کور / تازه خبرونه / لغمان کې سېلاوونو خلک زيانمن کړل

لغمان کې سېلاوونو خلک زيانمن کړل

 

د لغمان د والي وياند سيد احمد صافي نړۍ ته وويل چې په دې ولايت کې د وروستيو بارانونو له امله راوتو زيانونو په بېلا،بېلو ولسواليو کې ١٢٠٠کرنيزه ځمکه له منځه وړې، په قرغيو ولسوالۍ کې يې د ٥٠٠٠ جريبه ځمکې حاصل زيانمن کړى او همدارنګه يې ١٠٥کورونه وران کړي چې له امله يې خلکو ته درون مالي زيان اوښتى.

صافى وايي د لغمان ولايتي ادارې لا له دې زيانمنو خلکو سره څه مرسته نه ده کړې او له دولت او مرستندويو ادارو د دې کار هيله لري.