غلا،اونورلارو ځورول كيږي كه دپښتنو ژوند خوندي نه دي نو دتاجكانواوازبكانو اوهزاره ګانو وروڼو ناموسونه اوعزتونه دپلورل شويو افغانانو له لاسه په امان كې نه دي اونه دي خوندي ،
په پاى كې ستاسودجرګې له ټول مشرانو هيله كوو يو پريكړنده او پياوړي تصميم و نسيږي ، ترځو اولس له دي ستو نزو خلاص شي چې داكار په ميړانه اوپښتني همت اوافغاني غروركيږي ،
وګرځيږئ منډي كړي سترګي وغړوي موږ اولس ته احمد شا بابا راپيدا كړئ ياميرويس خان ايوب خان او امان الله خان راپيداكړئ . داكارتاسو كولاي شي او بايد ويې كړي ،
هيله ده تاسو افغانيت وساتئ ، پښتونواله وساتئ اوددي غوره دودونو په ساتولوكې هانداوهځي وكړئ.
– داوړوله ليوانو مه ويريږئ ، تاسو لوي اولس ياست هرڅه كولاي شئ ،
داسې ځوك ولس مشري ته غوره كړئ چې دكرزي غوندي معامله ګرنه وي ، داسې كسان سره راتول كړئ چې ملي وي اوملي ګټئ ورته اهميت لري داسې خلګ ډير دي خو هغو ته اوس ځو ك غوږنه نيسيږي ځكه هغو ي په ډالرونه پلورل كيږ ي تاسو هغه راپورته كړئ ،
له ټولوهيوادوالونه هيله كوو چې ددي جرګې پوره ملاتړوكړي ، اوله دي لاري دهيوادستونزوته دهواري لاره ومومو،
ديوه داسې نوي اولس مشر دراتلو اوټاكلو په هيله چې ترهرځه قانون او ملي گتي ورته اهميت ولري
دملي يوالي په هيله ، دسرلوړي افغانستان په هيله
 تل دي و ي افغانستا === تل دي وي ملي يوالي افغاني غرور او پښتني همت . تل دي وي اسلامې مينه او خواخوږي په ګران افغانستان كې. په دره ناو ي