کور / تازه خبرونه / په کندهار کي نازوانا(ښځینه )کلتوري او ټولنیز بهیر جوړ سو

په کندهار کي نازوانا(ښځینه )کلتوري او ټولنیز بهیر جوړ سو

      د۱۳۸۸  لمریز کال د ثور د میاشتې پر پینځلسمه د سې شنبې په ورځ د كندهارولایت په مرکز کي دیوې پراخي غونډي په ترڅ کي د نازو انا کلتوري – ټولنیز بهیر پرانستل سو.


      دغه  پرانستونکې غونډه دلسګونو ښځینه شاعرانو، لیکوالانو او ادبپالو میرمنو او د ښځینه ښوونځیو زده کوونکو په ګډون د اطلاعاتو اوکلتور ریاست دغونډو په تالار کي جوړه سوه. ددریڅ چاري ولولې تنها پرمخ وړلې او د خبرو لپاره يې نظیفه شاه، هارون حکیمي، عبدالسمیع غیرتمل، جانان مومن، عبیدالله تسل اونجیبې ارمان ته بلنه ورکړل.


      ټولو په خپلو خبروکي دنازو انا د بهیر جوړېدل دژبي، سیمي ،ادب او په ادبیاتوکي د مېرمنو دونډي لپاره ګټور ګام وباله، خوښي يې وښووله اوزیاته یې کړه چي دالومړی ځل دﺉ چي په دغه ولایت کي دښځینه شاعرانو او لیکوالو لپاره یوه ټولنه یابهیر جوړېږي.   


دیادوني وړ ده چې دغه بهیر به د افغانستان دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر د څانګي په توګه دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر د کړنلارې سره سم په کندهار ولایت کې د میرمنو د ‌ذ‌هنونو د روښانولو ، په کلتوري ، ادبي اوټولنیزو برخو کي د میرمنو د خورو ورو فعالیتونو او د ښځینه شاعرانو او ليكوالو د روزلو په برخه کي کار کوي.


      دنازو انا کلتوري ـ ټولنیز بهیر به په هره میاشت کي یوه پلا غونډه کوي. په غونډو کې به له جوړ سوي پلان سره سم پر کلتوري او ټولنیزو مسایلو خبری کیږی. دخپلو کاري موضوعګانو تر څنګ به د نجونو او میرمنو پر ادبي لیکنو کره کتني کیږي او دهري غونډي په پای کي به ازاده مشاعره کیږي . دغونډو د تنظیم چاري به کندهار میشتي ژورنالیسته اوتکړه شاعره نظیفه شاه پرمخ وړي.


      دیادونې وړ ده چی داطلاعاتو اوکلتور ریاست او دځوانانو د اړیکو او معلوماتو مرکز د نازو اناد کلتوري او ټولنیز بهیر سره د ټرانسپورټ او ځای د برابرولو ژمنه وکړه .