کور / z_buitenland_news -- 5 / د پاکستان په بېلابېلو سيمو کي ګډوډي پيل سوې ده

د پاکستان په بېلابېلو سيمو کي ګډوډي پيل سوې ده


تازه معلومات ښيي چې دبېنظېربهوټو ترژونه وروسته په پاكستان كې سخت ګډوډى پېل شو ، دهغه هيواد ترټولو ګڼ مېشته سيمه كراچي كې تر دامهاله شاوخوا لس موټر سوځل شوي دي او هم داراز ديوشمېر ملكي كسانو دټپيكېدو راپورونه هم رارسېدلي دي .
هم داراز په لاړكانه كې چې دبېنظېربهوټو پلرنى ښار دى دپوليسو او مظاهره كونكو ترميانځ دپرله پيې ډزو راپورونه ترلاسه شوي دي . خبريالان وايي چې دوه كسان هم وژل شوي دي . دپاكستان په بېلابېلو سيمو كې دګډوډي ترڅنګ په  دادوولسوالي كې دپخواني مركزي وزير لياقت جتويي كور ته اور وراچول شوى دى .
دشمالي پښتونخوا په مركزي ښار پېښور كې پوليسو پرمظاهرينو باندي دلرګيو واري كړي دي . هلته هم حالت په ټپه ولاړ دى او ترډېره هده دپېښو دامكان خبرونه وركول كېږي .
دجنوبي پښتونخوا په مركزي ښار كوټه كې پرسرياب سړك يو موټر ته اور وراچول شوى او دځايي خبريالانو په وينا چې په كوټه كې هم ګڼ كسان ځړكونو ته راوتلي دي .