کور / تازه خبرونه / د ټويوټا كمپنۍ اووه نيم ميليارډ ډالره تاوان وكړ

د ټويوټا كمپنۍ اووه نيم ميليارډ ډالره تاوان وكړ


د نړۍ د موټر جوړولو تر ټولو غټه كمپنۍ ټويوټا وايي د ۲۰۰۹ كال په جنوري او فبروري كي يې اووه نيم ميليارډ ډالره تاوان كړى، چي دغه رقم په تيرو ۷۲ كلونو كي د ټويوټا كمپنۍ په تاريخ كي بېسارى دئ.
ټويوټا كمپنۍ په ۲۰۰۸ كال د نړيوال مالي بحران پرمهال حساب وكړ چي د كال په جريان كي يې ټولټال څلور نيم ميليارډ ډالره تاوان كړى وو.
د كمپنۍ له خوا د سږكال تاوان د خامو موادو ګراني، د جاپاني پيسې بې ارزښته كېدل او په اروپايي بازارونو كي د دوى د موټرانو د څرڅلاو كمى په ګوته سوى دئ.