کور / تازه خبرونه / د اسلامي امارت د طالبانو لخوا د خپرو سوو خبرونو غورچاڼ

د اسلامي امارت د طالبانو لخوا د خپرو سوو خبرونو غورچاڼ

 طالبانو پرون هم د ۲۰۰۹ د می پر ۹مه نېټه له بېلابېلو سيمو څخه د جګړو او بريدونو خبرونه خپاره کړي دي ، له هغو خبرپاڼو چي د طالبانو مطبوعاتي دفتر يې له نامعلومه ځايه خپروي د ځينو لنډيز داسي دئ :





طالبان : هلمند كي مويوولس تنه بهرني پوځيان مړه اوژوبل كړي دي


رسنيودطالبانودوياند قاري يوسف احمدي له خولې خبروركړچي وړمه شپه د ۲۰۰۹ د می پر ۸مه نېټه طالبانو دهلمندولايت دنادعلي ولسوالۍد”لوی مانده” په سيمه کې يوولس تنه بهرني پوځيان هغه مهال مړه اوټپيان كړل ,چي دولسي وګړو دکورونودپلټني وروسته دطالبانوله خوا په لاره کې ښخ کړای شوي ماينونه پري وچاوديدل.


خبروايې چي پېښه هغه وخت رامنځته شوه چي ګڼ شمیرامریکايي عسکرپه سیمه کې دكورونودتلاشۍ په موخه دهليکوپتروڅخه راكښته شول چې پلي عسکريي ددرنوچاودنوښکارشول .


ديادوني وړده چې پرون ورځ هم ددې ولايت په اړوندوسيموکې ايتلافي ځواکونودطالبانوسره په نښتوكي دخپلوڅلوروتنوانګليسي عسکرودوژل كېدوپخلى وكړ .




كندهار: اووه تنه پوليس وژل شوي دي


طالب وياند قاري يوسف احمدي رسنيوته وويل چي وړمه شپه د ۲۰۰۹ د می پر ۸مه نېټه يې دکندهارولايت دډنډولسوالۍد”سرې کلا”په سيمه کې د”نصرت” دپيل شويوعملياتوپه لړکې دداخلي عسکروپرګزمه دبريدپه نتيجه کې دپوليسو يوه (1)عراده رينجرموټرويجاړاوپکښې سپاره اوه (7)تنه عسکرځای پرځای ووژل شول .


هغه وويل چي په يادشوي بريد کې چې دیوه کمين په ترڅ کې تر سره شو دوژل شويوعسکرووسلې اونورمهمات طالبانوترلاسه کړي دي .



 
غزني :دملي اردو اووه تنه پوځيان وژل شوي دي


دطالبانوويندوي ذبيح الله مجاهدرسنيوته ويلي چي پرون د ۲۰۰۹ د می پر ۹مه نېټه يې دغزني ولايت داندړوولسوالۍد”چارديوال “په سيمه کې دنصرت دپيل شويوعملياتوپه لړکې دملي اردويورينجرموټرپه ماين الوزولى ا وپکښې سپاره اوه(7) تنه پوځيان يې وژلي دي .


 دغه راز هغه ادعاكوي چي دخوست ولايت دمرکز د”مرکزي عيدګاه “سره نژدې يې دنصرت دپيل شويوعملياتوپه لړکې دپوليسویوه عراده رينجر موټرپه يوه ښخ کړای شوي ماين الوزولى اودرې تنه پوليس يې پكښي وژلي دي .


دهغه په وينا چارواكوددې پيښي وروسته ملكي وګړي په نښه كړي اودرې تنه يې ځني ژوبل كړي


دغه رنګه مجاهدپه يوبل خبركي وويل چي دخوست ولايت دصبريوولسوالۍدخلبيسات پرکمپاين يې پرون د ۲۰۰۹ د می پر ۹مه نېټه پنځه توغندۍ توغولي دي, چې له امله خارجي عسکروته دمالي تلفاتوسربيره درنه مرګ اوژوبله هم اوښتې ده. خوددقيقوتلفاتوپه اړه يي لادمګړۍ معلومات نه دي ترلاسه شوي .





هلمند : خارجي پوځيانوته مرګ ژوبله اوښتې ده

طالبانولراوبر ته په راليږل شوي خبركي دعوه كړې چې پرون د ۲۰۰۹ د می پر ۹مه نېټه يې دهلمندولايت دنادعلي ولسوالۍد”نورمحمدخان “کلي په اړونده سيمه کې دنصرت دپيل شويوعملياتوپه لړکې دخارجي عسکروپرپلي ګزمه بريد ترسره كړي دي , چي په پايله كي يې پنځوتنوخارجي عسکروته مرګ اوژوبله واوښتې ده .


په يوبل خبركي طالب وياند قاري يوسف احمدي خبري سرچينوته ويلي چي ددې ولايت دسنګين ولسوالۍپه بازارکې دبرتانوي عسکروسره په مخامخ جګړه كي دهغوى يوټانګ ويجاړكړى اونامعلوم شمېر پوځيان پكښي وژلي دي .


ديادوني وړده چي ,په دې وروستيوكي دهيوادپه ګوټ ګوټ آن په شمالي ولاياتو كي لا دبهرنيوقواووپه وړاندي حملې زياتي شوي دي .




