کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په زابل كې دمېرمني سره ظلم دايراني مهاجرت پايله

په زابل كې دمېرمني سره ظلم دايراني مهاجرت پايله

له ښځو سره ظلم ،تېرى، اوناوړه چلند په افغانستان كې ننۍ خبره نه .تردې وړاندي هم ورته بېشمېره ظلمونه تيري او نارواوي شوي دي خو داهر څه دافغانستان داوږدې غميزي له كبله دي . دتوپكيانو په وخت كې چې ډېرى  يې دمجاهدينو دوره بولي هم ډېرو مېرمنو ځانونه ووژل خو دزابل ولايت وروستۍ پېښه رښتياهم يوه داسي ناوړه پېښه ده چې هيڅ انسان يې نشي زغملاى .


زموږ په هيواد كې ښځي يوداسي ټبر دى چې په حقيقت كې ترډېره حده ددودېزو ستونزوسره سره ځيني كورنۍ ستونزي هم لري يا په بله ژبه بايد ووايم چې ځينو تش په نوم نارينه وودځانونو مينځي جوړي كړي دي .ترډېره هده بياهم داتور پرپښتنو لګېږي خو داهم پټه خبره نه ده چې ځينو پښتنو به داسي كړي وي پرښځو تېرى كوي او ځيني داسي شيطان صفته تش په نوم پښتانه به هم وي چې دزابل ولايت دوروستۍ پېښي په څېرعمل كوي . داهسي په نوم نارينه چې پريوې بېوزله پښتنې يې دبې پتۍ تورلګولى غوږونه اوپزه يې ورپرې كړي او سر يې ورخرېيلى دى .


زما په خيال نارينه خو څه چې انسان هم نه دى ځكه په انسانيت كې هم دورته پېښو لپاره بېلابېلي لاري شته .او كه داظلم كونكى شيطان دپښتونولۍ دعوه لري نو به له دغه شيطاني عمله وروسته دنارينه په څېر پرميدان درېدلى واى او دابه يې سپينه كړې وه چې رښتيا هم دظلم اوتېري ښكار ((ناديه))خداى مكړه بې پته وه .


خو زه ديوې پښتنې په صفت ويلاى شم چې پښتنې مېرمني ترډېره بريده دخداى پاك نه بلكه دخپلومړونو عبادت كوي او بېشمېره داسي پښتنې مېرمني پېژنم چې دخپلو مړونو دلمسيانو پرځاى دي او بياهم ورته ناستي دي او دپښتني دود سره سم يې هيڅ ډول سرغړونه نه ده كړې .


همداراز ډېرو پښتنو هم په هم دغه ډګر كې بېشمېره قربانۍ وركړي دي .پرپښتني سيمو داتورونه لګېږي چې له ښځو سره ظلم كوي ښايي شوي به وي خو داله هغه وخته ده چې زموږ پرهيواد دروسي يرغل وروسته ګاونډيانو ددوستي په نوم تيري پېل كړل .


افغان ولس هيڅ كله داسي نه ووچې له خپلو دښمنانو به يې سرونه غوڅه ول البته دشخصي دښمنيو خبره كوم او دجګړې دډګر خبره نه كوم . افغانانو چې به په شخصي دښمني كې كوم څوك وواژه نو په خپل څادر كې بې ونغښت هو كورنۍ ته به يې حال وركړ چې پلانى مې ووژلو ، دروسانو تريرغل وروسته ورو ورو زموږ ګاونډيانو په موږ كې داسي بدبيني خپره كړه چې اوس نو دوژلو پربېلابېلو طرحو فكرونه كېږي . خبره بلي خواته رانه ولاړه اصلي موضوع ته راځم او هغه داچې اصلاً مې پردې خبره ماغزه وران شوي دي .زه به داكيسه وليكم چې دبدبختي ((ناديې)) په خبره څنګه خبره شوم .


ګرانه لوستونكې !


دنوروخبريالانو په څېر زماهم په هره خبري موضوع كاروي اودعادت مجبوره يم چې دورځې په خبري مسايلو ځان خبروم ، ترډېره بريده دپښتو ويپاڼي ګورم ، داختر ورځ وه ځينو كورنيو ميلمنو سره مي وليدل په تلوار مي دخپل لاسي كمپيوټر تڼۍ ووهله او دمامول سره سم (لراوبر)ويپاڼي ته ولاړم ، دخبرونو پرسرټكومي ځغلنده نظر تېركړ نابه بره پريوه داسي عنوان پېښه شوم چې رښتيا هم ډېربېرېدونكى او هيرانه وونكى وو، ليكل سوي وو(د يوې ښځي پزه او غوږونه غوڅ کړل شوي دي) ژرژرنوروخبري پاڼو ته ورغلم خو څه په نظر رانغلل ،له لږ ځنډ وروسته مي تليفون رااوچت كړلمړى مي خپل دفتر ته (هيواد تلويزون ) ته تليفون وكړ هلته هم دم ګړى څه په لاس رانغلل او زابل ته مې تليفون وكړ او په اصل خبر مې ځان خبر كړ.


