کور / شعر / د پښتون غږ

د پښتون غږ

چې روپو باندې خرڅيږي پښتون نه دی



پښتون هغه دی چې غم د ټول ملت خوري



د پردو ډهول ته ګډيږي پښتون نه دی



پښتون خپل کور کې سوکړک په شرافت خوري



نن مې واروريدلې رنګارنګ خبرې



دبيلتون او د نفاق د جنګ خبرې



له حيانه مې په زړه باندې بل اورشو



لوی جهان راباندې تنګ لکه د ګور شو



يو څلور تنه د بل لونګۍ په سر وې



دور دستور جرګې ترې هيرې لر او بر وې



د خپل پلار په کور منکر په سپکو سر وو



چا د اس پر ځای زين کړی ورته خر وو



دوی ويل چې نيم ازاد پښتون غلام شي



تور بادار به يې په دې مضمون ارم شي



پښتانه دي پښتنوالې نه نور تير شي



بیخبره دې خبر له مضمون نه دي



قسمونه که هر څو اوچت اوچت خوري



اوس پخپله پښتون ټاکي خپل راتلونکی



هر دښمن به يې هم مات وي بايلونکی



چې دقام په سر پيسې اخلي تورتم کې



اولادونه به يې پاتې وي په غم کې



اوس ويښ شوی دی پښتون په دې پوهيږي



لوی وطن د ابدالې به يې جوړيږي



اوس پخپلو کې يو کيږي افغانان خپل



پيژندلي لرو برو دښمنان خپل



چا چې اور زمونږ په لوی کور کې بل کړی



دوی کوهئ ځانته په لاره کې بل کړی



نو پخپله به يې لار شي په کوهئ



خپل عمل به يې کوهئ ته غور ځوي



پښتنو ځنې هير شوي پرون نه دي



پښتون پوه دی ژوند په پوهه او غيرت خوري



معافي  غواړم له کشرانو مشرانو



د قلم له خاوندانو اديبانو



خو دا ځينې چې کاواکو باندې سر شي



هر څه هير کړي پخپل ځان هم بې باور شي



څوک چې خوري په پاکه خوله مردارې غوښې



يا بچو لره وروړي دا خواري غوښې



مالومدار چې دهغوی اولاد مردار وي



په کور کلي او ولس تر خوارو خوار وي



په پښتو د پښتنو مشرتوب نه دی



خرڅول د پرګنو سړيتوب نه دی



مشران د پښتنو خدمتګاران دي



نه هغه چې د پرديو نوکران دي



چې په کور موټر   قام خرڅ کړی پښتون نه دی



پښتون مري خو نه چې وينې د ملت خوري



څوک چې قام وې پورته کړی ځان ترې ورک شي



وړي خولی نه غټی باسي هسې سپک شي



بې خبر په ځان پلورلو شروع  وکړي



ناروا په قام تيلو شروع وکړي



هغه ژر هسې رسوا لکه سقاو شي



که هر څو ترې فرعوني قوت راتاو شي
 



ځينې دومره صادقان د نوکرۍ دي



په غوږو کې اچولې يې کړۍ دي



دوی پخپله غلامان دي غلامان



چې غلام جوړول غواړي لوی افغان



لر او بر دي پوهيدلي افغانان ټول



لوی وړو دي پيژندلي جاسوسان ټول



خدمتګاره پښتون کړی پاڅون نه دی



که راپاڅيده لومړی غم د عزت خوري









د زمانې غږ د خلکو غږ


٤


له ټولګې څخه


د ١٣٥٨ ل کال د زمري ٢٨ د ګران هيواد د استقلال د بيرته اخيستلو د اغاز ٨٧ کليزې په وياړ٠