طالبان : اووه تنه پوليس مووژلي دي


دطالبانودشهامت ويبپاڼي په حواله  پرون د ۲۰۰۹ د می پر ۹مه نېټه دننګرهارولايت دخوږيانوولسوالۍكي ددې ولسوالۍاووه تنه پوليس په يووسلوال بريد كي وژلي اويوشميرنوريي ژوبل كړي دي .



پكتيا: لس تنه پوليس دطالبانوسره په مخامخ جګړو كي وژل شوي دي


 دطالبانودشهامت ويبپاڼي په حواله پرون د ۲۰۰۹ د می پر ۹مه نېټه ورځي دنصرت په عملياتو كي د پکتياولايت احمدخيلوولسوالي پرمرکز اوشاوخواامنيتې پوستوباندي دڅوپرله پسې بريدونوپه لړكي لس تنه پوليس وژل شوي دي .


شهامت ليكي چي په نوموړي بریدکې ګڼ شمیرطالبانو برخه اخيستي وه ،چي دوژل شويوپوليسو ،پنځلس(15) ميله وسله اودوه(2) عرادې روغ موټريې ولجه کړي دي .


هغه وايې دبريدپروخت په ولسوالۍکې يوشمیرخارجي اوداخلي دولتي ميلمانه هم موجودوه ،دهغوی اوددې ولسوالۍدنورولوړرتبومامورينو دمرګ اوژوبلې په اړه لاتراوسه معلومات نه دي ترلاسه شوي .


دغه راز په پاڼه كښي يې ددووتنوطالبانودمرګژوبلي پخلى هم شوئ دئ .





 نورستان : لسوتنوامريکايي عسکروته مرګ اوژوبله اوښتي ده

دطالبانووياند ذبيح الله مجاهد ادعاكوي چي پرون د ۲۰۰۹ د می پر ۹مه نېټه يې دنورستان ولايت دکامديش ولسوالۍ”کاموبيس “باندې د امريکايي عسکروپرمرکزبريد ترسره كړ چي ، په نتيجه کې يي لسو(10)تنوامريکايي عسکروته مرګ اوژوبله واوښتله .



بغلان : شپږ تنه امريكايي عسكر وژل شوي دي


دطالبانووياند ذبيح الله مجاهدخبري رسنيوته وويل چي پرون د ۲۰۰۹ د می پر ۹مه نېټه يې دبغلان ولايت دمرکزي بغلان ولسوالۍپه مرکز کې دنصرت دپيل شويوعملياتوپه لړکې دامريکايي عسکروپريوې ګزمې بريد ترسره كړچي له كبله يې شپږ(6)تنه امريکايي عسکروژل شوي دي اودوه(2) ټانګونه په راکيټونولګيدلي اوپه بشپړه توګه تخريب شوي دي .


هغه په يادشوي بريد كي ديوتن طالب د ژوبلېدو تايد هم وكړ .


ديادوني وړده چې په دې وروستيوکې دهيوادپه شمال کې دکندوزولايت نه وروسته دبغلان ولايت په اړوندوسيموکې ددښمن په وړاندې دريدونوخورازوراخيستی چې دوې ورځي وړاندې ددې ولايت د”دهنه غوري” ولسوالۍولسوال” محسن خان” هم ددريوتنونورمامورينوپه شمول ديوه ورته بریدپه ترڅ کې دمجاهدينوله لوري وژل شوی وو.



دزابل په مرکز کلات کې دداخلي عسکروموټرويجاړشو


قاري  يوسف احمدي ادعاكوي چې پرون د ۲۰۰۹ د می پر ۹مه نېټه يې دزابل ولايت په مرکز کلات کې د”خالاغونډۍ” په سيمه کې ددې ولايت دسيوري ولسوالۍمرکز ته پرغزيدلي سړک د”نصرت” دپيل شويوعملياتوپه لړکې دداخلي عسکروپريوه موټرحمله ترسره كړه چي له امله يي ددښمن موټرپه بشپړه توګه ويجاړشو اوه (7)تنه داخلي عسکرپكښي ووژل شول.


هغه وايې : په چاودنه کې چې دريموټ کنټرو ل ماين په مټ رامينځته شوې ، طالبانوته پكښي هيڅ ډول زيان نه دي اوښتئ .





طالبان : خوست كي موشپاړس تنه پوليس وژلي دي

طالبان ادعاكوي چي پرون د ۲۰۰۹ د می پر ۹مه نېټه يې دخوست ولايت دنادرشاه کوټ ولسوالۍد”خوجريم خيلو”په سیمه کې په يوې چاونه كي شپاړلس(16) تنه عسکر ځای پرځای ووژلي دي .


هغه وايې پېښه هغه مهال رامنځته شوله چي پوځيان دطالبانوله خوا ديوه ځاى پرځاى شوي ماين دشنډولوپه هڅه كي وو چي ناڅاپه ماين دخنثى کولوپروخت پخپله پرپوليسووچاودېد اوپورته تلفات يې رامنځته كړل .


ديوه بل خبرله مخې ددې ولسوالۍمرکز ته نژدې دملي اردوه دوه (2)پيکپ موټردطالبانوله لوري دځای پرځای شويوماينونوپه توسط والوزول شول چې له امله يي ددښمن دواړه موټرپه بشپړه توګه ويجاړاوپکښې سپاره عسکريي ووژل شول .


هېره دي نه وي چي ويجاړکړای شوي موټراوس هم ددې ولسوالۍ دبازارسره نژدې پراته دي .