ورو ورو رسنيو داخبرخپور كړ او دهري خبري سرچينې په خبرونو كې ددې كار غندنه وشوه. خو فكركوم اصلي خبره ترډېره  هده پټه پاتي ده اوځكه مې نن په خپله ماته اوګوډه ليكنه كې داموضوع راواخيسته چې ستونزه په موږ كې نه بلكه دادايران دلس كلن مهاجرت پايله وه چې يوه بې ننګه تش په نوم پښتون يوداسي شرمونكى عمل وكړ چې دټولو پښتنو رنګ پرې بدشو .


ددغه كس چې دبدبختي ((ناديې)) ژوند ورسره تړل شوى دغه عمل ښيي چې په ايران كې دخپل لسكلن مهاجرت په دوران كې ډېرناوړه اعمال ترسره كړي دي .دده ورور زربت خان چې په زابل كې دافغان پوځ په ليكو كې كاركوي او ددغه نامرده ورور له بدعمله يې عزت اوپت ته زيان اوښتى او دپوليسو له لوري نيول شوى دى ويلي دي چې ورور يې تر((ناديې)) وړاندي يوه بله مېرمن هم وژلې او ((ناديې)) سره يې دڅلورولكو پاكستانۍ كالدارو په بدل كې دشمالي پښتونخوا په واڼه كې واده كړى دى .


دناديې پلار خو به دځينو نورو پښتنو په څېر ددغه ظالم په لاپو ختا وتلى وي او ايمان به يې په څلورلكه پلورلى وي خو موهمه داده چې دغه كس داعمل په افغانستان كې نه دى زدكړى او دادايران دهغه شكمن كلتور برخه ده چې هلته تللي اكثره افغان مهاجرين په بېلا بېلو ناوړه عادتونو اخته وي اوډيرى كسانو يې هلته هغه څه ليدلي وي، او يا په بله معنا چې كړي يې وي  چې يادول يې ښه نه دي   او چې كله خپل هيواد ته راستانه شي نو بياهره پښتنه په نظر بېپته ورځي ځكه دغه ډول بې پته كسانو پخپله ډېري بې پتۍ ګاللې وي .


دايران څخه ټول راغلي افغانان نه يادوم البته داويلاشم چې په ايران كې مېشتو ډېرى افغانانو دهغوى كلتور اخيستى او ترډېره بريده ښځه يوازي او يوازي په هرڅه ملامته بولي . په ايران كې مېشت ډېر افغانان وايي چې هلته له يوې خوا ښځي ته دمخ دلڅولو اجازه نشته خو له بلې خوا دسيغې په نوم دډېر لږ وخت لپاره نكاح تړلاى شي .له ترو دېرشو كلونو راپه دېخوا دنړۍ له بېلابېلو كلتورونو سره سره دګاونډيو هيوادونو دودونو پر افغانانو سخت اغېز شيندلى او هرهغه عمل ته دډېرى كسانو پام كېږي چې په نوروهيوادونو كې دكډوالۍ پرمهال ليدلى وي .


دبېلګي په توګه ويلاى شم چې په افغانستان كې يوازينى ولايت هرات دى چې هلته ډېرى مېرمني ځانونه وژني اوددې لاعمل هم دابلل كېږي چې دځان وژنې دغه ښځينه دود هم له ګاونډي ايران څخه افغانستان ته راغلى دى او له دغه ځانوژنو څخه ښكاري چې په ايران كې ښځو ته په ډېر كښته سترګه كتل كېږي اوهم دغه وجه ده چې هلته مېشت ډېرى افغانان هم خپلو مېرمنو ته هغه نظر كاروي .


پايد ووايم چې دافغانستان اوږدې غميزې ترډېره هده ددغه هيواد ټولنيز حيثيت زيانمن كړى او په ټوليزه توګه اوس دلته دنوروګاونډيو كامونو په څېر خلګ ديوازيتزب ژوند كوي . كه چېرته ټولنه ژوندۍ واى او په ټولنيز ژوند كې يوڅه (ژوند) پاتي واى نو اوس به دغه تش په نوم پښتون مړې سترګي له خپله كور اوكلي نه تښتېدلاى . په پاى كې ديوې پښتنې په صفت له خپلو ټولو پښتنو وروڼو داغوښتنه كوم چې دخداى اوپښتون ولى په خاطر دخپلو اولادونو په وركړه كې دقت وكړئ او دهغوى راتلونكې ته جدي پاملرنه وكړئ .