کور / z_buitenland_news -- 5 / د بوټو د مرګ خبر د هغې د ګوند وياند تاييد کړ

د بوټو د مرګ خبر د هغې د ګوند وياند تاييد کړ

د پاکستان د مخالف د خلګودګوند مشره بېنظير بوټونن پنجشبه د خپل ګوند د غړو په يوې مظاهره کې د يوه ځانمرګي بريد په نتيجه کې ووژل سوه .  ويل کيږي چې په دې بريد کې د شلو تنو په شاو خوا کې نور وګړي هم وژل سوي دي .


د بوټو د ګوند وياند واصف علي خان  د راولپنډۍ په روغتون کې چيري چې بوټو يې د بريد نه وروسته هلته وړې وه ويلي دي چې نوموړې نن  د مازديګر څلور بجې او شپاړس دقیقو مړه شوه  



دپاكستان په ګڼ مېشته ښار كراچي كې دبلاور هاوس سره نيژدې بيا هم دډزو او يوې چاودنې غږ اورېدل شوى دى  ، پاكستاني خبري رسنۍ په پرله پسې توګه وايي چې د دمېرمن بېنظير تر وژنه وروسته بلاور هاوس  سره نېژدې دچاودنې ږغ اورېدل شوى دى خو لا تر اوسه په دې اړوند نور جوزيات نسته .