کور / تازه خبرونه / هلمند: په بيلا بيلو سميو کي د عملياتو خبرونه ورکول کيږي

هلمند: په بيلا بيلو سميو کي د عملياتو خبرونه ورکول کيږي

دهلمند امنيه قوماندان وايي دري تنه طالبان دخپل ماين له امله وژل سوي دي دهلمند امنيه قوماندان خبر ورکو ي چي دکندهار لښکرګاه ترمنځ لاره کي دوراهي ته نږدي دري تنه طآلبان هغه مهال ووژل سوه چي غوښته يي دلوى لاري په سر دولتي ځواکونو ته ماينونه ځاي په ځاي کړي چي دپټيدو پرمهال خپله پري چاودلي دي او مرګ ژوبله يي دوي ته واړوله چي دقوماندان اسدلله شيرزاد په خبره جسدونه يي اوس مهال په بست روغتون کي پراته دي دهلمند امنيه قوماندان وسلوالوطالبانو دوياند قاري يوسف احمدې هغه خبره رد کړه چي ګواکي دري تنه پوليس يي په يوه کرولاموټر کي ژوندي تښتولي دي، دهلمند دپوليسو مشر سمونوال اسدالله شيرزاد زياته کړه چي دايساف ځواکونو له لوري په ځيني عملياتو کي چي په نهرسراج سيمه کي ترسره سوي دي دوه تنه طالبان وژل سوي دي خو ايساف ځواکونو ته په کي کوم زيان نه دى اوښتي قوماندان وويل ايساف او ملي پوليسودباباجي په سيمه کي نور عمليات کړى د ي او دوه خرواره ترياک او دري مشکوک کسان يې هم ديو شمير وسلو سره نيولي دي چي قوماندان په خبر ترياک يي هلته سوزولي او کسان د دوى سره بنديان دي . خو دبلي خوا دوسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدې خبر ورکو ي چي دکوفکي په سيمه کي بهرنيو او دولتي ځواکونو دچاپي پرمهال په نښته کي دوه تنه طالبان هلته دجنګ پرمهال ټپيان سوي دي. خو بل پوله د وسله والو طالبانو وياند قاري يو سف احمدي وايي د کوفکي په سيمه کي يې د بهرنو او دولتي کسانو په چاپه کي دوه طالب ملګري ټپيان سوي دي که څه هم دولسي مرګ او ژوبلي په اړه راته دکوفکي نه ملکي کسانو څه نه دي ويلي خو دطالبانو وياند قاري يوسف احمدې په سيمه کي وژل سوي ټول دولس تنه ملکي کسان وښودله همدارنګه قاري يوسف خبر ورکړ چي دګرشک ولسوالي ديخچال په سيمه کي يي دمخامخ نښتي په ترڅ کي دولس تنه ګډوډ ځواکونه وژلي دي خو دهلمند دولتي چارواکي دطالبانو دغه وروستۍ خبره نه مني داپه داسي حال کي ده چي دهلمند امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيزاد خبر ورکړ چي ددې ولايت په يو شمير سيموکي لا دطالبانو په ضد چانيز عمليات ادامه لري خو قوماندان يي سميه په دقيق ډول په ډاګه نه کړه