کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دبالا بلوک ډله ییزې وژنې ولسي قهر ډیر کړ

دبالا بلوک ډله ییزې وژنې ولسي قهر ډیر کړ

۲۰۰۹/۰۵/۰۷


د بالابولوک  ولسوالۍ پر ولسي نښو له خونړۍ بمبارۍ وروسته  دهیواد په لویدیځ کې دنړیوالو ځواکونو په وړاندې د قهراو غوسې پرته بل څه نه دي پاتې .دتیرې چارشنبې په ورځ چې د لسګونو ملکي افغانانو مړي دبالابلوک ولسوالی د خواجه ان دکلي په یوه هدیره کې خاوروته سپارل کیدل ، د قربانیانو پاتې شونو د حامد کرزي د حکومت او د امریکا د پوځ په ضد شعارونه ورکړل.


هغو کسانو چې د خپلو خپلوانو مرګ په دې خونړۍبمبارۍ کې ولیده، له حکومتي او نړیوالو هڅو څخه یې نور لاسونه ومینځل .یو سړي چې د کورنۍ څوتنه ښځینه غړ ې یې په دې بمبارۍ کې وژل شوې وې ،یو سیمه ییز خبریال ته وویل چې ددوی تمه د بیا رغاونې ، سولې، ښونځیو او  د روغتیايي مرکزونو د جوړولو وه ، نه د عامو خلکو ، ماشومانو او ښځمنو دډله ییزه وژلو .



سیمه ییزو خلکو وویل چې نژدې ۱۴۱ تنه ملکي خلک په دې بمبارۍ کې وژل شوي دي چې ښځې او ماشومان هم پکې دي.نړیوالو خیریه ټولنو هم ددې پخلی کړی چې ۱۳۰ ډیر ملکي افغانان په دې بمبارۍ کې وژل شوي دي.

په سپینه ماڼۍ کې اوباما او د هغه د بهرنیو چارو وزیرې خپله خواخوږي وښودله او د تیر په څیر یې دپیښې د پلټنوخبر ورکړ.

خو د روانې زیږدیزې میاشتې پر ۶ نیټه د ایسوشیتید پریس خبري اژانس په افغانستان کې د متحدو ایالاتو د یو وتلي جنرال له خولې  راپور ورکړ چې دغه برید امریکایانو نه بلکې طالبانودلاسي بمونو په کارولوسره  دا برید  ترسره کړی دی . جنرال ویلي دي له برید وروسته طالبانو سم لاسي د پیښې قربانیان په ګاډو کې اچولي او د کلي په شاوخوا کې  یې  ګرځولي او ادعا یې کړې چې دامریکایانو په بمباریو کې ووژل شول.

که څه هم داسې اسناد نه دي خپاره شوي چې په دغه برید کې د طالبانو لاس لرل په زبات کړي خو که دابرید رښتیا هم طالبانو تر سره کړی وي نو دا ډیره د ویرې وړ خبره ده. دا به په تاریخ کې لومړی ځل وي چې طالبان د ډله ییزو وژنو وسلو ته لاسرسی پیدا کوي  . یا دا چې طالبانو داسې لاسي بمونه یې تر لاسه کړي دي چې د ډله ییزې وژنې لپاره کارول کیږي.رښتیا هم خطرناکه خبره ده.

خو دا خبره د یوې څرګندې  پلمې په څیر ښکاري  بلکې رښتیا هغه دي چې سیمه ییزو خلکو پخپلو سترګو ولیدل.

ځای خلکو وویل چې د بالا بلوک ولسوالۍ د ګرانۍ او ګنج اباد له سیمو څخه عادي خلک دجګړو له کبله بیځایه کیدو ته اړشوي وو او د خوجه ان په کلي کې چې په پرتلیز ډول ارامه سیمه وه ، پنا اخیستې وه.

د۲۰۰۸ کال د اګست په میاشت کې د شینډډ د ولسوالۍ د خلکو ډله ییزه وژنې په افغانستان کې د امریکايي پوځ په وړاندې د طالبانو ملاتړ ډیر کړ .

په هغه برید کې ملګرو ملتونو دنژدې ۷۷ تنو ملکي خلکو د وژلو پخلی وکړ چې ښځې  او ماشومان هم پکې وو.

د بالا بلوک په ولسوالۍ کې د خیریه ټولنو او دسره صلیب د ټولنې  چارواکو د سیمه ییزو خلکو له خولې وويل چې په دې برید کې پرته له ملکي انسانانو هیڅ یو طالب نه دی وژل شوی.خو دامریکا پوځ چې په تیرو وختونو کې هم ددغسې پیښو په وړاندې د رښتیاو منلو ته په سختۍ چمتو شوی دی ،په لاس په  افغانستان کې خپل دښمنان ډیروي.

دبالابلوک په ولسوالۍ کې که پخواسل  طالبانو وو ، وروستی برید به یې شمیر زرګونو ته ورسوی . دامریکا اوسني ولسمشر بارک اوباما چې د بدلون نارې وهلې اوپه نړۍ کې یې  دمتحدو ایالاتو ددریځ د ښه کولو خبرې کولې ، په دې برید سره یې پوځ  په افغانستان کې دهغه تګلاره له توپیر ډکه وښودله.

د ملکي خلکو ډله ییزه وژنې د اوباما لاسته راوړی کریډیټ په هیواد کې زیانمن کړ.پخواني ولسمشر بوش هڅه وکړه چې دافغانستان د نا ارامه سیمو خلک په زور تابع کړي خو هغو هڅو پرته له انساني ناورینونو بله لاسته راوړنه نه درلوده . بوش د امریکا هغه  دریځ چې د بشري حقونو د دفاع او د ولسواکۍ نارې سورې یې لیږدولې پر جنګي جنایتونو ککړ کړ.

په ۱۹۸۰لسیزې په پیل  کې د کیله ګی د ظهرابي په کلي کې روسانو څلویښت تنه کروندګر ووژل ټول ولایت یې ولړزاوو .دا برید دروسانو په وړاندې د لوی پاڅون لامل وګرځید.

ددې سره سره چې د هغو څلویښت تنو کروندګرو غچ څو برابره ډیر  له شوروي سرتیرو څخه واخیستل شو بیا هم د خلکو زړونه نه وو یخ ، ساړه اسویلي یې باسل او د عادي کروندګرو ډله ییزه وژنه یې غندله. خو دامریکاله یرغل وروسته ددغه  پوځ بمباریو د شورویانو کړنې نورې په افغانستان کې له ذهنونو وویستلې خو د هغې جګړې د میړانې یادونه او ټاکټکونه هماغسې د افغانانوپه ذهنونو کې پاتې دي.

د الجزیرې ټلویزون په دې وروستیو کې د امریکا د پوځ یو بل پارونکی کړون هم بربنډ کړ چې په هیواد کې دنړیوالو ځواکونو په وړاندې افغانان راپورته کوي.

په دې راپور کې  امریکايي ځواکونو مذهبي هڅې ښودل کیدلې چې دافغانانو پر دودیزې اسلامي عقیدې به یو تیری وبلل شي اودې جګړې ته به رښتیا نی صلیبی رنګ ورکړي.

دا مساله ډیر ژر عامو ذهنیتونو ته ننوتلی شي او طالبان له داسې شیبو څخه پوره پوره ګټه اخلي. که موخه د تاوتریخوالي له منځه وړل او په افغانستان کې د سولې راوستل وي ؟ نو د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لاره دا نه ده بلکې نورخلک  د امریکا له دښمنانو سره یو ځای شي.

په داسې حال کې چې افغانستان راتلونکو ولسمشریزوټاکنو ته چمتوالی نیسي ، روان حالات د ټول ټاکنو خوندیتوب نور هم له ګواښ سره مخامخ کوي او رایه اچونکي به  چمتو نشي چې په اسانۍ سره رایه ورکړي. ددې ډول بریدونو تر ټولو ډیر زیان حامد کرزي ته رسیږي چې غواړي ددولتي شونتیاوپه کارولو سره بیا واکته ورسیږي.افغانانوته دتیرو کلونو ترخو تجربو دا ور زده کړل چې دملکي خلکو دوژنې دوسیه تش په نامه پلټنو وروسته  نوره  تړل کیږي . او په داسې حال کې چې  بیا یې څوک د پرانیستلو جرت نشي کولی  پر ولسي افغانانو د طالب او القاعدې پړه هم اچول کیږي.

اوس نو خلک څه ملامت ، له یوې خوا پانډ بلې خوا پړانګ.