کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د قانوني پر ږېره …

د قانوني پر ږېره …

 د  قانوني پر ږېره خس


         د افغانستان د ولسي جرګې مشر او په ولسي جرګه کې د جبهې بنسټ اېښودونکى  محمد يونس قانوني او د هغه ډېر نژدې ملګرى او د جبهې غړى احمدضيا مسعود په ګډه سره د افغانستان د ملي شتمنيو او ملي ګټو لوټولو لپاره پښې تر لاسونو بډ وهلي او دادى د لوى اختر په دويمه ورځ يې  چې د ډسمبر د مياشتې له ١٩ نېټې سره سمون خوري  له افغانستان څخه پنځه (٥) ميليونه ډالر او د امير دوست محمدخان د وخت تاريخي اثار په بډه وهلي وو او غوښتل يې چې د هيواد څخه بهر پرې څو بنګلې او کورونه ترلاسه کړي، خو  عجيبه داده چې غټ غله په نړيواله کچه هم څوک نه شي نيولى او نه يې رسوا کولى شي د دوى لاسونه دومره اوږده دي چې نړيوالى رسنۍ يې تر ستونې رانيولي او حقيقت ويلو ته يې نه پرېږدې، زموږ د هېواد رسنۍ خو پرېږده، زموږ بې پلاره او بې موره رسنۍ،د پرديو په لاس روزل کېږ ي او هغه څه چې پردي دښمنان غواړي د هغو د پلي کولو لپاره  له اسلامي، انساني او  افغاني پولو څخه تيرى کوي نو له داسې رسنيو څخه به د رېښتونولۍ اوحق ويلو تمه  څنګه وکړو،دا ډول بلواکو رسنيو  موږ تل له حقيقت څخه لرې پاتې کړي يو او له داسې پېښو څخه چې د افغانستان له  ملي ګټو او شتمنيو سره تړاو لرې بې خبره پرېښې يو.


      زموږ په هېواد کې د شمالي ټلوالي او د اوسنۍ جبهې غړو په کراتو، کراتو داسې ناوړه کړنې سرته رسولي  چې د دې ناوړه کړنو له بېلګو څخه يې د پخوانيو افغانيو د ناچلېدو تر ټاکلي نېټې مخکې  له روسيې څخه د هغو افغانيو را واردول او د هېواد په مختلفو برخو کې د همدغو افغانيو په بدل کې د دولت لخوا ټاکل شويو نويو افغانيو لاسته راوړنه وه چې د ډېرو  مظلومو افغانانو حقونه يې تر پښو لاندې کړل  چې له بده مرغه له  هغو مستحقو افغانانو  سره پخوانۍ افغانۍ هماسې ناچله پاتې شوې خو دوى پرې عيش او عشرت وکړ. د ښاغلي قانوني او د هغه د جبهې بله لاسته راوړنه د شير پور پر ځمکو قبضه او د هغو بې وزلو او بې وسه افغانانو په زوره ويستنه وه چې اوس په کې د ښاغلي قانوني، محمد قسيم فهيم او د دوى د جبهه والو ماڼې ودانې شوي دي، او کله چې په هماغه وخت کې د ځېنو بااحساسه ژورناليستانو له خوا له ښاغلي قانوني څخه پوښتنه وشوه چې ستاسو خو ددې ځمکې مستحق نه ياست ولې مو دا ځمکې تر ولکې لاندې کړي دي نو ښاغلي قانوني په خورا تنده لهجه وويل چې : (( اينها بي عزتي   مارا مي کنند کمره را بند کنيد)) له دې جملي څخه مطلب هماغه ملتپاله ژورناليستان وو چې په هغه وخت کې د دې خوار ملت د حقونو لپاره چېغه پورته کړې وه او داسې بااحساسه ملتپاله ژورناليستان يې دخپل ځان په سپکولو تورن کړل، ددې جملې  پاى ته رسېدو سره  سم د ملي ټلويزون دغه خپرونه په ټپه ودرېده، د ښاغلي قانوني په يوه چېغه هر څه ودرېدل، دا ځکه چې دى عزت، پت او شخصيت لري خو دده په نظر هغه بې وسه او خوار افغانان چې د شير پور په  ورانو کنډوالو کې يې  شپې او ورځې سبا کولې بې عزته، بې پته او بې شخصيته ښکارېدل نو ځکه يې يوازې خپل ځان ددې ځمکو مستحق ګاڼه.


      د ښاغلي قانوني او شمالي ټلوالي لخوا د شخصي ساتونکو يوه کمپنۍ جوړه شوه چې له دې لارې يې هغه وسلې چې له دوى سره پاتې وې پر دغو ساتونکو وويشلې او دوى يې په يوه ځانګړې يونيفورم په دې مانا چې د بهرنيو موسسو او کمپنيو ساتنه کوي په کار بوخت کړل، دوى په دې کار سره له يوې خوا خپل خلک په وسلو سمبال کړل او له بلې خوا يې د همدغو له لارې په زياته پيمانه ګټې لاسته راوړې او کله چې به څوک د دوى د ګټو او يا موخو خنډ وګرځېده نو دهمدغو محافظينو په واسطه يې له منځه وړه، په دې توګه د دوى دغه زورواکي په کابل ښار کې ښه چلېده او هېچا د دوى د ناوړو کارونو مخنيوى نه شو کولى او لا تراوسه دا د ظلم او زور لړۍ د دوی لخوا روانه ده.


      له دې نه وروسته ښاغلي قانوني او محمد قسيم فهيم په دغو ګټو اکتفا ونه کړه او په کابل کې يې د مارکيټونو په جوړولو لاس پورې کړ،  د دوى د مارکيټونو دقيق شمېر څرګند نه دى ولې دومره ويلى شو چې په ده افغانانو کې سپين زر هوټل ته مخامخ د طلا پلورلو نوى جوړ شوى مارکيټ د دوى د مارکيټونو يوه بېلګه کېداى شي، او کوم لګښت چې په دغو مارکيټونو شوى دى ښکاره خبره ده چې د دوى له وس او توان څخه لرې و ځکه چې دوى له پخوا څخه نه کومه سرمايه لرله او نه په کوم سوداګريز کار بوخت وو بلکې دا خو ددې څو کلونو بې زحمته ګټه ده چې اوس يې په شمېرلو نه رسېږي، دا هغه وخت دى چې ښاغلى احمدضيا مسعود په ارګ کې  دننه په لوټمارۍبوخت و.


      دا لړۍ همداسې روانه وه او د دوى د سرمايې لمن خورا لويه شوه آن تر دې چې بهرنيو هېوادونو ته وغزېده، د دوى سوداګريزې چارې ښه په چټکۍ سره روانې وي ځکه له يوې خوا واک او له بلې خوا يې ځواک ملګرتيا کوله او په دې وروستيو کې يې د ګازګروپ په نامه يو شرکت له څښتن سره لوټ کړ،د ګاز ګروپ اصلي څښتن د هرات ولايت اوسيدونکى و هغه يې د مرګ په ګواښونو سره له دې کمپنۍ څخه لا س په سر کړ او په دغه کمپنۍ يې په خپله کار شروع وکړه، چې له يو څو ورځو وروسته افغانانو ته څرګنده شوه چې دوى د ګاز په ډبه کې ټاکلى ګاز نه وي بلکې يو څو کيلو کم وي، دوى له دې لارې هم خپله حلاله ګټه له لاسه نه ورکوي، ځکه دا خو د دوى دنده او عمل دى.


      د يادونې وړ ده چې ښاغلى قانوني او دهغه جبهه وال د شرکتونو، سوداګريزو مارکيټونو او دې ته ورته کارونو اسناد په خپلو نومونو نه بلکې  يا د ورور او يا هم د خپلو، خپلوانو په نومونه جوړوي تر څو خپلې څېرې همداسې پټې وساتي.


      کېداى شي داسې ډېرې ورته پېښې د دوى او د دوى د مزدورانو له خوا عملي شوي وي خو دا چې زموږ خواره رسنۍ په هندي سريالونو، ايراني لغتونو او اصطلاحاتو خپرولو، د بوديزم په تبليغ کولو او د نفاق په خپرولو بوخته ده نو دې ته وخت نه لري چې له داسې پېښو څخه افغانان خبر کړي او داسې  څېرې هېوادوالوته په سمه توګه  ور وپېژني.


      نو آيا غلا، چور، چپاول، د بې ګناه افغانانو وژنه، د خلکو مال لوټونه، زورواکي، د ملي شتمنيو لوټماري او خيانتونه تور وي او که سپين……!!!!!!!!!!؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟.